چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+په دې ورځ په لومړي ځل اتومي حمله وشوه

په دې ورځ په لومړي ځل اتومي حمله وشوه

تاند (شنبه/اسد۱۵) له نن څخه ۷۷ کاله پخوا د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګست په شپږمه د لومړي ځل لپاره اتومي حمله وشوه،.دا برید د جاپان پر هیروشیما ښار وشو.

د ۱۹۴۵ ع کال د اګست په شپږمه نېټه امریکا جاپان ته خبرداری ورکړ چې یا تسلیم شي او یا به نشت کېږي. د جولای په ۲۸ مه جاپان د امریکا له لوري ټاکل شوي ضرب الاجل ردوي.

امریکا چې اتوم بم یې په پټه جوړ کړی و او اتومي ازموینه یې هم کړې وه د دې خطرناکې وسلې له تخریبه خبره وه خو جاپان لا نه پوهېده.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ترومن وپتېیله چې پر هیروشما دې اتوم بم استعمال شي، لومړی یې امر وکړ چې پر دې ښار دې بمبارۍ ودرول شي چې د اتومي حملې نښې ښکاره شي.

هماغه وخت د جاپان پر ټولو لویو ښارونو د امریکا له لوري بمبارۍ روانې وې.

د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګست په شپږمه (۶) د جاپان په وخت د شپې په دوه نی بجې د هیروشیما د هوا حالات د اتومي حملې لپاره پوره برابر وو.

د امریکا انولاتګا جنګي الوتکه په ارام سمندر کې د تینیان د ټاپوګانو له پوځي اډې والوته، په الوتکه کې یوازې یو پېلوټ سپور و.ده څلورنیم ټني اتوم بم په الوتکه کې یووړ او د سهار په اته بجې او نهه دقیقې یې د هیروشما فضا ته ورساوه.

ساعت اته بجې، پنځلس دقیقې او اوولس ثانیې و چې بم یې وغورځاوه.

د دوبي په دې ورځ له شاوخوا سیمو څخه هم ډېر خلک هیروشما ته تللي وو چې د تېرو څو ورځو د بمباریو د ورانیو په پاکولو کې برخه واخلي.

هماغه ورځ د هیروشیما نفوس درې نیم لکه اټکل کېده.سره له دې چې دوبی و او ښوونځي او پوهنتونونه رخصت ول خو هیڅوک په رخصتیو له ښاره نه وو وتلي.ډېرو زده کوونکو او محصلانو په پوځي فابریکو کې کار کاوه.

د امریکايي الوتکې پېلوټ د لومړني بم له غورځولو سمدستي وروسته له سی لېري شو او له لېري ځایه یې د چاودنې عکس واخیست.

د بم له غورځولو ۴۳ ثانیې وروسته د هیروشیما ښار له مرکزه شپږ سوه متره لوړ په فضا کې چاودنه وشوه او د اتوم بم ورانوونکې نښې ښکاره شوې.په دې چاودنه کې د هیروشیما اتیا زره اوسېدونکي ووژل شول او اویا زره نور ټپیان او معلول شول.اکثره ټپیان وروسته مړه شول.

له دې حملې درې ورځې وروسته د ۱۹۴۵ د اګست په ۹ مه پر ناګاساکي ښار اتومي حمله وشوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب