پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهکرزی:د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر د افغانستان د پرځولو لپاره...

کرزی:د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر د افغانستان د پرځولو لپاره تړل شوي

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه)  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په نا مستقيمه توګه په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د پاکستان په لاسپوڅي توب تورنه کړې او ویلي،چې د افغان نجونو ښوونځي د افغانستان د وروسته پاتې ساتلو په هدف د دغه هېواد په امر تړل شوي.

حامد کرزي د جرمني شپېګل مجلې ته په مرکه کې دا هم ویلي،چې د طالبانو يو شمېر مشران د تړل شويو ښوونځيو بيرته پرانيستل غواړي.

هغه نه ده په ډاګه کړې،چې د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو پریکړه پاکستان د طالبانو د کومې ډلې په وسيله او په کوم زور عملي کړې او د طالبانو کومه یوه ډله د دې پریکړې خلاف ده او ولې ښکاره غږ نه شي کولای.

کرزي په دې مرکه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي،چې د ميليونونو افغانانو پر وړاندې چې موډرن ژوند او د بیان ازادي ېې تجربه کړې، نه شي دريدلی.

ښاغلي کرزي د دې مرکې پر مهال له طالبانو غوښتي،چې که د نړيوال مشروعيت په تکل کې وي، بشري حقونه دې تامین او د پخوانيو امنیتي ځواکونو او نورو مخالفانو پر وړاندې د غچ اخيستو اعلان ته دې ژمن پاتې شي.

طالب چارواکو د حامد کرزي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې د طالبانو د بیرته واکمنيدو په ورځو کې د پاکستان واکمن او د طالبانو ډېر ملاتړی و، اعتراف وکړ چې په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ده او د پاکستان چارواکي ېې باید له ځانه خپه نه کړي.

طالبانو د عمران خان څرګندونو ته هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. که چیری طالبان د الله رب العالمین او رسول الله صلی الله علیه و سلم تر اوامرو د بل چا امر پورته
    ګڼی،او په هغی عمل کوی ،او بمآانزل باندی حکم نکوی،قرانکریم په صراحت سره وایی ؛همدغه حکم
    کوونکی فاسقاڼ دی،بیا وایی ظالمان دی او بیا وایی کافران دی،سوره مائده،ایات ۴۷ـ۴۵و۴۴
    ولو که دا حکم د قانونی امیرالمومنین هم وی،اوهغه چې با قاعده شرعی امیر شوی وی هیڅکله هم
    د الله،رسول الله او مومنانو پر وړاندی نه دریږی ۰
    دا کار د طالبانو د ملت،امت او علمای امت پر وړاندی د خپل ځان تحقیر،توهین او بیخردی ده۰
    ایا مومن مجاهد ملت دومره بی تمیزه شو چې د اسلام او استخباراتی شرانګیزی تمیز نشی کولای ؟
    یواځی ملایی شکل او وړۍ کافی ندی؛زموږ مومن مجاهد ملت ۱۰۰ فیصده محمدی اسلام سره هیڅ
    مشکل نلری ،زموږ مشکل د سالم فهم او سالم تربیت نشتوالی او استخباراتی شرانګیزی د ملا په لباس کی ده۰
    که موږ په تیرو شلو کلونو کی اسلامی سنګرونه؛مدارس او مکاتب،کما حقها پاللی وی ،او دا د نورو
    دلوبو او معاملو سنګر مو د غلط استعمال نه ، ازاد کړی او په پاکو مومنو لاسونوو پالل شوی وای ،او
    اراذلو پدی پیغمبری رسالت چی وایی؛ انی بعثت معلماََ و انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق۰
    لوبی او هوسرانی کړی نه وای ،ڼڼ به دا سنګر پاک او د اعتماد وړ وو ،او هیڅ شر انګیز تری ناجایزه
    استفاده نشوای کولی او د ملت جوړونی په مسیر کی به څو ګامَ وړاندی وو۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب