شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد قطر له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د ملا...

د قطر له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د ملا یعقوب مجاهد کتنه

تاند(جمعه، د سرطان ۱۷ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد، چې د قطر په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی، د قطر له مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره وکتل.

د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې کتنه کې، چې پرون (پنجشنبې) وشوه، دواړو خواوو د افغانستان پر انکشافاتو او د دلچسپۍ په دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم له ملایعقوب مجاهد سره په خبرو کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

ده له افغانستان سره د قطر د ملاتړ د دوام یادونه هم وکړه.

تر دې وړاندې وړمه ورځ ملایعقوب مجاهد قطر ته له رسېدو سره سم د دغه هیواد له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره وکتل.

د طالبانو د حکومت له لوري د دیني عالمانو په لویه غونډه کې د ملایعفوب مجاهد څرګندونو د ده په اړه د امربالمعروف او ملا هبت الله خلاف د یوه نرم دریځي طالب تصویر وړاندې کړ. ښايي همدا دلیل وي چې قطر د سفر بلنه ورکړې او په لوړه کچه یې د ده هرکلی کړی دی.

ملا یعقوب د قطر له امیر سره لیدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب