چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد وژل شوي افغان پیر خواجه ظريف د مینې، شتمنۍ او مرګ...

د وژل شوي افغان پیر خواجه ظريف د مینې، شتمنۍ او مرګ په اړه تازه جزییات خپاره شول

تاند( جمعه ، د سرطان اوولسمه ) ‏‏د هندوستان ځینو رسنیو په دغه هېواد کې د وژل شوي افغان پیر خواجه ظريف د ژوند او مرګ په اړه ځینې راپورونه او جزييات خپاره کړي دي.

د دغو رسنيو په حواله، نوموړی د دانیل په نوم له یوې ارجنټایني نجلۍ سره د ټولنيزو رسنيو له لارې ملګری شوی او هند ته له نوموړې سره د واده لپاره راغلی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه افغان پیر په ۲۰۱۷ کې د پاکستان او ايران له لارې هندوستان ته ورسېد او یادې نجلۍ سره ېې واده وکړ.

دغه واده، چې له صوفي ييزم سره د ارجنټایني نجلۍ د مینې په اساس شوی وژ تر پینځو میاشتو يې ډېر دوام ونه کړ.

ويل شوي، چې ياده نجلۍ خپل سفارت ته له شکايت وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنه شوې، خو د افغان پير په اړه يې په محکمه کې کوم شکایت نه دی ثبت شوی.

هندي رسنیو په دې برخه کې نور ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ويلي چې په دې اړه کرناتکا ورځپاڼې په ۲۰۱۸ کې مفصل راپور خپور کړی دی.

د پیر د ارجنټايني معشوقې په اړه ويل شوي، چې له بېلتون نه يې د مرګ تر مودې او اوسه پورې په هندوستان کې نه وه.

افغان پیر بيا په کرناتکا ښار کې له څو مياشتې ژوند څخه وروسته د مهاراشترا ناسک/ناسهیک ښار ته تللی او تر مرګه هملته و.

نوموړي په ۲۰۱۷ کې يو يوټيوب چينل رامنځته کړ، چې څه باندې ۲ سوه زره څارونکي ( فالورز) يې لرل.

د دې ترڅنګ د هغه فیسبوک تر ۵ سوو او انسټګرام تر ۱۰۰ زرو زیات فالورز لرل.

د نوموړي په یوټیوب چینل کې خپرو شويو ویډیو ګانو تر ۶۰ میلیونو ډېر کتونکي لرل.

  وژل شوی افغان پیر خواجه ظريف په دې تورن شوی، چې د ځان په اړه يې د هندي سينما د یو شمېر مشهورو څېرو لکه: شاهرخ خان، سلمان خان او نورو خبرې جعل کړې او د شهرت موندلو لپاره پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپرې کړې وې.

د خواجه ظريف د شتمنۍ په اړه ويل کيږي، چې د مرګ پر وخت ېې تر ۳۵ ميليونه پورې هندي پيسې لرلې.

همدا شان یې په هندوستان کې تر ۱۵ هکتارو پورې ځمکه هم لرله.

هندي رسنیو ویلي، چې نوموړي د مهاجرت له کبله په خپل نوم شتمنۍ او جایدادونه ثبت کړي نه دي، خو دا هر څه يې د کورنۍ د غړو يا ملګرو په نومونو يې ثبت کړي دي.

د دغه افغان پیر د اقتصادي لاسته راوړنو اصلي سرچینه هم د نوموړي يوټيوب چينل ګڼل کېږي.

د هندوستان پوليس باور لري، چې د نوموړي د وژل کیدو اصلي انګېزه به مالي مسایل وي، خو نهايي قضاوت یې د څېړنو له بشپړېدو سره اړوند ګڼلی.

د دوی د معلوماتو له مخې، د هغه په وژلو کې د موټر چلوونکي په ګډون یې ۵ تنه تورن دي او له دې ډلې یو تن ېې نیول شوی دی.

ويل شوي، چې د نوموړې د وژل کیدو پر وخت یوه افغانه مېرمنه او يو بل څوک هم د پېښې په ځای کې موجود وو.

ويل کيږي، چې دغه افغان پیر د هندوستان د تابعيت د ترلاسه کولو او پخپل نوم د خپلو شتمنيو د ثبت هيله لرله.

د طالبانو حکومت تر اوسه نه یوازې په دې اړه، بلکې ډېرو نورو ورته پېښو په اړه چې له هېواده بهر د افغانانو اړوند دي، لږ تر لږه غبرګون او خواشيني نه څرګندوي.

1 COMMENT

  1. څومره چی د ژوند ستونزی او دبیوزلی تهدید زیاتیږی مکر او دوکه او په مجموع کی منکرات پورته ځی، مثلاً: دوه ځلی هرات کی د مهدی اخرزمان رابرسیره کیدل، خوست او نورو سیمو ته د یوه پیر راتک، دغه د ارجنتاینی ښځې عاشق، هغه بل دنړی یواځنی فیلسوف او دی ته نور مثالونه پرته د بیوزلی معنوی فقر وراخطایی او حیلی اونیزنګونو څخه بل څه ندی دا ډول مسایل فقط په خرافی چاپیریالونو او بیسواده او کمسواده ټولنو کی تحقق موندلای شی نو علاج فقط د پوهی خپرول وطن آبادول خلکو ته د مشروع کار پیدا کول دی او بس سیاسی دوکه ماری آخر پای لری، خو وطن او خلکو ته مخلصانه خدمت او جاریه صدقات برکتونه او ښه پایله لری نو لاسونه سر ورکړی بیرته افغانستان له دی شرمیدلی او لویدلی حالته را پورته کړئ که افغان په هند، ایران، اروپا او بل ځای په هره بدنامی او دوکه اوړی شرم یی موږ ته را ګرځي. دغه پیر ظریف موږ ته په هندی ټولنه کی بل پیغور جوړ شو لکه دا نور د جهالت پیغورونه دنیا را سره تنګه ده ټوله نړۍ دعا کوی چی یا افغانان اصلاح یا محو شی. نو یواځنی لاره سمون او سړیتوب ته ورګرځیدل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب