دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهقطر د ط-انو او نړيوالو د تعامل لپاره د نه منځګړتوب خبرداری...

قطر د ط-انو او نړيوالو د تعامل لپاره د نه منځګړتوب خبرداری ورکړی

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده له وروستۍ وینا داسې ښکاري،چې قطر له نړيوالو سره د طالبانو د منځګړيتوب له هڅو نهيلی شوی وي.

د قطر يوه مقام تازه ویلي،که حس کړي چې طالبانو سره تعامل نور د افغانانو په ګټه نه دی، د منځګړيتوب له نقش څخه به ېې نور مخ واړوي.

 له دې سره، د قطر چارواکي ټينګار کوي چې د طالبانو او نړيوالو تر منځ نه تعامل به د افغانانو د نهيلۍ،فقر او په هېواد کې يې د افراطيت د لا زياتيدو سبب شي.

د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم يوه غږيدونکي کس څو ورځې مخکې په کندهار کې جوړې شوې غونډې ته وویل،چې د شرعي حدودو په عملي کیدو کلک ولاړ دی او نړۍ سره نه تعامل څه،چې په دې برخه کې له امريکا سره بیا ځلي جګړې او وژل کیدو ته هم ولاړ دی.

سرچینې وايي،چې قطر او د طالبانو له لومړي نسل پرته يوه برخه مشران يې په شدت سره د نړيوال تعامل او د طالبانو او امریکا د سولې تړون د عملي کیدو لېواله دي،خو ویل کیږي چې دا هڅې تر ډېره په کندهار کې د ملا هبت الله او نيږدې حلقې د مزاحمتونو له کبله ېې نه کاميابيږي.

3 COMMENTS

  1. د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم يوه غږيدونکي کس څو ورځې مخکې په کندهار کې جوړې شوې غونډې ته وویل،چې د شرعي حدودو په عملي کیدو کلک ولاړ دی او نړۍ سره نه تعامل څه،چې په دې برخه کې له امريکا سره بیا ځلي جګړې او وژل کیدو ته هم ولاړ دی.

    ښاغلی شيخ هبت الله،
    ترسم نه رسی به کعبه ای اعرابي
    اين راه که تو ميری به ترکستان است
    د لوړو ملي ګټو ((مصالح عليا)) لپاره اړينه ده چې شرعي حدود تعطيل شي تر څو ولس او ټوله ټولنه/ملت (هېواد) له نړيوالې انزوا او هم خلک له فقر څخه خلاص شي. دا د دې مانا نه ورکوي چې خدای مه کړه موږ دې له دين څخه انکار، بلکې له يو لوړ کورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو ځان راخلاصون اړين او اولويت دی.

  2. ۰دکوچنیانو بازي او کوس مادري دا جهالت او دا وړۍ نه شړۍ کیږي نالت په دې رډ سترګي غوایې ! دامغاره یې انسانان دي

  3. ولی قطر تر اوسه پوری د افغانانو له غمه مړ و چی ددې وحشی ځناورو اکمالات يی کول او افغانان يی پری داړل؟هیڅکله نه
    اوس ښايی قطر دی نتیجی ته رسیدلی وی چی هغه ګټی لاس ته نشی راوړلی چی دوۍ يی اټکل کړی و او همدا علت دی چی د تالبانو په هکله به په خپل موقف باندی له سره غور کوی.
    قطر پدی پوهیږی چی ددې وحشت او تور جهالت واک ته رسولو کی د قطر ملاتړ او افغان ولس باندی دا وحشت او تور جهالت حاکمول دوۍ ته که نن نوی نو راتلونکی کی د لويی بدنامۍ سبب کیدلی شی.
    انشاء الله الله تعالی به ددې وحشت او تور جهالت ملاتړی ټول ذلیله کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب