دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+پښتو او ژبلاریزې نااوبی ستونځې یې

پښتو او ژبلاریزې نااوبی ستونځې یې

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

پښتو پنځه زره کلنه ځوانه ژبه ده.

ولې ځوانه؟

په افغانستان کې تر ۱۹۳۰ ز ک پورې د افغانستان رسمي ژبه یواځې فارسي وه. په هغه وخت کې د

پښتنو یوه ټولنیزخوزښت  بنسټ  په جوړېدو(۱۹۳۱ زک ) ، په (۱۹۳۲) د کابل پوهنتون او په(۱۹۳۷ ز ک ) کې د پښتوټولنه جوړ شول، په ۱۹۳۶ ز ک کې د سردار هاشم خان د حکومت په دوره کې پښتو دولتي رسمي  ژبې ته پورته شوه، سره له دې، چې په هغه وخت کې  پخپله پښتنو هم دومره پام ورته نه دی کړی. په ۱۹۶۴ ز ک د لويې جرګې لخوا پښتو سراسري ژبه ومنل شوه او ملې ژبه هم شوه.

له دې څخه داسې برېښي، چې پښتو ژبې د کار وخت- په داسې لږه سویه- له ۱۹۳۶ ز ک څخه باید پیل شوی وي او قانونې ، د قانون له مخه یې دا په ۱۹۶۴ ز ک بیا ومنل شو، چې په دې وخت کې ورته پښتانه مشران هم داسې لږ  را بیدار وو.

سرلښکر یې:

دا خپله دنده بولم ووایم، چې سر لښکر یې همهغه له اول څخه خدای(ج) بخښلی  ارواښاد وزیر محد ګل خان بابا وو، چې د هغه وخت د واکوالو سره یې د یوه ورور په څېر اړیکې لرودې، په ژبه او هیواد مین انسان وو او د دې توان یې لاره، چې د ارواښاد رېښتین صیب له خبرو یې دا پنخه د پښتو ستوري هر یو ارواښاد خبیبي، اورښاد بینوا، ارواښاد رښتین، ارواښاد خادم او ارواښاد….. روزلي او د وینا له مخې یې سیاسي ستر ملاتړ وو، خو سره له دې هم دې ژبې لاتراوسه هغه خپل قانوني ځای په دولت کې نه دی نیولی.

د پښتو ژبې وده

له پورته څرګندونې څخه نو همدا لامل دی، چې پښتو ژبه مو په هره پوهنیزه ریښه کې هم پوره ستونځې لرې د ژبې تر ژبلار یا ګرامر پورې. د پوهنیزو پوهنتون او د ښوونځي د کتابونو پښتو خوندیونه نه لرو، هغه مسلکي وییونه یې ټول عربي دي، چې پښتانه یې د پوهېدنې سره د پوهېدلو ستونځې هم لري، خو دوی هم په هغه وخت او لاتراوسه څه نه کوي یا څه نه شي کولی، پرته له ما څخه، چې د شمېرپوهنې څلوېښت کتابونه مې په پښتو ژباړلي او لیکلي د داسې څه فزیک سره، د پښتو د دوه ګرامرونو سره او همداسې څه نورو کتابونو سره، دا چې دا کار څنګه شونی وو، دا به په بل ځای کې ولیکم ( باور وکړۍ او لوړه کوم، چې دا مې د ځان ستایلو له امله نه لیکم، خو د نورو یې و دې کار ته راهڅونه مې موخه ده).

 دا هم باید په کلکه ووایم، چې په داسې حالاتو او دې لږ وخت کې، که څه هم دولتي پوره پاملرنه دومره نه ده ورته شوې، دې ژبې او د هغه وخت دموږ ستورو د نورو هغه وخت ځوانانو په مرسته دې ژبې ته پوره کار کړی.

دلته مې – له دې لیکنې سره- هغه بنسټیزه موخه په پښتو ژبه  او ورسره لرلو ستونځوبیو کې ده.

د پښتو په ژبلار کې هغه بنسټیزه ستوځې:

زه به د موږ ستونځې په حالت( پېر، کاسوس یا د الملني فال ) کې وڅېړم او په نورو برخو کې هم د دې ستونځو لاملونه ورته  دي.

دا چې ژبه مو یوه زړه ځوانه ژبه ده، نو ګرامر یې هم باید د ژبې ځوانۍ ته ورته یا ورسره ځوان وي، دا په دې پوهېدنه چې ژبلار مو له پخوا څخه راته نه دی پاتې –  که وي، نو پوره ناپوره به وي- او همدا اوس مو باید چمتو کړی وي. دا چې خپل ګرامر مو لا تراوسه نه لروده او لږ تر لږه په معیاري توګه، نو باید دا ستونځې مو د نورو ژبو په مرسته اوبی کړې وی، چې هغه زیاته ونډه په کې فارسي یا عربي ژبې باید لرودې وی، ځکه چې موږ د هغه وخت ژبپوهان ټولو د هر مسلک هر څه مو باید له فارسي رانیولي وی او هغه مو څه نومونه همداسې مسلکي ، چې لرو یا  لرودل هغه لا د مخه له فارسي- چې د موږ یواځنۍ رسمي ژبه وه – رانیولي وي، نو د موږ د هغه وخت پوهانو ته اړین نه برېښېده یا نه پرې پوهېدل، چې د فارسي د ښه بلدتیا له امله پښتو انډول ورته ولټوي او ومومي. پښتو چې د زده کړې ژبه نه وه، خو نه دا چې نابلده بلکه پردۍ برېښېده. موږ د نورو ژبو په مرسته د پښتو ګرامر هم د پښتو د جوړښت سره سم د پښتو ژبلار ترتیبوو، خو د پښتو د نوې منځ یا میدان ته راوتلو له امله مو د پښتو ژبې سره هم باید ستونځې شته وي، چې هغه بیا د ګرامر په لیکلو کې راڅرګندیږي. په دا وروسته وختونو کې هم، که پرته له عربي مو له نورو ژبو څخه د مرستې اخستلو له امله او د ګرامر د توپیروالي له امله، ګرامري ستونځې منځ ته راځي، چې زه به یې په دې لیکنه کې هغه څرنګوالي ته ګوته ونیسم او همداسې له بلې لورې موږ د پښتو ژبلار یا ګرامر د نورو پښتو ژبپوهانو له ژبلار څخه رانیسو او هغو دا کار ځکه سم نه شي کولی، چې دوي پښتو زده کړې، بې له دې، چې سم یې و ژبلار ته ورننوځي. د دې څرنګوالي ته به هم ګوته ونیسم.

   په پښتو کې د حالتونو یا پېر سره لرلې ستونځې

پیل یادونه ( ځان ستایېنه نه ده، خو اړیین راته برېښي، چې هرڅنګه وي لږ تر لږه ستاسو پام دې دما لیکنو ته راواړم): ما له ښوونځې څخه را په دیخوا له پښتو ژبې سره زوره مينه لروده او اڼ چې په څلورم ټولګي کې – دامې په یاد دې، چې – د یېګانو سره بلد وم او نږدې دا اخر شپاړس کاله مې په ژوره توګه د ژبې سره کړونی کار پیل کړی او دا هره ورځ ډېر ساعتونه، چې لاس ته راوړنه یې د دوه ژبلار کتابونو لیکل وو، په ژبه کې سمونونه ( هغه وییونو ته کتنه شوې، چې موږ یې ناسم کاروو، دا له سلنې څخه نیولې، چې په پښتو ژبه کې ځای نه لري، تر اوبلن پورې، چې د ،، بهيدونکي،، په ځای یې ډېر ناسم کاروي او دا چې د سویي او معیار لپاره کچه کارولکیږي،  دا مې باید باور وي، چې د موږ لیکنوکي څوک یا ژبپوهان نه پرې پوهیږي او دا سې نور هم). د دوه ژبلار کتابونو سره مې ژب اړوند اته کتابونه لیکلي په ketabton.com کې یې ګران لوستونکي لوستلی شي او دا مې هیله هم ده، چې که دما لیکنې سمې نه وي، نو ……

اوس هغه ما ژبلاریزې لرلې ستونځې:

بېلګه به همدا له حالتونو څخه راوړو:

موږ لیکو:  د هغه نه، د هغه څخه، له هغه څخه او

               د هغه سره، له هغه سره.

ما په ،، له …څخه او د… سره،، باندې یوه ستره لیکنه وکړه، چې دا مې په همدې دوه ډوله ناسم ولیکل، چې ګوندې دا یو دې ،، له،، سره وي او دا بل دې له ،، د ،، سره وي.

دا تر هغې پورې راته سمه برېښېده، چې پوه شوم دا ، د ،، د یو مورفیم په توګه د یوه نوموي (نوم، نومځاینیوی) سره راځې، چې د هغه  واکوالی ښایي، له دې پوهېدنه داسې ده، چې ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی، لکه د هغه کتاب یا همداسې د سپین کتاب، نو دا را ته له هغې څخه وروسته سم برېښېده او پسې بیا په دې اند شوم، لکه د موږ ټول ژبپوهان تراوسه پورې، چې دا له… څخه دی، دا په دې پوهېدنه، چې دا یو سنترپوزېشن دی، په دې پوهېدنه چې نوموی یې په منځ کې راځې او د موږ ټول ژبپوهان یې ،،سربل او اوستربل بولې،، ، چې زه په رښتیا نه پرې پوهېږم او نه مې چېرته ولوستل، چې ولې.

دا باید ووایم، چې د موږ ټول پوهان او همداسې  ژبپوهان هم ډېروخت د یوه څه پوره پېژند نه ورکوي او هغه کاروي، چې دا مو هم یوه بنسټیزه ستونځه ده.

اوس هم داسې انګېرل کیږي، چې هغه د انګرېزې  from او الماني  von لپاره موږ د پښتو انډول ،، له،، بولو یا داسې شاید کله، کله ،،څخه یا  نه ډېر کم او که وي، نو له دباندنیو ژبپوهان څخه به ،، له…څخه،، او له ما څخه هم زیات،، له… څخه،، لیکل – یا بلل شوی وي، چې ،،دما،،  وروسته، چې دا د ما میندنه ده، لږ ګوته ورته ونیول شي او لیکنې پرې یو څو لرم، چې د کتلو وړاندیز یې کوم، چې  دا په ژبه کې راته د ما یوه ستره لاس ته راوړنه هم برېښي.

له دې سره مې باور دی، چې موږ د پښتو ژبې د دې اړخ ستونځوبیو لار میندلې وي، چې ګران لوستونکي دې هیله ده په غور ولولي،

موږ په پښتو ژبه کې لرو: موږ نومځاینیوي لرو: زه، ما، ته ، تا، هغه، هغه او … نور او دا په همدې څېره یا په همدې ډول په حالتونو کې د کړونو او پرېکړونو او همداسې نه کړونو لپاره، دا په رد بدله بڼه کارول کیږي، لکه: ته ما وهې، تا زه  ووهلم.

په نورو حالتونو کې باید یو څه بل ډول وي ( پسې روښانه کیږي، خو دا پوره ژور دما په – همدې هکله – لیکنو کې پوره روښانه شوي).

دلته دی، چې د  from او  von انډول ،،څخه،، دی، نه ،،له،، او همداسې نه ،،له … څخه،،.

په دې کله وپوهېدم یا مې کله ورته پام شو؟

کله مې چې دې ته پام شو(وپوهېدم؟؟؟ دا دې لا د تاسو تر مرستو پورې وي)¸ چې پښتو دوه حالتونه رېکتوس او اوبلیکوس لري او همداسې کلیتیکي ( تر دې وخته پوري مې هم اینکلیتیکي لیکل) نومځاینیوي، نو وپوهېدم، چې دا ،، له، تر، په، پر،، او نور خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري او د نومویونو سره یوځای راځي د اړوند حالت لپاره، چې هغه حالتونه یې، چې دا یې د نومویونو سره راځي، اوبلیکوس حالتونه دي، چې بې له دې هم ناسم دي او دا ځانله ما، زه، تا … او نور یواځې هم په هغو حالتونو کې کومه پوهېدنه نه لري. دې ته به هم وروسته ګوته ونیول شي.

ولې باید دما خبره سمه وي؟

د ټولو په سر کې:

دا پوښتنه هم ځکه لیکم، چې د ما دا لیکنې به د موږ په ژبلار کې د لومړي ځل لپاره وي، نو وبه اندم، چې ناسمونونه یا لږ تر لږ د ځنو ادیبانو څه شننیز ګومانونه به ورته پیدا وي، چې دا باید د خبرو له لارې اوبی شي.

یو څه چې د هغه لیکنو په هکله پر پوهنه باندې ودانې لیکنې وي، نو تر هغې پورې سمې دي، تر څو پورې یې چې ناسمون پوهنیز نه وي ښوول او روښانه شوی وي.

د دباندنیو ژبو او د دباندنیو پښتو ژبپوهانو ډېرې ګټې او دا د موږ غوندې لرلې ستونځې.

موږ چې په هره ريښه کې یو څه زده کوو، نو بې له یوې وتلې دباندنۍ ژبې پوهېدنې  څخه دا کار ناشونی دی، که دا ژبه هم وي. له بلې ژبې څخه موږ پوهنیز نومونه هم زده کوو.

چې داسې وي، نو د موږ د ژبې په ريښییزو لیکنو کې  ولې تول ریښه اړوند شیان وییونه او نومونه مو د بېلګې په توګه پښتو نه دي؟

 د مخه مو دې ته ګوته ونیوه، چې ژبه مو ځوانه ده او د موږ مسؤلو کسانو ته دا د عربي نومونه داسې بلد پرېښېدل، چې په پښتو یې زیات نه پوهېدل او یا ورته اړیین نه برېښېدل او یا یې په کې بېخي فکر نه کاوه، دا چې ولې ډېر نور لاملونه هم لري. دوی ورسره اړیین د خپل پښتو وي په څېر بلد وو. دا حالت تراوسه پورې ځکه داسې دی، چې هغه ډېر د لیک لوست خاوندان مو لا تراوسه په همهغه ډول روزل شوي او دا خپله ژبه ورته پخپله یا دومره پوره نه برېښي او اندې، چې دا یې د ژبې وي، خو دې ته فکر نه کوي، چې د خپلې ژبې وییونه یې له منځه ځي. ژبه غزونه سمه ده، خو نه د خپلې ژبې وییونو پرېښودنه.

ژبلاریزې ستونځې هم په همدې توګه. موږ د نورو ژبو په ژبلار یا نورو ژبو نه پوهېدلو، او د همهغه له فارسي یاعربي ژبې له ژبلار مو ګټه اخستې، چې هغه بیا د موږ د ژبې له ژبلار سره ډېر توپير لري.

بخښنه. لیکنه را څخه غزیږي. اوس بېرته وموخې ته.

موږ له دباندنیو پښتوپوهانو څخه – دا اوس دما ورته پام شوي- پښتو ژبلاریز څه هم زده کوو. دا چې دوی یا نور ژبپوهان یې په نورو ژبو پوهیږي او په هغو کې لولي، نو د پښتو سره غبرګ ( هغه غبرګ یا غبرګون، چې د موږ ژبپوهان یې د څه موخې لپاره لیکي، ناسم دی) ګرامري توکي له هغو ژبو رانیسي. ما هم له همغو ژبو دا وماته تر اوسه پورې نا څرګند ژبتوکي لکه چې ژبه مو دوه حالتونه، رېکتوس او وبلیکوس لري، زده کړل او همداسې کلیتیکي نومخانیوي، چې په مټه یې لیکنې اوس تاسو سره په دې لیکنه کې شریکوم.

هغوي هم د پښتو سره دا ستونځې لري، چې د  von لاندې ،،له،،  پوهیږي، لنډ دا موږ ورسره نابلدو کارولو سره دوي هم باید نابلد وي. دوي ژبه باید له موږ څخه زده کړي، خو دوي د خپلو ژبو کره ژبلار لري، خو پښتو بیا دوي داسې کله بېرته ورکولی شي، لکه پښتانه ژبپوهان.

دا دموږ ستونځې به اوس بیا داسې لنډ سره وڅېړو:

و حالتونو ته مو پام په دې لاندې لښتکي ته کې  راوړم:

حالت الماني پښتو
کړونی Ich schlage dich زه تا وهم (۱)
پرې کړونی یا نه کړونی Ich habe dich geschlage

Ich=Nominativ; Dich= Akk.

ما ته ووهلې
په پورته کې دواړه وختونو کې Ich  کړونی دی او dich پرېکړونی پورته :زه او ما کړونی تا او ته پرې کړوني
د خاوندوالي حالت Mein Buch د ما کتاب (۲)
Michاکوزاتیو Du hast mich geschlagen تا زه ووهلم(۱)
نه کړونیحالت Von mir له ما څخه (۳)
Michاکوزاتیو Für mich د ما لپاره (۴)

  دا دوه که له پیل څخه دا څلور حالتونه.دلته د هر حالت لپاره یوه غونډله راوړل شوه، چې اوس یې لږ څېړو:

د پورته اړونده لښتکيو داسې لږ روښانونه:

له (۱) څخه: ګورو، چې په پورته اړونده پرتو لښکيو کې په الماني  یو کړونی او یو اککوزاتیو حالت دی. دا په پښتو کې دوه د بېلو وختونو سره اړوند او همداسې دوه پرېکړوني، خو د ردبدلېدنو سره. که ،،زه،، کړونی وي، نو پرېکوړنی یې بیا په دې حالت کې ،،ما،، دی او که کړونی ،،ما،، وي، نو پرېکړونی یې ،، زه ،، راځي.

یوه بله غونډله: دلته ګورو، چې د یوې ژبې یو څه په بله ژبه څومره ګرامري پوهېدنو له امله ستونځې لري.

بېلګه: I love you;  Ich liebe dich ته و ما ته ګران (ه) یې. په انګرېزي کې څه نه وایم، ځکه نه پرېپوهېږم، خو دا په پښتو کې سوچ بوچ بل ډول یا بل څه وایي: ،،ته ګران یې،، پرېکړونی دی و یو چا ته او هغه ،، وماته،، دی، چې دا د نه کړونی حالت دی. دا چې څوک یوه پردۍ ژبه پخپله ژبه ژباړي، نو ستونځې ځکه په کې راخي، چې د هغې بلې ژبې ژبلار سره بلد نه وي. لکه چې، که درې ژبی غواړي – من ترا دوست دارم – په پښتو ووایې نو د پښتو غونډله – ته و ماته ګران یې –  نه وایي، هغه فارسي ټکي په ټکي پښتو ته اړوي او وایي، زه تاته دوست لرم.

د حالتونو پرتله:

په الماني کې لرو: ich; mein; dich; dein

په پښتو کې انډول به نه لیکو، خو وبه لیکو: په پښتو کې لرو: ما، دما، په اینکلیتیکي ( په پې راتلونکي، ټینګار پرې شوي وی پسې تکیه)  را، چې نورې برخې  یې: (را (در، ور) = ( له ما، په ما، پرما، او نور).  په لښتکي کې روښانه شوي.

د دې د نورو روښانونو لپاره دې د ما لیکنه په تاند کې ،، Klitikum = تکیه اړ نومځاینیوي ،، سرلیک لاندې او په دعوت خپرونه کې د ،، تکیه اړ نومځاینیوي ،، لاندې لوستلی شۍ.

دما د کتابونو لیکنه له الماني ادبیاتو څخه ده، خو له هغې څخه تل نوي څه د پښتو لپاره زده کوم یا ښه یې: په پښتو کې میندم. هغه ستونځې، چې دا له څه وخت څخه را په دې خوا مې پام ورته راګرځېدلی، هغه دا دی، چې  پښتو یواځې پسېځاینوي( Postpositions) لري.

دا چې د موږ ستونځې د پښتو ګرامر کې  شته، د ما په اند هغه ډېرې یې په حالتونو کې دي. ما هم په دې ډېر کار کړی، خو زړه مې لا صبر نه کوي. دا به اوس په یوه لښتکي کې هم روښانه کړم. بیا به یې لاس ته راوړنه وړاندې کړم.

ما په ټېرو لیکنو کې د اینکلتیکي نومځاینیوو په هکله څېړنه کړې وه او په مټه مې دا ښوولي وو، چې په پښتو کې یواځې پسېځاینیوي شته.

دا چې پښتو یواځې پسې ځاینیوي، لاندې لښتکی باسو:

پرونلیتیکي نومځاینیوي حالت اړوند نومځای نیوي پسې ځای نیوي
را، در ، ور = له ما، له تا، له هغه او…. څخه، سره، کره، پسې،…
— = تر ما، تر تا، … پورې(۱)
— = پرما، پر تا،. .. پورې(۱)، باندې
— = په ما، په تا، په هغه،….. کې
— = وما، وتا، وهغه.. ته

یادونه: دا پروکلیتیکي د مخه اینکلیتیکي بللي وو.

که نور څه پورته لښتکي ته ورزیاتېدی شي، نو وړاندیز یې وکړۍ.

(۱)  پورته لومړنۍ ،،پورې،، پوله په ګوته کوي او نه ور اخوا. لکه د شپین تر کور پورې.

      په دویم ،،پورې،، کې دا د یوه څه پورې نخښتی څه دي. لکه پر کمیس پورې نخښتې خټې.

په لښتکي کې دوه څه د غور وړ دي:

لومړی:  دلښتکي لومړۍ ولاړه لیکه له دویمې ولاړې لیکي سره برابر یا برابرارزښته دي،

له دې څخه دا غوره لاس ته راِځي، چې یوه د دې لیکنې د اصلي موخې لاس ته راوړنه او  هغه دا چې، له، تر، پر، په او نور خپلواکه پوهېدنه نه لري او یواِزې د نوم یا نومځاینیوي سره د اړونده پسې ځای نیوي سره غونډاله غوره او موخه ور رول لوبوي. دا نومونو او یا نومځاینیوو سره یوځای د اړونده حالت هغه دا ورزیات نومځاینیوی جوړوي یا د حالت اړوند نومځاینیوی او که څنګه یې وبولو، دا نوم د مشورې دی.

 دويم: د لښتکي په دریم ولاړه لیکه کې پسېځای نیوي دي. دلته مو وښول، چې پښتو یواځې پسې ځاینیوي لري او بس.

زه لږ ستړی شوم، خو که د خبرو درته برېښي، راخۍ، چې سره سم یې کړو او وړاندیزونه وکړو، چې څه په کې د کار دی.

دموږ د ریښه پوهنو یا ریښه ییزې ستونځې:

دلته به بېلګې له شمېرپوهنې راوړو:

موږ په ښوونخې کې لوستلۍ: کره، مثلث، مستطیل. دا مو د پوره تعریف سره په ښوونځیو کې لوستلې. زه به دلته هغه ورسره بلد او زده کړی پېژند – په همغه ژبه تعریف – ولیکم.

تعریف: کره یو جسم دی، چې له یوې نقطې چې د جسم  مرکزي نقطه مسما ( که مسمي) کیږي او د کرې  له مرکزي نقطې څخه د کرې د محیط له تمامو نقاطو سره مساوي فاصله ولري، چې دا فاصله یې شعاع بلل یا مسما کږي.

ګورۍ په پورته پېژند کې ټول نومونه  په عربي دي.

دا چې ما خپلې زدکړې په الماني کړي، نو د ما لپاره به دا پورتنی پېژند لږ ستونځې ولري او یا به زه د لږ ستونځو سره مخامخ شم، چې همداسې یې انډول  ولیکم او وبولم، ځکه چې زه په الماني پوهېږم او په الماني د دې دلته راوړو نومونو د پښتو په انډول هم پوهېږم، نو لږ راته ستونځمنه برېښي، چې دا په خپله په پښتو لیکنو همداسې ولیکم، ځکه، لکه  دموږ ټول د رېښې کسان نه پرې پوهېږي، زه هم نه پرې پوهېږم، چې کره یا مثلت او یا دا پېژند نو څنګه ولیکم، که له الماني څخه یې انډول سم ونه لیکم.

زه به دا پېژند – چې په دې نومونو یې په پښتو هم پوهېږم – داسې ولیکم:

پېژند: غونډوسکه هغه تن یا بدن دی، چې د کرې له یوه ټکي داسې په نامه  منځټکي څخه د غونډوسکې د چاپېریال له ټولو ټکو سره همهغه یا برابر واټن، چې  دا واټن وړانګه بلل کیږي، ولرۍ.

بیا: کره، مثلث او مستطیل باندې په رښتیا، چې په پښتو کې دا څه نومیږي، دموږ افغانان نه  پوهیږي، ځکه چې دوي همداسې لوستلي او ورسره بلد هم دي، خو زه ورسره بلد نه یم. زه د الماني په مرسته پوهېږم، چې له الماني

   Ball,Dreieck, Rchteck

څخه له کيڼ څخه و ښي لورته لرو:غونډوسکه، درې ګوډۍ او ولاړګوډۍ دي. نومونه ځکه ښځینه دي، چې څېرې دي. دا ګوډ ځکه لیکم، چې موږ هم لکه الماني ګوډ او کونج لرو. دباندی ګوډ دی او دنننی کونج. دا نومونه بل ډول نه لیکل کیږي او همداسې دي. دا د چا د خوښې کار هم نه دی. زه هم په کې څه نه شم ویلی، چې داسې یا هغسې به ښکلي وي او نور. په دې کې – که دا داسې یا هغسې یې وبولو ـ ځای نه شته

زه چې ګورم، د موږ د ډېرو  ژبپوهانو وتونژبه فارسي ( موخه ایراني کتابونه دي) ده او هغوي هم یا په ورته ډول د وییونو د کمښت سره مخامخ دي، خو موږ د پښتو د پښتو ژبو لپاره که له هغو کتابونو ګټه واخلو، د نور ستونځو سره مخامخ کیږو. که یو د بلې ژبې ویی په فارسي څنګه بلل شوی وي او موږ بیا هغه ویی له فارسي څخه رانیسو، نو دا سې څه نا څه تخریبیږي او دا همداسې ده.

په پای کې: باور وکړې زه د هېڅ کومې ژبې مخامخ نه یم او په اوله لیکه کې بیا د دري، چې هغه هم د ما د ولس ژبه ده، خو پښتو مې له موره زده کړې، دا بېل خوند لري او مسؤلیت. که موږ کوم باندنی ویي کاروو، نو چې له خپل ويي تېر شو، دا مو د ژبې غني کول نه دي، دا مو د ژبې غربت دی. دا په کلکه ووایو، چې کوم ویی پخپله ژبه کې نه لرې د همهغې بلې ژبې ویی را واخله، خو خپل مه پرېږده او هیله ده ناسم وییونه پخپله خوښ نه کړو.

یادونه ۱: د ما لیکنې به پوره ناسمونونه لري او د زیاتېدو یا کمېدو به ډېر څه ولري، ځکه چې په یواځې توګه مې داکار ومخ ته بیولی، چې د ناسمونو بخښنه به کوۍ، خو باور وکړۍ، خپلې هلې ځلې مې پوره کړي دي.

یادونه ۲ : ځنې دا پلاریزې ستوونځې او اوبیونې به یې  په یوه لیکنه ،، ژبه معیاري کونه ،، کې راوړل شوې وي.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    مشر ډاکټر صاحب ماخان خان شینواري مېږی ماما! روغه څټه، ښه وخت او په چارو کې دې بریالیتوبونه غواړم.
    د پلرنۍ او مورنۍ پښتو ژبې په اړه ډېرې زبردستې لیکنې کوې . افسوس چې زه د ژبې پوهاند نه یم او د روغتیا ډاکټر وم. بیا هم بې له تعصبه له نورو ژبو سره ، خپلې سره د زړه له تل څخه لیوالتیا لرم البته”پردۍ ژبې زده کول که دی کمال+++خپله ژبه هیرول بېکمالي ده”؛زمونږ لر او برپښتانه پوهاندان او ټول باید پر یوې سټڼډرډ ګرامر او املا انشاء کار وکړي.لیکل او لوستل!!
    +یوازې مې غوښتل په پورته لیکنه کې دې د پښتو مشرانو ستورو کې پنځم ېې چې ستاسو نه هېر شوی ،زما په یاد (استاد الفت ګلپاچا )وء. او دا مې هم اوریدلي دي چې ۶. ستوری ارواښاد پوهاند( رشاد )صاب و. او ۷. ې (حبیب الله رفيع) صیب ؟
    +قلم دې پر پنځه زره زیات وکم کلنه ځوانه (پختو+پشتو+پښتو) روانه او ګړندی اوسه، عُمر دې اوږد اوخوشحاله اوسئ!
    وراره یا خوریی دې/ ډ.حمیدالله ساپی زړور/ بروکسل ۲۶.آګستوس ۲۰۲۲= ۲۸محرم الحرام۱۴۴۴ق.ه.=۴.وږی یا سنبله۱۴۰۱ش.ه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب