پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهانس حقاني:سراج الدين د‌ زمانې اتل دی،په بهرنيو ژبو دی تبلیغات ورته...

انس حقاني:سراج الدين د‌ زمانې اتل دی،په بهرنيو ژبو دی تبلیغات ورته وشي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني د دغې شبکې مشر او خپل ورور سراج الدين حقاني،چې د طالبانو د ادارې د کورنيو چارو وزير هم دی،‌د زمانې اتل بللی.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې په پرله پسې ټویټونو کې په داسې مهال د سراج الدين حقاني په ګټه تبلیغات پیل کړي،چې سراج الدين حقاني د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو په تور له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی او ويل کيږي،چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید له ډاره پټ شوی.

انس حقاني دغه راز په یوه بل ټویټ کې له طالبانو غوښتي،چې د پښتو ژبې پر ځای په بهرنيو ژبو خپل تبلیغات زيات او حتا د ژورنالیستانو په ګډون په بهرنيو ژبو پوهیدونکي نور کسان ورته وګماري.

هغه له تبليغاتو څخه خپل ښکاره هدف نه دی ښودلی،خو څرګندونې یې په داسې حال کې دي چې ویل کیږي مشر ورور ېې سراج الدين حقاني د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ته په افغانستان او بيا د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د پناه ورکولو له امله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له احتمالي برید سره مخ دی او له دې کبله پټ شوی.

د طالبانو ځینو منتقدینو د سراج الدين حقاني څو ویناوو ته په اشارې،چې ویلي وو تر يو نيم زر ډېر کسان ېې ځانمرګو بریدونو ته د شهادت او جنت ګټلو لپاره لیږلي او يا دا چې ويلي يې وو، د‌ شهادت مرګ یې ارمان و،خو په نصیب یې نه شو، له نوموړي غوښتي چې د ډرون له بریدونو پټ نه شي،څو د شهادت ارمان یې پوره او خپلو لېږلو ځانمرګو سره ېې انجام یو شي.

طالبانو د سراج الدين حقاني د ځای په اړه څه نه دي ويلي،خو پرون ېې کندهار ته د نوموړي د ادعا شوي سفر ځینې عکسونه خپاره کړي.

يو شمير شنونکي فکر کوي،چې دغه او نور وروستي عکسونه سراج الدين حقاني د خلکو د غلطولو لپاره خپاره کړي او په ډېر ګومان هغه بیرته پاکستان ته تښتیدلی.

5 COMMENTS

  1. د شهادت ارمانجن او د پسونو خلیفه په اتلولۍ کی خو ځکه هیڅوک شک نه شی کولی چی په سلګونو تنکی ماشومان او ځوانان يی چی دده په وینا د زرو نه زیات يي د ځانمرګیو په اور کی وسوځول او خپله د ښځو په کالیو کی او په کلک ستر او حجاب کی د شهادت ارمانجن روغ رمټ پاتی شو.

  2. دی ته وایی سیاست. د مخ پټو مخونه یی پری ښکاره کړل نقاب ور څخه لری کړ اوس نو چیری پټیدای شی؟ پارسی کی متل دی وایی: ملخک جستی جستی آخر بدستی. بالاخره به حقانی هم ښکار شی. هغه به هم پنجانیان خرڅ کړی.

  3. د انس حقانی په ځواب کی:
    ۱ – د شرق او غرب استعمارګرانو زموږ د تاریخ او جغرافیا په لمنه کی ډیر جعلی قهرمانان زېږولی دی چی وروسته همدې قهرمانانو خپله د خپلی قهرمانۍ پر ادعا خندلی یا ژړلی دی.
    ۲ – اصلی قهرمان خو خپله افغان وولس دئ چی د نړیوال ځنګل په ویرانوونکی او څیرونکی فضاء کی تر اوسه ژوندی پاتی دئ او لسیزی لسیزی ئې ډول ډول زیارونه ګاللی دی.
    ۳ – دا چی انس حقانی د خپلو تروریسټی کړنو د مجازات ( اعدام ) څخه بچ سو او دا چی امریکائیانو کولای سوای سراج الدین کاکو کلونه مخکی په ډګه ووهی ( خو دا کار ئې ونکړ ) معنا به ئې دا وی چی امریکائی – انګریزی استعمارګرانو دا پلیده کورنۍ او دا پلیده شبکه د نورو پلیدو نقشو د اجراء لپاره ساتلې ده.
    ۴ – انس حقانی به حتی دا توان ونلری چی پخپلو پښتنو هیوادوالو دا خبره ومنی چی ګواکی سراج الدین حقانی د زمانې نابغه دئ نو د نورو ژبو ویونکی او لوستونکی خو لا لیری خبره ده.

  4. آی اس آی حقاني دیوبل سخت وخت لپاره ساتی چی پرامریکایې په میلیون ډالره وپلوري .چنداني می زړه ته نه ولیږی چی دشهادت ارمان یې پوره شی. خو که پنجاب ته لاړ شی او دپوځیانو لپاره دهغوی پرمخصوص شپنی کلبونو د شرابو ، دنجونو دنڅاوو پر وخت ځان وژونکی برید وکړی نو هرومروبه ګڼشمیر پاکستانی لوړرتبه افسران هم له ځان سره جنت ته بوځي ، په دې توګه به دهغونتکیو افغان ځوانانو میندو زړونه چی حقانی وژلی وو خوشحاله شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب