یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل:۶ تنه د جعلي پاسپورټونو د جوړولو او د ط-انو جامه کې...

کابل:۶ تنه د جعلي پاسپورټونو د جوړولو او د ط-انو جامه کې د غلا په تور نیول شوي

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د طالبانو چارواکو ویلي،چې ۶تنه ېې په کابل کې د جعلي پاسپورټونو د جوړولو او د طالبانو په لباس کې د وسله والو غلاوو په تور نیولي دي.

د‌ طالبانو تر کنټرول لاندې ح ‏درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست وايي، د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند شهرنو پارک کې دوه جلده پاسپورټ چې ګاونډي هېواد پاکستان کې د ۳ زره ډالرو په بدل کې جوړ شوي وو، په تړاو يې درې تنه نیولي دي.

بلخوا: ‏د کابل ولایت د طالبانو د استخباراتو ریاست زړورو ځواکونو د ۱۷مې حوزې په مربوطاتو کې ۲تنه مسلح غله چې د مجاهدینو له نوم څخه په استفادې یې وسله والې غلاوې کولې، له یو شمېر وسلو، نظامي توکو او ۳عرادې موټرو سره یو ځای ونیول.

سرچينه زياتوي،چې نیول شوي موټر خپلو مالکانو ته وسپارل شول او یاد کسان تر څېړنو لاندې دي.

په وروستيو کې د طالبانو په اداره کې د اداري فساد او د دوی په جامو کې د جنایي جرمونو د ترسره کیدو راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو بیا په دې اړه ادعاوې رد کړي او ويلي،چې په یو کلنه اداره کې ېې د اداري فساد هیڅ کومه قضيه نه ده ثبت شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب