یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکونړ کې وروستیو سېلونو ۵۸تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کونړ کې وروستیو سېلونو ۵۸تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) ‏په ‎کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي،چې په دې ولايت کې وروستیو سېلابونو ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ د پېښو پر و ړاندې د مبارزې اداره وایي چې په ورستیو سېلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس تنه مړه شوي، ۴۰ ټپيان شوي او ۵۷۹ کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ارقامو له مخې، د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان مړه شوي، ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه ویجاړ شوي دي.

د پېښو زيانمن شوي‌ خلک دوی سره د مرستو د نه ترسره کیدو او دغه راز په مرستو کې د نه شفافيت ادعاوې لري.

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر بيا د طالبانو د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د مرستو په شفاف وېش ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب