دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب:د عقایدو او ملي ګټو په شرط هر چا سره تعامل...

ملا یعقوب:د عقایدو او ملي ګټو په شرط هر چا سره تعامل کوو

تاند( جمعه ، د اسد ۲۸ مه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد نن د دغه وزارت په تالار کې له انګريزي ښکيلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ يوسلو درېيمه کلیزه نمانځلې ده.

په دې غونډه کې د وینا پر مهال یعقوب مجاهد ټينګار وکړ، چې د عقایدو او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره نړيوالو تعاملاتو ته چمتو دي.

د ده په وينا، دوی به په تعاملاتو او اړیکو کې د چا‌ اوامرو ته غاړه کینږدي.

نوموړي‌ دا خبرداری هم ورکړ، چې د قوم، ژبې او سمت په نوم د افغانانو د وېشلو هڅې روانې دي او بايد مخه ېې ونيول شي.

د‌ طالبانو د دفاع وزیر اعتراف وکړ، چې سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو ټينګار يې درلود چې د حل لپاره یې نه غواړي چا ته غاړه کیږدي

د طالبانو د دفاع وزیر د یادو مراسمو په پای کې د دفاع وزارت د ازادۍ څلي ته لاړ او د ازادۍ ورځې د شهيدانو په ياد یې د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب