Home+سپین ږیري او کمپیوټرپوهنه

سپین ږیري او کمپیوټرپوهنه

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

شلمه برخه

سپین ږیري او کمپیوټرپوهنه

 د پنځوسو او لوړ عمر کسانو لوی شمېر اوس دا زده کوي چې په څه ډول کمپیوټري ټکنالوژي او په تېره د ایمیل او انټرنټي لټون په څېر سافټویرونه استعمال کړي. خو د لویانو یو کافي شمېر له ډیجټل نړۍ سره د یو ځایوالي په مقابل کې تردد ښيي او د ۲۰۰۶ کال د جنوري میاشتې د Pew څېړنې وښودله چې د ۶۵ کلنۍ او لوړ عمر کسانو، یوازې ۳۴ سلنه انلاین حضور لري. یو شمېر لاملونه چې ولې لویان له دې ټکنالوژۍ ډډه کوي، لاندې یاد شوي:

  • په دې باور دي چې د یادې ټکنالوژۍ زده کړه به خورا سخته وي.
  • نه پوهېږي چې په انلاین ډول څه کولی شي او د دوی خواري پرې ارزي که نه.
  • تر ډېره د تبلیغ شویو خطرونو وېره لري، لکه وایرسونه یا هویتي غلا.
  • شخصي کمپیوټر او انټرنټ ته د لاسرسي لګښت.

له نېکه مرغه، د پورتنیو لاملونو یو شمېر فکټورونه يې د رغېدو په حال کې دي او ګڼ داسې کتابونه او کورسونه (مثلاً د پاخه عمره کسانو یا سپین ږیرو په ښوونیزو مرکزونو کې) شته چې سپین ږیرو ته د کمپیوټرپوهنې اساسات او مبادي ور پېژني. د سمو امنیتي او فلټري سافټویرونو نصبول او د کاروونکي پوهاوی د انلاین قرباني کېدو چانسونه را ټیټولی شي. بله دا چې اوسمهال په انټرنټ سمبال شخصي کمپیوټرونه هم په ۳۰۰ ډالرو یا تر دې هم په ټیټه بیه موندل کېږي، خو د هارډویر په څېر د تیز انټرنټ نرخ دومره په چټکۍ نه دی راټیټ شوی.

سپین ږیري او انټرنټ

د پیو انټرنټ او امریکن لایف پروژې د څېړنې له مخې کوم سپین ږیري چې انلاین کېږي، ایمیل کول د هغوی تر ټولو مشهور فعالیت دی (او دا هغه څه دي چې د نورو عمرونو له ډلو سره پکې شریک دي.) د نوې ټکنالوژۍ مثلاً چټکو پیغامونو، محتویاتو شریکولو او ټولنیزو شبکو په خپلولو کې د ځوانانو شمېر تل زیات وي، خو د ډېر عمر کاروونکي بیا دغو خدماتو ته ډېر زړه نه ښه کوي او تر ډېره پورې یا په انلاین ډول د بانکوالۍ چارې سرته رسوي او یا د ځان لپاره د سفر ټکټونه اخلي او شاید د دې لامل دا وي چې دوی خپلې زیاتې پیسې سفرونو ته خوندي کړې وي. په دې سربېره، زاړه خلک د روغتیايي معلوماتو له پلټلو سره هم ډېره دلچسپي ښيي. خو انلاین خریداري بیا په ټولو عمرونو کې په مساوي توګه رواج ده.

کمپیوټري ټکنالوژۍ له سپین ږیرو سره د ورځني ژوند په فعالیتونو کې هم مرسته کولی شي. د ژوند کیفیت ټکنالوژیو په مرکز کې د پیټ او کارنیګي میلن پوهنتونونو څېړونکي په لاندې ټکنالوژیو بوخت دي:

  • روبوټي ټایر داره څوکۍ چې شیان له خپل ځایه انتقال کړي او حتی په پخلي کې هم مرسته وکولی شي.
  • داسې سیسټمونه چې له خلکو سره د خوب له بسترې په پاڅېدو، جامو بدلولو، حمام کولو او داسې نورو چارو کې کومک وکړي.
  • حسي شبکې چې د یوه شخص حرکت وڅارلی شي.
  • نظارتي سیسټمونه چې د مریضي جدیت یا ادراکي اختلال درک کړي او د مرستې لپاره له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي.
  • داسې سیسټمونه چې ورځني فعالیتونه مدیریت کړي او دا یقیني کړي چې یو ناروغ خپل درمل په خپل وخت وخوري.
  • «لارښود» سافټویر چې د حافظې او ادراکي مهارتونو په خوندیتوب کې مرسته وکړي، او حتی له هغو کسانو سره هم مرسته وکړي چې د الزایمر په ناروغۍ اخته وي.

اضافي لوستونه

1-“Abby & Me.” Available online. URL: http://www.abbyandme.com. Accessed November 14, 2007.

2- Fox, Susannah, and Mary Madden. “Are ‘Wired Seniors’ Sitting Ducks?” Pew Internet & American Life Project, April 2006.

Available online. URL: http://www.pewinternet.org/pdfs/

PIP_Wired_Senior_2006_Memo.pdf. Accessed November 14, 2007.

3- ———. “Generations Online.” Pew Internet & American Life Project, December 2005. Available online. URL: http://www.pewinternet.org/pdfs/PIP_Generations_Memo.pdf. Accessed November 13, 2007.

4- Rolstein, Gary. “Robotic Aids for the Disabled and Elderly.” Pittsburgh Post-Gazette, November 14, 2007. Available online. URL: http://www.post-gazette.com/pg/07318/833537-114.stm. Accessed November 14, 2007.

5- Stokes, Abby. It’s Never Too Late to Love a Computer: Everything You Need to Know to Plug In, Boot Up and Get Online. Revised ed. New York: Workman Publishing, 2005.

6- Stuur, Addo. Internet and E-mail for Seniors with Windows Vista. Visual Steps Publishing, 2006.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...