Homeخبرونهمجاهد:۹۳۵ بندیان مو د اختر په مناسبت خوشې کړل

مجاهد:۹۳۵ بندیان مو د اختر په مناسبت خوشې کړل

تاند( جمعه ، د سرطان اوولسمه ) ‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی د لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده(‌چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) په امر ۹۳۵ بندیان خوشې شوي دي.

د مجاهد په وينا، دغه بندیان د اختر د رارسیدو په مناسبت په ۳۴ ولایتونو کې له زندانونو ازاد شول.

د طالبانو وياند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له بنده دعماد الدين دوران په نوم د یوه ځوان فرهنګي فعال د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی.

دوران د طالبانو پر ځینو کړنو انتقاد کړی و، چې له کبله ېې څو میاشتې په زندان کې تېرې کړې.

ویل کیږي، چې په ضمانت خوشې شوی او اوس هم د طالبانو تر څارنې لاندې دی.

معلومه نه ده، چې طالبانو خپل نور بندیان کړي منتقدان هم خوشې کړي کنه.

د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ځله ادعا کړې، چې دوی یو سیاسي بندي هم نه لري.

له دې سره ویل شوي، چې په کابل کې د پاکستان پر ضد د یوه لاریون سمبالګر عظیم عظیمي لا هم د طالبانو په زندان کې بندي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...