جمعه, مارچ 29, 2024
Home+امريکا د يو چين پېژندنې له پاليسۍ ښکاره سرغړونه کړې

امريکا د يو چين پېژندنې له پاليسۍ ښکاره سرغړونه کړې

ډیوه – چیني خبریاله (بیجنګ)

امريکا د تاريخ په اوږدو کې د تايوان مسئلې په هکله غامضې تګلارې غوره کړې، چې له يوې خوا د تايوان له خپلواکۍ څخه ملاتړ نه کوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي، خو له بلې خوا د امريکا جګپوړو چارواکو څو څو ځلې له تايوان سيمې څخه ليدنې کړې او د تايوان سيمه ييزو چارواکو ته يې ناسمې نښې خپرې کړې او د تايوان تنګي د دواړو غاړو تر منځ تضاد يې راپارولی څو پر تايوان وسلې وپلوري، له چين سره د سيالۍ وسيله وکاروي او سياسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړي. امريکا د چين د ټينګ احتجاج او مخالفت په حال کې خپلې پارونې نه دې ختمې کړې، خو د تايوان مسئلې سختوالي لمسون يې کړی دی.

د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي له تايوان څخه ليدنه وکړه، چې دغه سياسي ننداره د چين مرکزي پاملرنې ته ننګونې وړاندې کړې او د چين د سوله ييز وحدت په بهير کې يې سخت خنډونه جوړ کړي. سره له دې چې د امريکا حکومت هڅه کړې، چې تايوان ته د نانسي پېلوسي له سفر سره تړاو پرې کړی گڼي، خو له يوې خوا د چين سرې کرښې ته سرخوږی جوړوي، له بلې خوا په خپله پوهېږي چې تېروتنه يې کړې او غير معقول اقدام او احمقانه لوبه يې کړې. تايوان ته د امريکا د حکومت د درېيمې مشرې د ورتگ له شېبې څخه هغه حقيقت تصديق شوی، چې امريکا د چين له ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا څخه تېری او سرغړونه کړې ده.

نانسي پېلوسي دا ځل تايوان ته سفر کړی او په دې اړه يې ويلی، چې امريکا د تايوان له ډيپلوماسۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي. هغې د تايوان سيمه يزو چارواکو ته ويلي، چې د تش په نامه امريکا له تايوان سره ولاړه ده، د تايوان د ډيپلوماسۍ پلویتوب کوي. خو دا حقيقت نه دی، نانسي پېلوسي په رښتيني ډول د تايوان بېلتونپالو لمسون کړی، د يو چين پېژندنې اصل يې نقض کړی. په دې حال کې به د چين حکومت څنګه ومني؟

د ملي حاکميت او خاورې بشپړتيا د ساتنې لپاره د چين ځوابي فعاليتونه اړين او عادلانه دي.

امريکا د تايوان مسئلې د تاريخ او حقيقت په هکله ډېر مالومات لري، خو پس له دې يې ځان ناګاره اچولی دی. د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی اصل او حقيقت دی او د امريکا حکومت د چين او امريکا په دريو ګډو اعلاميو کې ژمنه کړې، چې د چين ولسي جمهوريت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی او په نړۍ کې يوازې يو چين شته، تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده. خو امريکا خپلې ژمنې نه پوره کوي، خپل درېيمې مشرې ته يې اجازه ورکړې، چې تايوان ته سفر وکړي. د امريکا حکومت تايوان ته د پېلوسي د سفر پلان او جزيات پټ کړي و، له دغه سفر سره يې خپلې اړيکې پرې کړې دي، خو له دغه سفر وروسته يې څنګه په عادلانه توګه پر چين نيوکه کړې؟

بېجینګ تايوان ته د پېلوسي له سفر مخکې څو ځلې د امريکا او تايوان سيمې تر منځ له هر ډول ډيپلوماتيک تګ راتګ سره مخالفت څرګند کړی. کانګرس د امريکا دولت يوه برخه ده. د کانګرس د استازو جرګې مشرې تايوان ته سفر کړی، په دې اړه هېڅ شک نه شته چې امريکا د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه کړې، د چين د ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا څخه يې سخت تېری کړی. امريکا د دغې پېښې د احتمالي پايلو او جديت په هکله د پوهېدلو په وخت کې په خپله لاره تللې. همدارنگه دا څرګندوي چې امريکا په عمدي توګه دغه کړنې تر سره کړې څو د تايوان مسئلې سختوالي سبب شي او د چين له ملي حاکميت څخه يې ښکاره سرغړونه کړې. نو امريکا خامخا بايد د خپلې پارونې نتيجه ومني!

د چين د خلکو ازادۍ بخښونکي پوځ د اګست له څلورمې نېټې څخه له دوولسو بجو څخه د روانې مياشتې د اوومې نېټې تر دوولسو بجو پورې د تايوان ټاپو په شاوخوا کې د رښتينو مرميو مهم او ستر نظامي تمرينات تر سره کوي. دغه فعاليت د امريکا او تايوان سيمې د بېلتونپالو تر منځ د تماسونو په وړاندې تر سره کېږي، د ملي حاکميت او خاورې بشپړتيا د ساتنې لپاره د چين اړين او عادلانه فعاليت دی، تايوان ته د امريکايي حکومت د درېيمې مشرې ورتګ ته ټينګ ځواب دی او د ټولو چينايانو په زړه کې د ملي وحدت احساساتو ته اړين غبرګون دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب