یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلوګر او ارزګان کې سېلاوونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

لوګر او ارزګان کې سېلاوونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) د لوګر ځايي چارواکو ویلي،چې د تیرې شپې په درنو سېلاوونو کې لږ تر لږه ۲۰تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي.

په لوګر کې د طالبانو د والي وياند عمر منصور مجاهد ويلي،چې دغو سیلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

سرچينه زياتوي،چې دغو سېلاوونو شاوخوا ۳زره کورونه هم ویجاړ کړي دي.

ځايي خلکو بیا تاند ته وویل،چې د مرګ ژوبلې کچه ممکن سلګونه تنو ته ورسيږي،ځکه ډېر خلک سېلابونو ځان سره وړي او په ډېر ګومان چې مړه شوي به وي.

له ارزګان،ننګرهار، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو څخه هم د سلګونه کورونو د ویجاړیدو او درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي.

د‌‌ طالبانو چارواکو ويلي،چې د خپل وس هومره به سېلاب ځپليو سره مرسته وکړي.

دوی له نړیوالو څخه هم د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب