یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ښاریان باید د خپلو حقونو او مسولیتونو څخه خبر وي

ښاریان باید د خپلو حقونو او مسولیتونو څخه خبر وي

د خوست ښاروالۍ په نوښت د ښار مېشتېدنې کلتور ترویج او عامه پوهاوي برنامو په لړۍ کې د (اووه حقونه او د هغې اړوند مسولیتونه) تر سرلیک لاندې لارښود کتاب چاپ شو.

یاد کتاب استاد محمدنصیر حمیدي په دري ژبه لیکلی او محمدالله شېرزي پښتو ته ژباړلی، چې د ښاري مسایلو اړونده اووه حقونه او د هغې څخه راوتلي مسولیتونه (د استوګنځي حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه، د کار حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه، تفریحي ځایونو او پارکونونو ته د لاسرسي حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه، د انتخاب کولو او انتخابیدلو حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه، د موټر چلولو حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د هغې اړوند مسؤلیتونه او د زده کړې حق او د هغې اړوند مسؤلیتوته) پکې په تفصیلي بڼه د قوانینو او مقرراتو پر مبناء ذکر شويدي.

د ښاري حکومتوالۍ امر محمدالله شېرزي پر وینا، چې ښاروالي او ښاریان ګډ حقونه او مسولیتونه لري، چې سرته رسول یې قانونمندي او پکې تاخیر راوستل او نه ترسره کول یې ستونزې او قانون ماتونه رامنځته کوي.

د نوموړي پر وینا، چې خوست ښاروالۍ د ښاریانو د عامه پوهاوي دپاره ګڼې برنامې په لاره اچولي، چې تازه هغه یې د دې مهم لارښود کتاب چاپول وو، چې ښاریان یې په رڼا کې خپل ورځنی رفتار وکړي.

یاد کتاب په ښوونځیو کې د ښاروالۍ کمېټو ته ډالۍ شوی، چې ځوان نسل د ښاري کلتور څخه باخبره واوسي او د خپلو کورنیو سره یې موارد شریک کړي او ترڅنګ به یې دا کتاپ د ښاروالۍ کارمندانو، اړونده ادارو، مشورتي بورډ غړو، ګذر وکیلانو، ښاري اصنافو او ځوانانو ته وویشل شي، ترڅو په لوستلو سره یې خپل حقونه او مسولیتونه درک او په ښه ډول سره پرمخ یوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب