دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۱۰۳ کلیزه

د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۱۰۳ کلیزه

مغل نه یم چی زخم ته به ژاړم + انتقام په پرهرونوکی را نغاړم.

زه افغان که چیری سم شوم په څه نشوم + د زری، زری حساب به درنه غواړم.

شهزادګۍ هندیه او بې غمی ګوته، اود اتل امان الله خان د تبعید د دوری د ناداري یو دردونکی کیسه.

دوستانو، دا به منوچی اما ن الله خان اووه ديرش کاله د شهزاده او پاچا په توګه، او يو دېرش کاله د يو غريب تبعيد شوي شخص په توګه ژوند کړى وو چی په (١٩٦٠ز) کال داپرېل د مياشتې په (٢٥) چې د (١٣٣٩هجری شمسی) کال دغوايي (ثور) دمياشتې له پنځمې سره سمون خوري د ۶۸ کلنو په عمر له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې نو خبره داده  که هر څومره د امان الله خان په اتلولی، وطن پالنی او وطن پرستی، میړانی او زړورتیا  خبری وکړو نو قلم یی د لیکلو او ژبه یی د ویلونه ناتوانه اوعاجزه پاتی کیږي نو زه غواړم صرف د امان الله خان د تبعید ددوری ناداری او وطن دوستی یو لنډه کیسه ستا سوسره شر یکه کړم.

 خوږو دوستانو، دا باید هم ومنو چی غازی امان الله خان نه تنها خپل وطن او خاوری ته وفاداره پاتی شوی دی بلکی د هغه درنې کورنۍ هم خپل وطن ته وفاداري ښودلی ده هغه په دې مانا، چی څو کاله مخکی می په افغانستان کی په یوه ورځپاڼه کی د یو ژورنالیست لیکنه لوستې وه هغه داسی لیکلی و وایی ، کله چی په افغا نستان کی دسیا سی خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ۹۴ کلیزه د محترم کرزی صیب د دوری په وخت کی په کابل کی لمانځل کیده نو پدی کال کی داما ن الله خان د کورنۍ ځینی غړی لکه ، شهزادګی هندیه ، ورور یی احسا ن الله خان او خوریه یی اکلیل ولي هم کابل ته راغلی وو او پدی کلیزه کی یی ګډون کړی وو خبریال لیکی چی غونډه لا شروع نه وه او کرزی صیب لا هم تشریف نه وراوړلی  چی تصا دفی یو څوکۍ د شهزادګی هندیه په څنګ یی خالي وه او زه پری کښیناستم ، وایی په نا څاپه ټوګه می د شهزادګی لاسته فکر شو چی بی غمی ګو ته یی په ګوته ده  نو خبریال لیکلی چی ماته سوال پیدا شو چی د اما ن الله خان لور او بی غمی ګوته ، نو وایی زړه می را غوند کړل او د شهزادګی نه می تپوس وکړ چی بی بی جانی دا ولی بی غمی ګوته دی په ګوته ده نوبیا خبریال لیکی چی شهزادګی د پوښتنی په وخت کی ټوخی راغۍ اوپه دمه دمه یی سا اخیستله نو داسی ځواب یی راکړ، بچیم که ددی کیسه درته وکړم خوابدی به شی ، نو ما ورته وویل غواړم پوه شم چی علت یی څه دی ، نو کیسه راته داسی بیان کړه چی زویه ، کله چی می پلار جان تبعید شو تر یو وخته پوری مو په هغه څه ګذاره کوله کوم چی مونږه د افغا نستانه له ځانه سره را وړی وو کله چی هغه خلاص شول نو په هغه وخت کی په اروپا کی د سو سیالي مرستی قانون هم موجود نه و نوپلار می د ناداره له کبله ډیرمجبور شو، لومړى يې په لندن کې د افغانستان استازي مارشال شاولي خان ته ليک وليږه او له هغه نه يې د مالي مرستې غوښتنه وکړه او هغه می پلار ته د رد ځواب ورکړنوکله چې دهغه له لوري نااميده شو، نوبیا د یو څو مودی وروسته یی نادرخان ته ټلګرام واستاوه او دا عنوان یی ورته لیکی وو :((داعليحضرت غازي حضور ته)) دا چی زه ډیر ناداره شوی یم او کومه بله چاره هم وجود نلري ، نو تا سو په خپله مهرباني ، هغه شخصي شتمنی چی زما اود ملکه ثریا په افغا نستان کی موجود ده وی پلوری او ماته یی پیسی راولیږی ، نوکله چی نادر خان ته دا تلګرام رسیږي نو نادرخان  د امان الله خان د بدنامولو په موخه د هغه ليک شورا ته ولېږه، وایی جرګې هم د هغه په لارښوونه پرېکړه وکړه چی د امان الله خان سره کمک نه بلکی د هغه او ملکه ثریا ټوله شتمنی باید ضبط او بیت المال ته تسلیم شي ، خلاصه داچی نادرخان دجرګي پرېکړه می پلارته را ولېږله. پلار می ددی ځواب په لیدوسره ډیرما یوسه او نا امیده شو اود امیدونو کاسه یی نوره هم نسکوره شوه نوپدی وخت کی په ایټا لیا کی به ځینی دوستان زمونږ کورته راتلل او پلار ته  به می مشوره ورکوله چی اما ن الله خانه هغه قلم چی تا د انګریزانو سره د خپلواکی د اخیستلو سند امضا کړی دی هغه قلم نور ستا هیڅ په درد نه خوری نور یی لیلام کړه او په تور بازارکی په ډیره لوړه بیه ځی تر یو وخته به دی ښه ګذاره پری وشی بیا خدای پاک مهربان دی ،  نو پلار به می ددوستانو پدی خبره سره په غټو ستر ګو کی غټی غټی اوښکی ډنډ شوی او په ژړا به شو نو پدی وخت کی په جیب باندی به یی لاس کیښوده او قلم به یی نور هم کلک په جیب کی وساته او ددوستانو په ځواب کی به وویل چی دا قلم زما شخصي ملکیت ندی او دا تاریخي قلم د افغا نستان د ملت او خلکودی زه یی څنګه خرڅ کړم ، نو شهزادګی وایی ددوستانو دا راتګ څو څو ځلی تکرارشو خو پلار جان می هیڅ قبول نکړ ،  وایی د ناداری د لاسه بلاخره نور زمونږ د کورنی حوصله په ختمیدو وه پدی خاطرچی یوکال پوره مونږ شلغم پیاوه خوړله کله چی به می مور جانی په هغه ورځ د شلغمو سره یوڅو کچالوګان واچول نو زمونږ دکورنۍ اتل به هغه څوک وو چی لمړۍ به یی چمچی په لاس ورغله چی له دیګ نه د نورو نه مخکی کچا راوباسي ،  شهزادګی وایی چی د مورجانی می نوره حوصله ختمه شوه یو یورځ یی پلار ته می مخ راواړوه او ورته وویل چی پا چا زه ښه پوهیږم چی تا باندی خو دا قلم ډیر ګران دی نه یی پلوری نو داسی کار وکړه چی دا زما دګوتی غمۍ هم دیر قیمتی دی د ګو تی نه می وباسه او په تور بازار کی وپلوره تر یو وخته خو به مو پری ګذاره وشی نو د مور پدی خبری سره می د پلار وچلۍ روښانه شو ، هغه وو چی با با می د مور د ګوتی غمۍ  بازار ته یووړ او خرڅ یی کړ او بی غمي ګوته یی بیرته راوړه او مور جان می دا بی غمي ګوته بیرته په ګوته کړه ، هندیا وایی ، د پلار لسیزه می لا پوره نه وه چی مور می د سرطان ناروغي او جلاوطنۍ ووژله یعنی په ۱۹۶۸ کال کی می مورهم وفات شوه .

خبره کوتاه د مور وفات نه می وروسته نو بیا هغه د مور جانی بی غمي ګوته می د یادګار په توګه په ګوته کړه چی اوس یی تا سو وینی ، خو مور می  د ژوند په وروستیو کې سخت ارمان درلوده، ویل به یی چې کله به هغه وخت رایشي چی شین رنګی کمیس می اغوستی وي او ددی شین کمیس سره په ژوندانه د کابل د خواجه رواش په هواي ډګرکی کښته شم ،  خو دغه ارمان یې ترمرګه پوره نه شو خو د مور می د غه ار مان هغه وخت ډیره ودردولم کله چی می د مور جسد د اریانا طیاری په واسطه افغا نستان ته را انتقالوه نو کله چی د سهار څلور بجی شوی چی پیلوټ اعلان وکړ چی اوس د افغا نستان خاوری ته داخل شواو ځانونه ته مو کمربند واچوی ، نوپدی وخت کی ما په چیغو او ژړا شروع وکړه چی ای مور جانی تا خو د شین رنګه کمیس ارمان در لوده نو اوس به په سپینو جامو کی ښکته کیږي، اوبل داچی د پلار جان به می هغه حا لت له یاده ونه وځی چی ماذدیګر به شو او لمر به په لویدو شو نو مخ به یی سمندر او افغا نستان ته واړوه او په ژړا به یی شروع وکړه نو بس دا دوه حالته هیڅ نه هیردونکی دی .

 شهزادګی وایی اوس به رایشو زمونږ د کورنی ، صداقت ، امانت داری او وطن دوستی ته ، هغه داسی ،کله چی اما ن الله خان وفات شو نو ملکه ثریا ددی قلم ساتنه کوله  کله چی ثریا وفات شوه بیا ددغه قلم ساتنه ورور می رحمت الله په غاړه واخیستله او له هغه وروسته بیا د دې قلم ساتنه زما د خوره یی اکلیل ولی په غاړه شوه.                                                             

نو اوس مو د پلارجان هغه تاریخی قلم روغ رمټ د ځان سره راوړی او اوس غواړو پدی غونډه کی محترم کرزی صیب ته اوپه حقیقت کی خپل کور ته یی تسلیم کړو ځکه دا قلم زمونږ نه وو داد افغا نستان یو تاریخی ملکیت وو،

خوږو دوستانو، نوپه ریښتیا سره کله چی دغه تاریخی قلم د اما ن الله خان د کورنی له خوا په همغه ِغونډه کی کرزی صیب ته تسلیم شو نو بیا محترم کرزي صیب دغه شاوخوا ۱۰۰ کلن قلم د افغان تاریخ یو ډیر ارزښتناکه اثراو د ملي ویاړونو برخه وبلله  او د ملي موزیم چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د یوه ستر تاریخي اثر په توګه د دغه قلم د ساتنې لپاره لارې چارې غوره کړي او د افغانستان راتلونکي نسلونه او نړیوال به دغه قلم وګوري او د هیواد بچیان به په دغه موزیم کې د خپل هیواد د خپلواکۍ ارزښتونه وګوري.

  نو خوږو دوستانو په اخیر کی دی پا یلی ته رسیږو نو که چیری د امان الله پر ځای یو بل کس وای او په داسی بد حالت کی د خپلی کورنۍ سره د خوږ افغانستان نه وتلی وای نو هغه وخت کله چی په کشتی کی د هند د سمندر نه د ایټالیا په لور روان وای نو دا قلم به یی د سمندر مینځ ته نه وی وای غورځولی او په ځان به یې هغه د خوشال با =با شعر نه وای تطبیق کړای. چی وا یی                                                                                           

 زه یی چا لره وهم قدر یې چا زده + اور دې پورې په دا تورو او قلم شی 

دوستانو په اخیر کی خپلی خبری په دی شعر پای ته رسوم. شاعر وا یی.

راته پاتی تش نکلونه د میوند د تورو+ وګړي ډیر لرو خو مړونو د بریتو نه لرو.

په درنښت ، حا جی امان الله صافی ، بلجیم

نیټه ، ۱۸ اګست کال ۲۰۲۲ او ۲۸ د اسد کال ۱۴۰۱

6 COMMENTS

  1. رښتیا هم مرحوم غازي امان الله خان د افغانستان یو منور ، وطندوسته او ترقي غوښتونکی پاچاوو ، خو افسوس کورني او نړیوال شرایط داسې راغلل چې هغه د ژوند یوه اوږده برخه له هېواده لري په غربت کې تېره کړي.
    ستاسو په دې لیکنه کې د ګران افغانستان د آزادۍ د محصل مرحوم امان الله خان د وطندوستي ډېر خوږ درس او احساس لیدل کیږي . نورو هېوادوالو ته د دې خوږې کیسې د لوستلو مشوره ورکوم .

    • نړی مننه محترم حاجی صیب صالح زوی ، ستاسو نیک نظر او کمنت د قدر وړدی بی تاسو دی نشم

  2. سلامونه،
    ورور استاذ صافی امان الله صاحب،ښې چارې ،
    ستا په دې قصې لوستلو مې د نامي نشاني غازي د افغانستان د خپلواکۍ اخیستونکي اتل باچا په غریبۍ او نادارۍ ژړا راغله.
    او د اوس تښتیدلو او یا بیرته نیمه ستانه شویو بچه ې سکاویانو او د کورنیو د میلیاردونو فاسدو حرامو باد راوړلو پیسو سره پرتله شي چې اصلن د مقایسې وړ نه دي.
    که په یاد مو وي ۵ کاله مخکې مو په بروکسل کې ۹۷یمه کلیزه لمانځلې وه چې ما هلته د غازي د کارنامو بیانولو تر څنګ د مرحوم ن.احمدي د (بغدادي پیر) له ناول څخه یوه تراژېدي برخه نقل کړې وه ،ډیوډ جونس او ایټالیا کې د پخواني باچا سره ېې مرکه!؟
    چې پر افغانستان، ولس او باچا او کورنۍ ېې دا ټولې ناخوالې د ماتې خوړلې انګریز او ګوډاګیانو له پلیدو لاسونو له کبله وو.

    • نړی مننه محترم صافی صیب ، بلکل ښه می په یاد دي ، داد هر افغا دنده ده چی د اتل اما ن الله خان په وطن دوستي ، او دوفاداری په هکله یو څه ولیکي او د هغه مثبتی کړنی د تل لپاره له یاده ونه باسو،

  3. د تاند د ویب سایټ د اداری نه هم نړی مننه کوم ، چی دا زما ګوډه او ماته لیکنه یی نشر ته وسپارله کور یی ودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب