یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد درو ختیځو ولایتونو له کابو ۸۰۰ نجونو د کانکور ازموینه واخیستل...

د درو ختیځو ولایتونو له کابو ۸۰۰ نجونو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

تاند(شنبه، د اسد ۲۹مه) د ننګرهار د روغتیایي علومو انسټيټيوټ په بیلابیلو څانګو کې د نویو زده کوونکو د جذبولو لپاره نن له سلګونو نجونو د کانکور ازموینه واخیسته.

دا ازموینه په داسې حال کې واخیستل شوه چې له یو کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي او ډېرې نجونې شکایت لري چې په داسې حال کې په کوم اساس له دوی څخه ازموینه اخیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، نن د ازموینې په دوهمه ورځ یې د نجونو ازموینې ته ځانګړې کړې وه.

په ازموینه کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ۱۲م ټولګیو نژدې ۸۰۰ فارغینو نجونو برخه لرله.

تر دې مخکې د یو شمېر جنوب لوېدیځو ولایتونو د کانکور په ازموینه کې هیڅ نجلۍ برخه نه لرله.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه یوازې نجونې له شپږم ټولګي پورته په اکثرو ولایتونو کې له زده کړو بې برخې کړي بلکې له روغتیايي او امنیتي برخو پرته یې په نورو برخو کې ښځینه کارکوونکې په کور کښېنولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب