دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه ۲۵ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او بادونو اټکل شوی دی

په ۲۵ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او بادونو اټکل شوی دی

تاند (يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) ‏‏د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست پرون او نن د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او چټکو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کابل، بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، بامیان، ميدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، روزګان، او دایکندي په ولایتونو کې د سېلاوونو د پېښېدو امکان شته.

سرچينه زياتوي چې د اورښت کچه په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۵ نه تر ۷۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه په هرات، فراه، او نیمروز ولایتونو کې د نسبتا تېزو بادونو اټکل شوی، چې د تېزوالي کچه يې په مختلفو سېمو کې په ساعت کې له ۳۰ نه تر ۶۰ کېلو مترو رسېږي.

پرون د لوګر په ګډون مختلفو ولايتونو کې د سختو سېلابونو او له دې کبله د مرګ ژوبلو خبر ورکړل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب