جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان په پکتیا کې څلور روغتیایي کلنیکونه جوړوي

د روغتیا نړیوال سازمان په پکتیا کې څلور روغتیایي کلنیکونه جوړوي

تاند(شنبه، د اسد ۲۹مه) د عامې روغتیا وزارت وايي، د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز، شواک، جاني خیلو او وزي ځدراڼو ولسوالیو کې د (BHC) ۴ کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

دا روغتیایي کلنیکونه د پکتیا عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ او د هدف (HADAAF) موسسې په تطبیق د درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

د باختر اژانس د راپور له مخې، د پروژې ولایتي مسؤل مولاداد “عابد” وايي چې د هر کلینک لپاره پنځه تنه پرسونل یو ډاکټر، یوه قابله ډاکټره، یو د تغذیې مشاور، یو روغتیايي مشاور او یو واکسیناتور په پام کې نیول شوي او د عامې روغتیا ریاست له لوري دوی ته په شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې دوې ودانۍ ورکړل شوي او دوه کلنیکونه د ګردیز په رباط کلي او جاني خیلو ولسوالۍ کې په کورونو کې خدمات وړاندې کوي.

عابد زیاته کړه، د یادو کلینکونو لپاره طبي او نور غیر طبي ټول اړتیاوړ شیان پېرودل شوي دي.

په پکتیا کې د (WHO) بیړنیو حالاتو مسؤل ډاکټر ولایت خان احمدزی وايي چې دوی به د عامې روغتیا له ریاست سره د هغو سیمو لپاره، چې روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري، همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب