جمعه, فبروري 6, 2026
Home+تر ۵۰ کلنۍ لوړو کسانو د تغذیې او روغتیا تدابیر

تر ۵۰ کلنۍ لوړو کسانو د تغذیې او روغتیا تدابیر

لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری

دا د عمر یو بل مهم دوران دی چې انسان پکې د زړښت پر لور ځي او په پای کې زړېږي. خو که پنځه شیانو ته توجه وکړو زړښت ځنډولی شو او یا په لوړ عمر کې هم یو ښه روغ ژوند لرلای شو. دا پنځه شیان عبارت دي له:

۱). متوازن خواړه،

۲). متوازن خوب،

۳). فزیکي فعالیت،

۴). له الکولو او سګرتو لیرې والی او

۵). د وزن کنټرول.

پدې عمر کې متوازن خواړه د د ماغ د فعال پاتې کېدو، د ناروغیو او میکروبونو سره د مقابلې، د انرژۍ لاس ته راوړو، له ناروغیو څخه د ژر ښه کېدو او د مزمنو ناروغیو د مخنیوي لپاره ضرور دي. د خوړو څخه د پرهېز او محرومیت مفکورې چې زیاتره د رژیم تر نامه لاندې توصیه کېږي؛ ناسمې دي. پدې عمر کې باید بهترین متوازن، تازه، رنګارنګ خواړه له کورنۍ او ملګرو سره یو ځای وخوړل شي.

پاکې او طبیعي اوبه هم باید په زیاته اندازه وڅښل شي، چې د بولي سیستم میکروبونه، قبضیت او دماغي اغتشاش وقایه وشي.

دا چې پدې عمر کې د معدې ګاستریک اسید کمېږي، نو ځکه ویټامین ب ۱۲ پوره نه جذبېږي، له همدې امله پکار ده چې د ویټامین ب ۱۲ تابلیت یا کپسول او یا پیچکاري استعمال شي.

د ژوند پدې کلونو کې د ویټامین ډي جذب هم کمېږي او پوستکی یې پوره نشي تولیدولی، باید له ډاکتر سره مشوره وشي او که ضرور وي د خولې له لارې ویټامین ډي واخیستل شي.

له ۵۰ کلنۍ وروسته په بدن او میتابولیزم کې ځینې بدلونونه راځي او د هغو سره سم باید د غذا، کار او فزیکي فعالیت اندازې وټاکل شي. په میتابولیزم کې پر بدلون سربېره، بدني فعالیت، د ژوند ډول، یوازې والی، د ژوند د ملګري ممکنه مړینه، د هضم کمښت، ځینې ناروغۍ، سؤتغذي او داسې نور هم منځ ته راتلی شي.

له ۵۰ کلنۍ وروسته دانرژۍ اړتيا

حالتښځینهنارینه
غیر فعال۱۶۰۰ کیلو کالوري۲۰۰۰ کیلو کالوري
نیمه فعال۱۸۰۰ کیلو کالوري۲۴۰۰ – ۲۲۰۰ کیلو کالوري
فعال۲۰۰۰ کیلو کالوري۲۸۰۰ – ۲۴۰۰ کیلو کالوري

په دې عمر کې بايد لاندې خوراکونه او فعاليتونه کم کړو:

مالګه (سوډیم)، غوړي، قندونه، شربتونه، تکه سپینه (بې سبوسو) ډوډۍ، جوش شوې وریجې (چې اوبه یې غورځول شوي وي)، تیارې (خوږې) ډوډۍ، د ډبلیو خوراکونه، کیچ آپ، چاکلیټونه، مکروني، سره کړي خوراکونه، ژر تیاریدونکي بازاري خوراکونه، جوسونه، دکسټروز او نور.

لاندې خوراکونه يا کارونه بايد زيات کړل شي:

په خوراک کې تنوع، درې وخته منظمه غذا، د کور پخې شوې غذاګانې خوړل، له پوره اوړو پخه شوې (سبوس لرونکې) ډوډۍ، ښه غوړي (د زیتونو، جوارو، تخمونو، اومیګا– ۳)، فایبر لرونکې خواړه، چارمغز، کمه اندازه پروټين (ماهي، چرګ، لوبیا)، د تېزو رنګونو لرونکي سابه او مېوې (توت زمیني، هندوانه، پالک، رومي، دڼیا، ام، توت، مڼې، کیلې، انګور، ناک، اناناس….).

همدارنګه دا اشخاص دې دعا، عبادت او ټولنیزو اړیکو ته زیات پام وکړي.

که پدې عمر کې سوءتغذي پېښه شي، نو د کمزورۍ، ستړیا، د معافیت د کمزورۍ، ژور خفګان، کمخونۍ، هضمي ستونزو او د زړه، سږو او هضمي سیستم د ناروغیو سبب کېدای شي. باید پرې نښودل شي، دغه حالت ته ورسېږو.

ډېره مهمه ده چې د دې عمر خلک فزیکي فعالیت پرې نږدي او هره ورځ منظم فزیکي فعالیت لکه پیاده ګرځېدل او ورزشي ادمان تر سره کړي.

که چېرې دا کسان تقاعد شوي وي، دوی عبادت او په ټولنیزو خیریه کارونو کې د ګډون ښه وخت لري، باید لدې فرصت څخه د خیر په کارونو کې استفاده وکړي.

د دې عمر کسان باید ښه او منظم خوب وکړي. د شپې وختي ویده شي، که د تهجد لمونځ ته راپاڅېږي او بیا د سهار لمانځه ته بیا راويښ شي، خوب به یې منظم او متوازن وي. البته دې عمر ته شپږ نیم ساعته خوب کافي دی.

دسګرټو، نصوارو او الکولو څخه باید مطلق پرهېز وکړي او خپل وزن کنټرول کړي. که وزن یې ډېر وي، د یو ډاکتر په مشوره یې باید په تدریجي ډول  کم کړي. که د ورځې ۵۰۰ کالوري انرژي کمه کړي، نو په اوه ورځو کې یو کیلو وزن بایلي.

د وزن د کنټرول بهترین فرمول دادی: ۱). انرژي کمه واخلئ او ۲). زیاته یې مصرف کړئ، وزن مو ورسره کنټرولېږي.

پدې عمر کې د درویش دراني د یو مشهور شعر سره سم انسان په رښتیا پوهېږي چې په مزه مزه د خپل الله تعالی پرلور وردرومي، نو ځکه باید سلوک او نیت ټول د خیر پر محور راوګرځول شي.

تر ۵۰ کلونو لوړو وګړو د د تغذیې او روغتیايي تدابیر لنډيز

(۱۸-۱۷- پيمانې)

خواړهپیمانېسهارڅاښتغرمهمازیګرماخوستن
مېوې۳یوه کېلهیوه مڼه۲ زردالو
سابه۴-۳یو کچالویوه اندازه سابه
حبوبات/ غلې۵نیمه ډوډۍیو قاب وریجې + نیمه ډوډۍنیمه ډوډۍ
لبنیات۳۲ پارچې پنیر + ۱ ګیلاس شیدې۶  دانې بادامیوه پیاله مستې
پروټین۳یوه جوش هګۍد چرګ یو پوټیلوبیا یا دال
اوبه یا چای۲ ګیلاسه په نهاره۱ ګیلاس + شات۲ پیالې۱ پیاله۲ پیالې۱ پیاله

یاددښت: دا جدول یوه بیلګه (نمونه) ده. تازه او وچه مېوه، لوبیا او دال، سابه، چرګ، غوښه او ماهي او د یوه ګروپ نور مواد باید هره ورځ د موسم، موجودیت او امکاناتو له مخې یو ډول له بل سره تبدیل شي. په هر غذایي ګروپ کې له هر ډول خوړو څخه باید استفاده شي.

د هر عمر لپاره د د تغذیې او روغتیایي تدابیرو د لنډيز جدول

(د هر خوراک د پيمانو له مخې)

د سن کټه ګوريماشوماند لسو ۱۹ تر منځبالغاند یوې پیمانې د اندازې مثال
سن

(په کال)

۲-۴۴-۸۱۳-۹۱۴-۱۹۲۰-۵۰تر ۵۰ کلنۍ لوړ
جنسهلکان او نجونېښځینهنارینهښځینهنارینهښځینهنارینه
مېوې۲۲۳۳۴۳۳۳۳یوه مڼه، یا ۲ زردالو یا ۱ پیاله میوه
سابه۲۳۳۴۴۴۴۳ -۴۳ -۴یو کچالو، نیمه پیاله پاخه سابه یا یوه پیاله د ترکارۍ سلاد
حبوبات۳۴۶۶۷۶-۷۸۵۵دوه پارچې ډوډۍ، یا یوه پیاله پخې وریجې، یا دې ته ورته شیان
شیدې او محصولات یې۲۲۳-۴۳-۴۳-۴۲۲۳۳۲۵۰ ملي لیتر شیدې، یادوه پارچې پنیر، یا ۲۰۰ ګرامه مستې.
غوښه اونور پروټیني خواړه۱۱۱-۲۲۳۲۳۲۳۵۶ – ۱۰۰ ګرامه غوښه، یا چرګ یا دوه وړې هګۍ، یا ۸۰ -۱۲۰ ګرام پوخ شوی ماهی، یا نیمه پیاله پاخه شوي لوبیا یا دال

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...