یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد: نړيوال دې افغان سېلاب ځپليو سره عاجلې مرستې وکړي

مجاهد: نړيوال دې افغان سېلاب ځپليو سره عاجلې مرستې وکړي

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) د طالبانو د واکمنۍ عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له نړيوالو غوښتي،چې افغان سېلاب ځپليو سره عاجلې مرستې وکړي.

 نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي،چې د دوی حاکمه اداره به هم خپل ټول امکانات له سیلاب ځپلیو سره په مرستو متمرکزې کړي.

هغه له نړیوالو،په خاص ډول له اسلامي هېوادونو او بشرپاله او خیریه بنسټونو غوښتي،چې‌ خپل هېڅ ډول امکانات له افغان سيلاب ځپلو څخه درېغ نه کړي.

 د‌ يادونې وړ ده،چې له څه مودې راهيسې د افغانستان په ډېرو سيمو کې درانه سیلابونه راوتي،چې سلګونه تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې او زرګونه کورونه یې ويجاړ کړي دي.

د سېلاوونو او نورو طبيعي پېښو زیانمنو له حاکمې ادارې غوښتي،چې عاجلې مرستې ورته همغږي کړي.

3 COMMENTS

  1. دا بدبختي خو ټوله ستاسي له برکته راغله هم سیلاب هم زلزلې او نور افتونو ستاسي ددجال د اولادې په راتلو سره راغلل. دا الاهي افت د تاسي د طاغوتي جهاد د تاسي د جهالت په سبب راغلی. تاسي د لوط ع قومه سي په واک یاست امکان لري نورې بدبختۍ هم راسي. مجاهله ! تاسي مرسته ورسره وکړۍ تاسي خو د چرسو او کانونو په چورولو کې د پخواني دولت تر بودیجې ډیرې روپۍ لرلې؟ هغه مو څه کړې ؟ د تاسي د اورتو میړه پنجابي درنه ګورت کړلې !! تف لعنت په تاسي 😡

  2. کله چې خلکو له تاسو مرسته او ډوډۍ غوښتله، ستاسو مشرانو به ویل چې خدای ته بغارې ووهئ. نو اوس چې دا ستاسی وار دی ولې خدای ته یغاری نه ووهی. مګر تاسو د خدای له ورکړې منکر یاست او یا په خدای ایمان نه لرئ چې له بهرنییانو مرسته غواړئ. دا د الله قهر دی پر تاسو. لږ شرم وکړئ.

  3. بخاطر یک شوم ، بسوزد شهر روم.
    د ظالم او غائب پاچا له شامته به نور ډېر داسې غمیزې ووینو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب