یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل زموږ تر ټولو...

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پرانيستل زموږ تر ټولو ستر لومړيتوب دی

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) ‏‏‏‎ ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په یوه مرکه کې له طالبانو سره د دغې ټولنې د تعامل شرطونه په ډاګه کړل.

آرنوت پاولز په يوه مرکه کې وويل،چې په افغانستان کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو بيرته پرانيستل د دغې ټولنې تر ټولو ستر لومړيتوب دی.

هغه زياته کړه،چې سربېره پر دې دغه ټولنه دندو ته د ښځو پر بيرته ستنيدو، د بشري حقونو په تامين او د بیان ازادۍ په ټینګښت هم ټینګار لري.

دا په داسې حال کې ده،چې تېره اوونۍ د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو تر نا معلومې اوږدې مودې د نجونو د ښوونځيو د بند پاتې کیدو خبر ورکړ.

د پوهنتون پخوانی استاد سید خالد سادات وايي،چې طالبانو او ملایانو یې یو کال په دې ضايع کړ،چې په اسلامي رواياتو کې د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو لپاره کوم سند پیدا کړي،چې لا نه دي توانيدلي.

د نجونو د ښوونځيو په تړل کیدو ډېر افغانان هم له طالبانو خوابدي دي او بيا-بیا غوښتنه ورڅخه کوي،چې له شپږم ټولګي څخه پورته تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

2 COMMENTS

  1. انسانیت لا ژوندی دی ، د جهالت او ټالبیزم پرضد ټول نړیوال له افغانانو سره موافق او په یوه خوله د نجونو دښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوی . خو دوی لا تر اوسه د مطول شریف حاشیې ګورې .

  2. فکر کوم همدا د اروپایی ټولنی مشر تیره ورځ ۱ سنبله باندی له افغانستان څخه وشاړه او همدارنګه د پاکستان سفیر هم تللی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب