دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرچینې: ملا حسن اخند يا استعفا کوي، يا ګوښه کيږي

سرچینې: ملا حسن اخند يا استعفا کوي، يا ګوښه کيږي

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) راپورونه وايي،چې د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن اخند ممکن د عمر د‌‌ زياتوالي او ناروغۍ له کبله له دندې مستعفي او یا ګوښه شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل بیا ويلي،چې سر له اوسه د نوموړي د ځای ناستي توب په اړه د طالبانو د مشرانو تر منځ سيالۍ روانې دي.

د نبیل د معلوماتو له مخې،د‌‌ طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده د ملا حسن پر ځای د طالبانو د قاضي القضات شېخ عبدالحکیم د‌ ګومارلو ډېر لېواله دی.

د هغه په وينا،‌ په دې ترڅ کې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند، د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني هر يو د رييس الوزرا په توګه د ګومارل کیدو لپاره په خپل منځ کې پټه سيالي کوي.

نبيل زیاتوي،چې انګلستان،‌پاکستان او سعودي د سراج الدين حقاني او امریکا متحده ایالات او قطر د ملا برادر يا ملا یعقوب د ټاکل کیدو لپاره ډېر فشار راوړي او په طالبانو کې خپل‌ اغېز د خپل انتخاب د حاکمولو لپاره هڅې کوي.

د طالبانو رسمي سرچينو په حواله دې اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. The Rise of Taliban
    Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
    “The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”
    همدغه وجه ده چې عربستان او پاکستان د انګلستان خوا نيولې او قطر بيا د امريکا.
    پروژه خو اصلي د انګلستان وه چې په پاکستان يې رامينځته کړې وه او بيا ورسره امريکا هم يوځای شوې وه چې مالي ونظامي ملاتړ يې امريکا و سعودي، لارښوونه يې د انګلستان او روزنه يې د پاکستان وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب