جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد‌ ط-انو بهرنيو چارو وزارت:د دوحې تړون له مخې دې پر موږ...

د‌ ط-انو بهرنيو چارو وزارت:د دوحې تړون له مخې دې پر موږ هر ډول بندیزونه لیرې کړل شي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) ‏‏‏‎ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي،چې ‏د دوحې تړون کې منل شوې چې د طالبانو له مشرانو به هر ډول بندیزونه لیري کیږي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې ،چې دغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي.

طالبان وايي، د دوی د مشرانو په سفرونو بندیز که بيا تمدید شي نو د سیاسي دیالوګ او تعامل پر ځای به واټن را مینځ ته کړي چې بايد مخنيوی يې وشي.

طالبان ټینګار کوي،چې ‏د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله ايجادوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي‏چې دا به د هیچا په ګټه نه وي.

دا په داسې حال کې ده،چې يو شمېر شنونکي د طالبانو د سفرونو پر بندیزونو دوام د افغانانو او نړيوالو غوښتنو ته د طالبانو د مجبورولو لپاره ګټور ګڼي.

د دوی په باور، طالبان له داسې فشارونو پرته د نجونو د تړلو ښوونځيو پرانيستلو، د خلکو د نورو اساسي حقونو د نقض پای ته رسولو او نورو برخو کې مثبتو غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

1 COMMENT

  1. پاملرنه
    طالب ومجاهد اصلاً د آی ايس آی له لورې حکومت کولو او سيستم جوړونې نه نه وو روزل شوي. دوی منتها جنګي ډلې وې او په جنګي او افراطي روحيه روزل شوې وې. د دوی ذهنيت اصلاً او روح روان دېته له هر اړخيز پلوه تيار نه وو چې زده کړه دې وزغمي. ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او داسې ملي د خير ښېګنې بنسټيز بنسټونه دوی د ځان لپاره ښه نه ګڼل. د زده کړې بنسټيز بنسټونه خو دوی هډو د کفر ځايونه ښکارېدل.
    د دوی ذهنيت دېته نه وو تيار شوی او نه پرې د دې لپاره پانګونه شوې وه چې د ځوان قشر په تېره د ښځينه وو زده کړې او په دولتي اډآنه کې د ښځو کاري ونډه وزغمي. ښځې د کور لپاره دي او کور يې بايد ځای وي.
    لغماني چلتار خليلزاد ورته باجوه تېر ايستلی وو او هسې بيځايه لابي يې د پاکستان د ګټو لپاره په نړيواله سطحه وکړه. پاکستان اصلاً د افغانستان هېڅ ډول بنسټيز کارونه او ټولګټې پروژې نه شوې زغملی او نه يې د حکومت ملي ځواکونه، پوليس او داسې نور رغنيز کارونه زغملی شول، نو هماغه وو چې خليلزلد يې د خپل شخصي اکاونټ په تمه تېر ايسته او طالب يې پرې نړيوالو لکه ناوې سينګار او ښکلې کړه، خو په حقيقت کې هېڅ نه ول.
    هغه ناوې چې پخپله ښايسته نه وي
    څوک به يې څه کا کاندي ښايست د موروپلار
    ترڅو چې له طالب سره پرېکنده عمل د ټاکنو، زده کړو، ټولګډونه حکومت او داسې نور د بشري حقوقو رعايت مسايل خبرې ونه شي او طالب ته بايد وويل شي چې ((يا به محوه کېږې او يا به په حکومت خپله برخه ونډه باندې قانع کېږې)) طالب په بل شي نه قانع کيږي او له دوی سره ګوزاره او ولسي تعامل ګرانه خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب