یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: هیچا ته د خپل هوايي حريم د نقض اجازه نه...

مولوي کبير: هیچا ته د خپل هوايي حريم د نقض اجازه نه ورکوو

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د اروپا اتحاديي له شارژ دافير سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد پر خلاف استفاده و نه شي.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د اروپا اتحاديې شارژ دافير وويل چې موږ غواړو له افغانستان سره زيات تعامل ولرو او د هغو خلکو ملاتړ وکړو او په بېلابېلو برخو کې خپلو خبرو ته دوام ورکړو.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې موږ په افغانستان کې سوله او د افغانستان د خلکو د يووالي او پيوستون غوښتنه کوو.

په دې کتنه کې د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال له افغانستان سره د اروپا اتحاديې د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه هيله لرو د اروپا اتحاديه د تعامل او همکارۍ لپاره د مثبتې فضا د جوړولو او ساتنې لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.

مولوي عبدالکبير ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به د هيڅ هېواد پرخلاف استفاده ونه شي او هيڅ هېواد ته به د افغانستان پر هوايي حريم د بريد اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: موږ د اروپا اتحاديې په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتنه کوو، د ګاونډيو او د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره زموږ تعامل او سياسي اړيکې دوام لري او هيله لرم په راتلونکي کې ښه بدلونونه ولرو.

طالب مقام دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې څه موده مخکې د امريکا متحده ايالاتو يوی بې پیلوټه الوتکې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.

2 COMMENTS

  1. درواغ ولې وایې ددجال چیچیه ! ولي د پنجابي ته مړ څټ نیولی سي ستا په خاوره هوایی تیری کوي؟ زه په دې باور یم سي ستا په رګو کې افغاني وینه نسته. ستاسي وینه او نسل مردار او حرامي ده. لعنت په داسي اسلام سي تاسي رواج کړی، داسي اسلام تور اسلام د نړۍ په تاریخ کې چا نه ده کارولی. تاسي ددجال لښکر یاست تاسي موزیان حرامیان د تور فرنګي غلام پنجابي غلامان یاست لعنت ستاسي په نصب

  2. دا د پنګوین اولاد ته ګوره. پاکستاني الوتکو بمبار او د پوځ عملیات ورته هیڅ خبره نه ښکاري او چې کله یې د مور میړه ظواهری ورته بمبه کړ اوس حریم بوڅ بوڅ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب