Homeخبرونهکابل کې د‌ شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو چاودنې لسګونه تنو ته...

کابل کې د‌ شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو چاودنې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په سر کارېز کوڅه کې د اهل تشيعو پر مذهبي مراسمو د چاودنې له امله لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي،چې دغه چاودنه په يوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله شوې ده.

 هغه زياتوي:« په یاده پېښه کې زموږ «۸» تنه ولسي وګړي شهیدان او «١٨» تنه نور ژوبل دي چې د ځینو زخمیانو حالت نازک دی.»

دغه طالب وياند دا هم ویلي،چې امنیتي ټیمونه د پېښې د عاملینو د موندلو لپاره په هڅو بوخت دي.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

عیني شاهدانو د پېښې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده،چې طالبانو د محرم د لسمې په مناسبت د خاصو امنيتي تدابيرو خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...