دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان سره د نیږدې یو میلیارد ډالرو...

په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان سره د نیږدې یو میلیارد ډالرو نقدي مرسته شوې ده

تاند( جمعه ، د سرطان اوولسمه ) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک ( افغانستان بانک) د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې افغانستان سره د نیږدې یو میلیارد ډالرو نقدي مرستې خبر ورکړی.

د دغه بانک مسوولينو ويلي، چې تر دې دمه ۹۵۳ میلیونه ډالره د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې افغانستان ته را رسیدلي دي.

سرچېنې له ډېرو جزییاتو پرته ویلي، چې افغانستان د پنجشنبې په ورځ هم ۳۲ میلیونه ډالره نقدي مرسته رسول شوې ده.

سرچينه زياتوي، چې دغه پیسې یوه خصوصي بانک ته سپارل شوي دي.

له دې سره، معلومه نه ده چې یادې پیسې څه ډول او چیرته لګول شوي دي.

مخکې ویل کیدل چې دغه پیسې د طالبانو حکومت ته نه، بلکې په مستقيم ډول نړيوالو مرستندويانو ته د مصرف لپاره ورکول کېږي.

د نقدو پيسو د دغو مرستو یو اصلي دليل په افغانستان کې د نقدو پيسو د کمښت د تشې ډکول او د افغانستان د يو مخ اقتصادي سقوط مخنيوی و.

له دې سره کارپوهان باور لري، چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان د اقتصادي څرخ د تاویدو یو مهم علت همدا نقدي مرستې وې.

دې سره خوا کې، باور دا دی چې که د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره بانکي زېرمه د طالبانو د په زوره واک ته رسېدو له کبله امريکا کنګل کړې نه وای، افغانستان به دومره اقتصادي ضربه نه وای لېدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب