Homeخبرونهنارسمي ارقام؛‌‌ تېر کال يو میلیون افغانان يوازې ايران ته په کډوالیدو...

نارسمي ارقام؛‌‌ تېر کال يو میلیون افغانان يوازې ايران ته په کډوالیدو اړ شوي

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) په ایران کې د طالبانو له لوري د افغانستان د سفارت لپاره ټاکل شوي سرپرست عبدالقیوم سلیماني تاييد کړه چې د نارسمي ارقامو له مخې د طالبانو له بيا واکمنيدو څخه وروسته، تر یو میلیون پورې افغانان ایران ته په کډوالیدو اړ شوي.

 د نوموړي په وينا،تر دې مخکې په ايران کې شاوخوا درې نیم میلیونه افغان‌ کډوالو ژوند کاوه.

بې کاري،لوږه، د ژوند له لومړنيو حقونو او آزاديو څخه محرومیدل او طالبانو سره د سياسي مخالفتونو له کبله د دوی له لوري د مرګ او نورو خطرونو وېره د ډېرو بې ځايه شويو کسانو د هېواد پریښودو عمده لاملونه ګڼل شوي.

دا په داسې حال کې ده،چې پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه مشر سره د لیدنې پر مهال ادعا کړې،چې د افغانستان هيڅ کومه کورنۍ طالبانو سره د سياسي مخالفت له امله د هېواد پریښودو ته نه ده مجبوره شوې.

ويل کيږي،چې‌ له افغانستان څخه د وتو لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

له دې سره، طالب چارواکو ویلي چې هره میاشت تر سلو پورې بهر ته تللي د پرزول شوي نظام اړوند منسوبین بیرته هېواد ته ستنیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...