پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهقیوم ذاکر د پنجشېر او اندراب عمومي نظامي مسوول شو

قیوم ذاکر د پنجشېر او اندراب عمومي نظامي مسوول شو

تاند (يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) ‏‏‏‎ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دوی د عمومي مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس د واکمنۍ په تشکیلاتو کې يې لاندې ټاکنې وشوې:

‏- د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک معین مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ وزارت د سرپرست په حیث.

‏- د کرنې او مالدارۍ وزارت مخکینی سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرینو وزارت د مهاجرینو چارو د معین په حیث.

‏- ملا عبدالقیوم ذاکر د پنجشېر ولایت او اندراب د عمومي نظامي مسئول په حیث.

‏- د روزګان مخکینی والي ملامحمد خان دعوت د پکتیا د والي په حیث.

‏- د پکتیا مخکینی والي مولوي محمدعلي جان احمد د روزګان ولایت د والي په حیث.

‏- ملا محمد طیب حقاني؛ د پنجشېر ولایت د امنیه قومندان په حیث.

‏- د فراه ښاروال مولوي عبدالظاهر خادم د دغه ولایت د امنیه قومندان په حیث.

‏- د فراه د لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالولي ادریس د فراه د ښاروال په حیث.

‏- مسافر د پنجشېر ولایت د لواء د قومندان په حیث.

‏د فراه امنیه قومندان ملانعمت الله معصوم د فراه د لواء د قومندان په حیث وټاکل شول.

په دې ټاکنو کې د ملا قيوم ذاکر نوې دنده د ډېر پام وړ ګرځیدلې، ځکه پنجشېر او اندراب سره جلا اداري واحدونه دي، خو له دواړو سيمو څخه د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت خبرونه ورکول کېږي.

ملا قيوم ذاکر د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال او په شل کلنه جګړه کې عمومي نظامي مسوول پاتې شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب