پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد الظواهري د‌ وژل کیدو خلاف لاريونونه؛ط-ان ISI ګرم ګڼي

د الظواهري د‌ وژل کیدو خلاف لاريونونه؛ط-ان ISI ګرم ګڼي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې پرون د جمعې ورځې له لمانځه وروسته په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو خلاف لاريونونه وشول.

دا لاریونونه په کابل،جلال اباد، مزار شريف،غور،پکتیا،نورستان،لغمان،زابل،روزګان،پکتیکا،خوست،نيمروز او يو شمېر نورو ولايتونو کې شوي.

دغو لاریونوالو چې د امریکا پرضد شعارونه یې ورکول، وروستۍ ډرون حمله د نړیوالو اصولو او د سولې د هغه تړون د هوکړې پرضد اقدام وباله کوم چې امریکا له طالبانو سره د قطر په مرکز دوحه کې لاسلیک کړی و.

د دغو لاريونونو تر شا د طالب چارواکو د لاس لرلو ادعا شوې او ويل شوي،چې طالبانو د مسجدونو امامانو ته د يادو لاريونونو د سمبالولو امر کړی و.

د طالبانو تبليغاتي مبلغينو او تر کنټرول لاندې رسنيو د دغو لاريونونو په اړه ډېر تبليغات کړي.

د لاريون په ځينو رسنيزو شویو عکسونو کې د پاکستان د استخباراتو اداره آی ایس ای د یاد شوي برید په همکارۍ تورنه شوې او غندل شوې ده.

طالبانو په رسمي ډول نه دي ويلي،چې دغه برید د چا په همکارۍ او د کوم هېواد له فضا څخه په استفادې د امریکا بې پیلوټه الوتکې تر سره کړی دی.

2 COMMENTS

  1. تالبان د خلکو په سترګو کی خاوری اچوی.
    تالبان د ای ایس ای نوکران او ددوۍ د ګټو چوکیداران دی. خو غواړی د خلکو سترګو کی خاوری واچوی چی حقیقت ونه وینی. خو ددوۍ ناولی څیره اوس ټولو په هیواد مینو او ریښتینی افغانانو پیژندلی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب