دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهچین:۲۰کلنې جګړې افغانستان تباه او يو نسل یې نابود کړ

چین:۲۰کلنې جګړې افغانستان تباه او يو نسل یې نابود کړ

تاند( شنبه ، د اسد ۲۹ مه) ‏‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د افغانستان د ۲۰کلنې جګړې په اړه د دغه هېواد دريځ په ډاګه کړی.

چینایي وياند ويلي،چې دغې جګړې افغانستان سره وپاشه،یو‌ نسل ېې نابود او د ۳۰ زرو ملکیانو په ګډون یې ۱۷۴زره کسان ووژل.

نوموړي په عین حال کې د لسګونه میلیونه افغانانو د کډوالۍ خبر هم ورکړی.

چین له دغه دریځ او ارقامو څخه خپل مشخص هدف نه دی ښودلی.

په وروستيو کې د چین او امریکا ترمنځ ناندرۍ زياتې شوي او چین په تبت کې د خپلو لاسوهنو خلاف د امریکا دریځونه په دې نقدوي،چې امریکا هم په افغانستان کې ۲۰کاله حضور درلود.

چین په ورته وخت کې د افغانستان له ۲۰کلنې جګړې سره خپل تړاو نه دی بحث کړی.

چین او د سیمې نور هیوادونه د يو شمېر افغان شنونکو له لوري تورنیږي،چې د افغانستان د جګړې اور ته ېې له لویدیځ سره د خپل رقابت لپاره پوکی ورکاوه او په مختلفو بڼو یې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړې ننګه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب