یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان بيا د نړۍ د فاسدو هيوادونو د لیست په سر کې...

افغانستان بيا د نړۍ د فاسدو هيوادونو د لیست په سر کې راغی

تاند (يکشنبه، د اسد ۳۰ مه) د نړيوالې روڼتيا ادارې اعلان وکړ،چې افغانستان سږ کال بيا د نړۍ د تر ټولو ډېرو فاسدو هيوادونو د ډلې غړی دی.

ياد شوي سازمان ويلي،چې د بشري حقونو رعايت د فساد ضدې مبارزې له اصلي برخو څخه دی او افغانستان له دې کبله بشري حقونه په بېساري ډول پکې نقضيږي، د نړۍ د تر ټولو ډېرو فاسدو هيوادونو په ډله کې راغلی.

 ‏‏‏‎ياد سازمان زیاتوي،چې افغانستان د نړۍ د تر ټولو اوو ډېرو فاسدو هيوادونو په ډله کې راغلی او تر پخوا پکې د فساد وضعیت لا خراب شوی.

د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان ادعا کوي،چې له واکمنيدو سره ېې فساد په بشپړه توګه له منځه تللی او حتا یو مورد فساد هم نه دی ثبت شوی.

دا په داسې حال کې ده،چې خلک د پاسپورتونو د ویش په ګډون په ډېرو حکومتي خدماتو کې د پراخ فساد ادعا کوي او وايي، فساد تر پخوا څو چنده زيات شوی،خو څوک د طالبانو د استبداد له کبله په دې اړه غږ نه شي پورته کولای.

3 COMMENTS

  1. د طالبانو اداره هم فساد کی ډوبه ده ، فساد یوازی رشوت او د بیت المال چورول نده، همدا چی کار اهل کار ته نه سپارل کیږي او د یو مسلکی تحصیل کړي هیواد وال پرځای یوازی د دی په خاطر چی طالب ډلی سره اړیکه لري یو بی تحصیله بی تجربی غیرمسکلي د طالبانو غړې ( قاری ، ملا، مولوی) په یوه مسلکی دنده ګمارل کیږي دا په خپله اداری فساد ده ، دا رنګه فساد اوس د طالبانو د اداری په ټولو څانګو کی په بی ساری توګه روان ده ، البته رشوت او د بیت المال غلا هم هماغسی دوام لري ، زما یو دوست چی خوشحال مینی کی ژوند کوي وائي زموږ کوڅه کی د طالبادکورنیو چارود وزارت معین او ورونه یی چی د کورنۍ شمیرېې ښائې له پنځوسو نه هم زیاد وي له څو مودی راهیسی ژوند کوي ، هره ورځ سهار بی له استثناء د داخله وزارت د خریدارۍ موټر وروسته له هغه چی بازار کی خوراکی مواد د داخله وزارت منسوبینو ته له بازار نه وپلورل یو وار د معین صاب کور ته راځي او دوي ورنه د څلویښت پنځوسو نفرو میوه ،ترکاری او نوری توکی خپله ونډه اخلي او وروسته بیا دولتی موټر په خپله مخه ځي ،دا طالب اداری کی د مالي فساد یوه کوچنۍ بیلګه ده ، د بشری موادو په ویشلو کی چی صلاحیت یی والیانو په لاس کی ده هم په بیساری توګه فساد جریان لري حال دا چی دا توکی د بین المللی ټولنی لخواه پدی خاطر مرسته شوی تر څو مستحقو افغانانو ته وویشل شي لنډه دا چی اداری فساد هماغسی روان ده خوطالبان بيا ادعا لري چی اداری فساد کچه یی صفرته راټیټ کړی دا نو د طالبانو د نورو ښکر لرونکي درواغوپه شان ده، په نړۍ کی هیڅ هیواد تر اوسه نده توانیدلی چی اداری فساد صفر ته راټیټ کړي ، که طالب چارواکی اداری فساد نیمائي ته هم راولي دا به د دوی لویه توره وي .
    دا چی د نړی د روڼتیا اداری د طالبانو اداره د نړۍ تر ټولو فاسدو ادارو په لست کی راوړی دا یو حقیقت ده ، او طالب چارواکی دی د ناحقه سپیناوي او درواغو پرځای اداری فساد پرضد عملی اقدام وکړي۰

  2. اوس باید انتظار وباسۍ چی دارګ ددرغو تریشل زیب الله کاذب درته رنګارنګ تعبیرونه او توجیهات درکړی او تور درته سپین او سپین درته تور کړی.

    پدی کی شک نشته چی فساد اوس اوج ته رسیدلی او تالبی ملایان او قوماندانان په رنګارنګ فساد کی ډوب دی.
    تالبان بیت المال غنیمت ګڼی او بی دریغه چور يی پری روان کړی. هغه که نظامی تجهیزات دی، ملی شتمنۍ دی او که معدنونه او یا نوری ملی شتمنۍ دی.
    تالبی ملایان اوس ترټولو سرمایداره دی او هر یو ځانته دوه او دری ښځی کوی او د ځمکو او کورونو په اخستلو او غصبولو بوخت دی.
    همداراز اداری فساد که زیات شوی نه وی نو کم شوی ندی بلکه مخکی به چی یو کار په پنځه زره افغانۍ کیده اوس يی په شل زره په مشکل کوی.
    نور هغه فساد چی دولتی شتمنۍ د شخصی ګټو لپاره استعمالول اویا يی خرابول او له منځه وړل یوه عادی خبره ده.

    هغه متل دی چی د سلو کالو وږی په سلو کالو کی نه مړیږی. تالبی ملایان داسی ملایان دی چی د یوی خیټی ډوډۍ لپاره حلال حراموی او حذام حلالوی نو اوس خو يی هرڅه په اختیار کی دی.
    او د جنت ټیکه هم ددوۍ په لاس کی ده او دا دعوه هم کوی چی په جنت کی به هم د نالبی ملایانو دستاربندی کیږی. یعنی ددوۍ په فکر الله تعالی دوۍ ته انتظار اوباسی او دستاربندی به يی په جنت کی کوی.

  3. د فساد سرچینه خپله ملا غبټ اله ده ، چې لا تراوسه یې ژوند او مرګ تر سوال لاندې دی .
    د افغانستان د دولت اساسي قانون او ټول قوانین یې معلق او حتی ملغی کړیدي ، بنا هرڅه چې دوی وغواړي هغه شریعت دی او ولس مجبور دی هغه ومني .
    د ټولو وزارتونو او ادارو مشران سرپرست ، واجب الاحترام او بي مسوولیته دي . پارلمان یا یوه بله داسې مرجع نشته چې دا معزیزین د خپلو اجراآتو ګزارش ورته وړاندې کړي .
    کار اهل کار ته نه سپارل کیږي . که یو ځوان عالي تحصیلات ولري او یا په کومه برخه کې کاري تجربه ولري ، ملایانو ته هېڅ ارزش او اهمیت نه لري . ماته داسې ډېر ځوانان معلوم دي چې په تېرو رژیمونو کې هم دنده نشوه پیدا کولی ، ټالبانوته یو څه خوشبین ول ، خو د دوی په راتګ سره پدې تېر یوه کال کې دنده لا نده پیدا کړې.

    له دې کبله چې دوی په کار نه پوهیږي ، مراجعین یوځای او بل ځای سرګردانه وي . د پاسپورت او تذکرو اخیستلو او نورو اسنادو لپاره یو انسان مجبور دی شلو ادارو ته منډې رامنډې وکړي ، ترڅو د مسوولیت اصلي مرجع پیدا کړي .
    مثلا دپاسپورت اخیستلو لپاره اساسا یو افغان مجبور ندی چې خپل ولایت او یا کابل ته مراجعه وکړي ، هغه کولای شي د خپلې تذکرې په رویت سره د ضرورت وخت کې په هرولایت کې چې وي ، پاسپورت واخلي .
    مګر دا یوکال وشو چې ډېر شمېر مراجعین پاسپورت نشي اخیستلای، رنګارنګ پلمې کوي تر څو 1000 یا 2000 دالره رشوت درنه واخلي .
    د افغانستان د معدنونو او کانونو استخراج په غیر قانوني او غیر حرفوي شکل سره
    جریان لري او د هغوي د ارزانه خرڅولو او یا د عوایدو او مصرف مدرک معلوم ندی. د ا معدنونه د ټالبانو شخصي ملکیت ندی چې دوی یې خپلوضروریاتو لپاره استخراج او مصرف کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب