پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکندهار او پاکستان ته د سراج الدين حقاني د سفرونو ادعاوې شوي

کندهار او پاکستان ته د سراج الدين حقاني د سفرونو ادعاوې شوي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو او د هغه د تورن کوربه او د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني له څو ورځيني نادرکۍ وروسته،د حقاني د ځای ځایګي په اړه مختلفې ادعاوې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت،چې سراج الدين حقاني يې سرپرست وزير دی، د نوموړي د يو شمېر عکسونو له خپرولو سره کندهار ولايت ته د سراج الدين حقاني د سفر ادعا کړې ده.

سرچینې ویلي،چې حقاني کندهار ته د ترافيکي پېښې پر مهال د طالبانو د وژل شوي مشهور قومندان پيرآغا د فاتحې لپاره تللی و.

په ورته وخت کې ځینو رسنیو د خپلو سرچينو په حواله خبر ورکړی،چې سراج الدين حقاني د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو وروسته د خوست له لارې پاکستان ته تښتیدلی،څو د الظواهري د کوربه په توګه د امریکا له احتمالي بریدونو څخه ځان وژغوري.

د ګڼو رسنيو په راپورونو کې راغلي،چې ایمن الظواهري د سراج الدين حقاني په یوه اړوند مېلمستون کې ژوند کاوه او د حقاني مخالفو طالبانو په خاص ډول د لوی کندهار د طالبانو ډلې یې معلومات پر امریکایانو خرڅ کړي.

طالبانو د دغو خبرونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب