کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
یوویشتمه برخه
د کمپیوټرپوهنې ټولنیز اغېز
په ۲۰۰۱ کال کې «د ټولنیز مسؤلیت کمپیوټري کارپوهانو» بنسټ یا CPSR یو کنفرانس جوړ کړ چې موضوع يې د «سایبري اصولو عامول، ۱۹۸۱-۲۰۲۱» وه. ویناوالو د کمپیوټرپوهنې او د کمپیوټر په مټ د رامنځته شویو اړیکو په برخه کې هغه انفجار ته کتنه وکړه چې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې پېښ شوی وو. بیا یې راتلونکو شلو کلونو ته مخ کړ او په دې يې بحث وکړ چې کمپیوټري ټکنالوژي په څه ډول یوه د چټک جمهوریت امکان رامنځته کوي او بل دا ګواښ پېښولی شي چې د څو تنو له خوا د معلوماتو کنټرول لوی شمېر انسانان خپل مریان وګرځوي. د ویناوالو موخه دا وه چې «سایبري اصول» رامنځته کړي– یعنې یوه داسې لاره ومومي چې له مخې يې د ټکنالوژۍ فواید په مساوي ډول ووېشل شي.
دا چې په دوو لسیزو کې څومره څه پېښ شوي، د هغه درک انسان جدي فکر ته اړ باسي. کمپیوټر د لویو مؤسسو له انحصاري ملکیت څخه ووت او د ورځني کار او کورني ژوند یو عام ملګری وګرځېده. په ورته وخت کې انټرنټ چې په ۱۹۸۱ کې د کمپیوټري څانګو او دولتي څېړونکو د لاس یوه آله وه، په یوه داسې میډیم واوښت چې د خلکو د خریدارۍ، تعلیم او ټولنیز ژوند په څرنګوالي کې يې چټک بدلون رامنځته کړ.
د مشخصو کارونو لپاره د کمپیوټر استعمال له ګټو سره یو لړ خطرونه هم زېږوي. کله نا کله دغه خطرونه تر یوه پروګرام پورې نه محدودېږي، بلکې د هغه پروګرام او نورو سیسټمونو ترمنځ تعامل هم په بر کې نیسي. که له لویه اړخه ورته وګورو، د یوه انساني فعالیت په حیث د کمپیوټر استعمال نور ټول انساني فعالیتونه هم اغېزمنوي. په اصل کې اعظمي زېربنا پخپله کمپیوټر یا کوم سافټویر نه دی، حتی د انټرنټ بشپړه دستګاه هم نه ده، بلکې یوه پوره ټولنه ده، چې داسې ګڼ بعدونه لري چې په خوا کې يې مثبت او منفي دواړه امکانات لیدل کېږي.
له لومړنیو نښو څخه چې کمپیوټرونه به پر ټولنه لوی اغېز وښندي، یوه نښه په ۱۹۵۲ کې ولیدل شوه، هغه مهال چې د Univac کمپیوټر دا وړاندوینه د والټر کرونکایټ نطاق له خولې ووته چې آیزنهاور به په ټاکنو کې بریالی وي.
ټولنیز طبقات د فرصتونو په مقابل کې
په تېرو دېرشو کلونو کې کمپیوټر له انټرنټي ماهرینو، تخنیکي کارپوهانو او انټرنټي کلبونو پورې میلیونونه نوې دندې رامنځته کړې. میلیونونو پخوانیو دندو نوی تعریف ومونده: مثلاً ټایپ کوونکی «ورډ پروسیسر» شو. ګڼې نورې دندې له منځه ولاړې او یا هم د تلو په حال کې دي – مثلاً د سفرونو اجنټان، چې له یوې خوا دا فشار ور باندې دی چې اوس خلک ټکټونه انلاین پېرلی شي او بل خوا هوايي میدانونه نور د دې اړتیا نه لري چې یادو اجنټانو ته د ټکټونو د خرڅلاو کمیشن ورکړي.
په ستره ټکنالوژيکه او اقتصادي زمینه کې تل نوي فرصتونه منځته راځي. د دندو په ډګر کې د کمپیوټري مهارتونو د اهمیت زیاتوالي د شلمې پېړۍ فیشن لا پسې بتر کړ. د لوړو معاشاتو اوسنۍ دندې تخنیکي تربیه او مهارتونه غواړي او د «کاري سواد» تعریف پراختیا موندلې ده. د ۲۰مې پېړۍ په دوهمه نیمه کې د فابریکو هغه مزدورۍ چې داسې خلکو ته یې هوسا ژوند ورکولی شوی چې یوازې به له لیسې فارغ وو، ورځ په ورځ د کمښت په لور روانې دي او دا د رقابتي (او ارازانه) خارجي مزدور کارانو د شمېر او د کور دننه په فابریکو کې د اټومیشن د زیاتوالي نتیجه ده. اساساً د لوړو معاشاتو ټکنالوژیک سکتور او د ټیټو معاشاتو خدماتي سکتور دواړو چټک پرمختګ کړی، خو د دواړو ترمنځ د اتصال پل ړنګ شوی دی.
ځینې وختونه دندې له منځه نه ځي، بلکې نزول کوي او د کم مهارت او ټیټ معاش په دندو بدلېږي. مثلاً پنځوس کاله پخوا د پلورنځي محاسب باید د نغدي پیسو له کتاب نه نیولې د مشتري تر پیسو پورې د ټولو حسابونو وړتیا لرلی. خو نن ورځ کمپیوټري رجسټرونه محاسب ته په دقیق ډول وايي چې څومره پیسې بېرته ورکړي (او ډېر کله سکې هم اتومات راوباسي). پخواني محاسبین باید له نرخونو، تخفیفونو او خاصو وړاندیزونو خبر وی، خو نن ورځ دغه ټولې چارې، بار کوډونه او ځیرک کارتونه په اتومات ډول مدیریت کوي. د سوپر مارکېټونو محاسبینو ته اوس هم ښه معاشونه ورکول کېږي، خو د فاسټ فوډ ماشین د محاسب دندې ته په کتو داسې ښکاري چې د دغې پروسې اختتام خپل اعظمي حد ته رسېدلی، ځکه نوموړی ډېر کله یوازې هغه بټنې ټینګوي چې د ډول، ډول خوړو انځورونه لري. نوموړي محاسب ته ممکن تر حد اقل اندازې لږ څه زیات معاش ورکول شي. پر دندو د ټکنالوژۍ تاثیر له مختلفو پړاوونو تېرېږي. مثلاً د مسلکي انځور اخیستونکو ځای اوس مهال د انځورونو اتومات پروسیس کوونکې دستګاه نیولی. همدا راز، د ډیجیټل کامرو پراخه استعمال بیا په عموم کې د فلمي فوټوګرافۍ استعمال ورو په ورو کموي.
د دې پرمختګونو نتیجه ممکن په ټولنه کې د طبقاتي وېش ډېروالی شي. په معلوماتي عصر کې تر ټولو ښې دندې د پروګرام لیکنې، سیسټم انالیز، یا د ملټي میډیايي محتوا د پنځولو مهارتونه غواړي. خو د دې ډول مهارتونو زده کړه توپیر کوي او د یوې ټولنې د ټولو طبقو ترمنځ په مساوي ډول نه وي وېشل شوي. د لږکیو ډلې به اوسمهال په خپلو کورونو او ښوونځیو کې کمپیوټرونو ته لاسرسی لري، خو د تعلیم د کیفیت ترمنځ د نا انډولۍ مسئله به هماغومره شدت مومي څومره چې لوړ معاشات او نور فواید په تخنیکي مهارتونو پورې غوټه کېږي.
په ورته وخت کې کمپیوټر د تعلیم او تربیې نوي او ځواکمن وسایل هم چمتو کوي، چې ممکن د بې وزلۍ په زیاترو عیبونو غلبه ترلاسه کړي، ځکه یو ځل چې انټرنټ ته لاسرسی ترلاسه شي، بیا نو د بې وزلي او شتمن کس انټرنټ تر ډېره سره یو شان وي. خو د اړینو مهارتونو زده کړه کافي سرچینو ته اړتیا لري او بل د دې غوښتنه کوي چې د یوې ټولنې موجوده کلتوري چلندونه د علمي او فکري لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.
انحصار د ځواکمنتیا په مقابل کې
کمپیوټرونو یو شمېر خلک منحصر کړي او یو شمېر يې بیا ځواکمن کړي. ټولنه اوسمهال د دې لپاره چې هغه سیسټمونه کنټرول کړي چې د ټرانسپورټ، برېښنا او مخابراتو زېربنا جوړوي، په لویه کچه په کمپیوټرونو متکي ده. د «Y2K» وېره که څه هم د پېړۍ په پای کې ناسمه وخته، خو خلک يې دې ته متوجه کړل چې په معلوماتي زېربنا کې ستره او اوږدمهاله ناکامي د ژوند د فزیکي ضرورتونو، د اقتصادي دوام او ټولنیز انسجام د نګهدارۍ لپاره څه معنا لري. د ۲۰۰۱ کال سپټمبر ۱۱مې بریدونو په «سایبري ترهګرۍ» پورې اړوند هغه تشویشونه تر عامه ذهنیت پورې ورسول چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د کارپوهانو د بحث موضوع وه.
په دې سربېره، کمپیوټرونه – په تېره انټرنټ – په بېلا بېلو برخو کې وګړو ته د ځواک یو لوی احساس وربښي. په ویب پوه ګټه اخیستونکي اوس د طیارې له ټکټ څخه د معدې تر درملو پورې هر څه له ګڼو لارو په داسې نرخونو پېرلی شي چې د منځګړي یا اجنټ کمیشن پکې دخیل نه وي. اوس خلک دې ته ډېر کم میلان ښيي چې د زړو باصلاحیته څېرو (مثلاً ډاکټرانو) خبرو ته غوږ کېږدي، بلکې داسې معلوماتو ته سر ور ایسته کوي چې پخوا یوازې تر مسلکي اشخاصو پورې محدود وو. البته معلوماتو ته تش لاسرسی هېڅ کله د هغو معلوماتو د ارزیابي او تحلیل لپاره د اړین مهارت او تجربې د لرلو په معنا نه ده. هغه که د یوه سکیم قرباني کېدل وي او یا د خپل تصمیم له نتایجو ناخبري وي، خو د خوندي انټرنټ په لټه کې راوتی ګټه اخیستونکی د «خوندي» او «قانوني» په څېر شیانو سره ډېر کم مخ کېږي. زموږ د ټولنې په لویه برخه کې د شته قوانینو او د سایبر سپیس د جګړه ییزو مشخصاتو ترمنځ کشمکش به له کوم شک پرته د راتلونکو څو لسیزو یوه لویه تابلو جوړوي.
مرکزیت د ډیموکراسي په مقابل کې
د رسنیزې ټکنالوژۍ د نویو بڼو (مثلاً د شلمې پېړۍ ټلویزون او راډیو) له برکته، مخترعین او تجربه کوونکي د تجاربو او بیان لپاره پرېمانه ازادي لري. دغه ازادي که تر ډېره پورې د لویو اقتصادي اهدافو د فشار د نشتون پایله ده، خو بل خوا نوې ټکنالوژۍ لا هم تر ډېره بریده «تر څار لاندې» ده. ټکنالوژي چې څومره پوخوالی مومي، هماغومره لوی شرکتونه مارکیټ په ځان کې ور مدغم کوي او د کوچنیو او مستقلو سوداګرو لپاره ډېر کم فرصتونه پرېږدي.
د ۱۹۹۰ په وروستیو کې یو څه اندېښنه دا وه چې د AOL/Time-Warner په څېر پرمختګونو له امله انټرنټ او نړیوال جال هم یاد انحصاري پړاو ته د ننوتلو په حال کې دي. خو اوس چې لوی شرکتونه انلاین فعالیت کوي، نو د بیان مختلف وسایل هم زیات شوي دي. په دې سربېره، د مدني فعالانو اغېز هم دومره زیات شوی چې هر جدي سیاسي کمپیان د انټرنټ پرمخ حضور او مؤثرو بلاګرانو ته لوړ اولیت ورکوي.
په انلاین نړۍ کې د مرکزیت او (ډیموکراسي- ضد) فشارونه هم دوام لري (مثلاً، سانسور او انټرنټ وګورئ). دغه راز، د علمي شتمنۍ د ساتنې او د انځورونو او نورو رسنیو د وړیا شریکولو ترمنځ هم یوه جګړه روانه ده. له بل لوري، د حریم له منځه تلل هم د بې قانونه سیاسي ډسکورس مخه نیسي او یا يې بیخي له منځه وړي. په عیني حال کې د برېښنايي حریم معلوماتي او د ډیموکراسي او ټکنالوژي مرکزونه بیا د بیان ازادۍ د ساتنې او دفاع لپاره هلې ځلې کوي.
تفرقه د ټولنې په مقابل کې
ډېری داسې انلاین چاپېریالونه شته چې هلته افراد او ډلې کولی شي په یوه روان بحث کې ګډون وکړي. مثلاً د آیوا د ښوونځي زده کوونکي اوس کولی شي چې د کینیا یا تایلنډ له هم سیالو زده کوونکو سره په بېلا بېلو پروژو کې له یو بل سره همکاري وکړي لکه د نړۍ د چاپېریالي شرایطو ارزونه او داسې نور. هغه سپین ږیري چې د کورنۍ له غړو بېل شوي وي او ټرانسپورټ ته لاسرسی نه لري، کولی شي چې د ځان لپاره انلاین ټولنیز دریځونه پیدا کړي.
خو د کلیفورډ سټال په څېر منتقدین بیا په دې باور دي چې د انلاین اړیکو وده ممکن فزیکي ټولنې او د ګاونډیتوب عمومي حس لا زیات تخریب کړي. له ډېرو کلونو را په دې خوا موږ وینو چې د ښارونو خلک اکثره خپل ګاونډیان نه پېژني؛ په دې معنا چې د خپل موټر او ټلیفون په مرسته داسې روابط او «ټولنه» جوړوي، چې جغرافیه پکې هېڅ اهمیت نه مومي. د انلاین اړیکو له پرمختګ سره د دې امکان شته چې دغه پدیده لا ډېر شدت پیدا کړي. سربېره په دې، اوس چې خلک لوی شمېر توکي او خدمات انلاین پېري، نو آیا مارکیټ او یا د پلازو معاصر سیال میګا پلورنځی به د ناستې او لیدنې ځای پاتې نه شي؟ حتی د انلاین رایه اچونې پروپوزل هم ممکن ډیموکراسي ته وده ورکړي، خو دغه وده به د ښاریانو ترمنځ د ارتباط او هغو شریکو دودونو په بیه تمامېږي، چې خلک په لویو ټولنو کې پرې را ټولېږي.
نو، کمپیوټري ټکنالوژۍ ګڼ مخالف لیدلوري او لرلیدونه مخې ته راته ږدي. هغه ټولنیز بدلونونه چې په ۲۱مه پېړۍ کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ له امله رامنځته شوو، هغه به حد اقل هماغومره نفوذ او انتشار موندونکي وي، څومره چې په ۲۰مه پېړۍ کې د ټلیفون، نقلیه وسایطو او ټلویزون راوړي بدلونونه وو.
اضافي لوست:
1- Association for Computing Machinery. Special Interest Group on Computers and Society. Available online. URL: http://www.sigcas.org/. Accessed August 21, 2007.
2- Center for Democracy & Technology. Available online. URL: http://www.cdt.org/. Accessed August 21, 2007.
3- Computer Professionals for Social Responsibility. Available online.URL: http://www.cpsr.org. Accessed August 21, 2007.
4- De Paula, Paul. Annual Editions: Computers in Society 06/07. Guilford, Conn.: McGraw-Hill/Duskin, 2006.
5- Electronic Frontier Foundation. Available online. URL: http://www.eff.org. Accessed August 21, 2007.
6- Kizza, Joseph Migga. Ethical and Social Issues in the Information Age. 2nd ed. New York: Springer, 2002.
7- Morley, Deborah, and Charles S. Parker. Computers and Technology in a Changing Society. 2nd ed. Boston: Course Technology, 2004.
8- Pew Internet & American Life Project. Available online. URL: http://www.pewinternet.org/. Accessed August 21, 2007.