پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهخبرپاڼه: متحده عربي اماراتو د ملا برادر په غوښتنه ۱۲ افغان بندیان...

خبرپاڼه: متحده عربي اماراتو د ملا برادر په غوښتنه ۱۲ افغان بندیان خوشې کړل

تاند( شنبه ، د اسد ۱۵ مه) ‏د طالبانو چارواکي وايي،چې متحده عربي اماراتو دولس افغان بندیان آزاد کړي.

د طالبانو په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې نن راغلي،چې ياد شوي بنديان د دوی د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په غوښتنه یاد شوي هېواد خوشې کړل.

طالب چارواکي وايي، چې متحده عربي اماراتو ورسره هوکړه کړې چې ډېر ژر به نور لسګونه افغان بندیان هم آزاد کړي.

طالبانو د خوشې شویو بندیانو عکسونه هم خپاره کړي،چې په کابل نړيوال هوايي ډګر کې له الوتکې ښکته کيږي او طالب چارواکي ېې هرکلی کوي.

د خوشې شویو بندیانو د تورونو او په متحده عربي اماراتو کې د نورو افغان بندیانو د شمېر او جرمونو په اړه طالبانو نور جزییات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب