شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د قطر له امیر سره لیدلي

ملا یعقوب د قطر له امیر سره لیدلي

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏‏‏‏د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد، په مشرۍ د ‎طالبانو پلاوي نن په ‎دوحه کې د ‎قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره کتلي دي.

طالبانو د دغې لیدنې په اړه جزييات نه دي ورکړي.

ملا یعقوب پرون د قطر په سفر روان شو.

د نوموړي د دغه سفر موخه نه ده په ډاګه شوې.

ګومان کېږي ،چې نوموړی به د طالبانو د لوی کندهار د ډلې په استازيتوب قطر ته تللی وي.

مخکې د يادې ډلې استازيتوب تر ډېره د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کاوه.

ملا برادر اوس سعودي عربستان ته د حج لپاره تللی.

څو میاشتې مخکې روسیې ته له ملابرادر سره یو ځای د ملا یعقوب د نا اعلان شوي سفر خبرونه ورکړل شوي وو،چې طالبانو وروسته رد کړل.

له دې سره،دا لومړی ځل ګڼل کېږي چې طالبانو د خپلې بیا ځلي واکمنۍ له پیله څخه وروسته يوه بهرني هېواد ته د دوی د دفاع وزیر د سفر خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب