Homeخبرونهننګرهار کې د ط-انو رینجر ۳تنه ووژل

ننګرهار کې د ط-انو رینجر ۳تنه ووژل

تاند( يکشنبه ، د اسد ۳۰ مه) راپورونه وایي،چې د جلال اباد-تورخم په لویه لاره د طالبانو يوه رېنجر ۳تنه موټر چلوونکي وژلي.

د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې،دا پېښه په غازي امان الله خان ښارګوټي کې رامنځته شوې او وژل شوي درې واړه کسان موټر چلوونکي دي.

 د ځايي سرچينو په وينا،له پېښې وروسته د سیمې خلکو لاریون کړی او د تورخم -جلال اباد لاره یې د څو ساعتونو لپاره تړلې ده.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله تر دې مخکې هم ګڼې داسې پېښې رامنځته شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...