استاد شهسوارسنګروال
هغه مهال به چې په هند کې په افغان واکمنو سخته راغله او پوه به شول چې واک او ځواک ته يې کوم ګواښ پېښ دی .نو بيا به يې د پېښور، د سليمان غرونو شاوخوا سيمو، روهستان ان د افغانستان د ختيځو سيمو نه را واخله تر لوی کندهار پورې په قومونو غږ وکړ، چې د جنګياليو لښکر د هند لور ته را ولېږي.
همدا راز د شاه محمود هوتک د واک له مهال نه نيولې بيا د احمد شاه ابدالي تر واکمنۍ پورې، کله به چې په
تهران، مشهد، نيشاپور، خراسان او د ايران په نورو سيمو کې په افغان واکمنو سخته ورځ راغله نو بيا به يې هرات، بادغېس، فراه، کندهار، زابل، غزني او د افغانستان نورو سيمو نه جنګيالي ځوانان را ټول کړل بيرغونه به يې پورته کړل او بيا به مخ په ايران وخوځېدل.
خو کله چې د شاه اشرف د واک په وروستيو کې د تهران او کندهار (دغه وخت شاه حسين د کندهار والي وه) تر مينځ اړيکې پرې شوې نو بيا د افغانانو واک او ځواک هم په ايران کې پای ته ورسېد.
ولې دا چې ازاد خان افغان پرته له دې چې د افغانستان له بېلابېلو سيمو نه افغان جنګيالي د خپل واک د پياوړتيا لپاره را وغواړي،
بيا هم په يوازې ځان يې د يوه ځواکمن واکمن په توګه په اذربايجان، ګورجستان او ارمنستان کې واک چلوه، ښايي د تاريخ له لوستونکو او مينوالو سره دا پوښتنه پيدا شي چې د دې لامل څه وه چې يو افغان په يوازې ځان د دې جوګه شو چې په يادو سيمو کې حکومت وکړي؟
ښايي چې ډېر لاملونه وي ولې کوم څه چې ډېر مهم دي په لنډيز سره ويلی شو:
لومړی دا چې په سيمه کې د هند له نيمې وچې نه را واخله تر افغانستان، ايران او مينځنۍ اسيا هېوادونو پورې ځنې داسې سياسي او ټولنيزې پېښې مينځته راغلې، چې افغان واکمنو ته يې د واک زمينه برابره کړه.
دويم، د اورنګ زېب مړينه (۱۷۰۷ ز کال) او د ده له واک نه وروسته د ګورګانيانو د ټولواکمنۍ ځوړتيا، په کندهار کې د ميرويس نيکه ملي پاڅون او د صفوي شاه حسين د واک په مهال په ايران کې بېواکي او بېباکي.
ازادخان په همدغسې مهال سياسي او نظامي ډګر ته را ووت او له غزني نه تر ايرانه پورې ورسېد.
دا چې څرنګه ورسېد غوره به وي چې ازاد خان افغان وپېژنو:
د ازاد خان لنډه پېژندنه
ازاد خان افغان په ۱۷۰۵ ز کال د سليمان په کاله کې زېږېدلی دی. سليمان د غزني له نامتو خانانو څخه ګڼل کېده. د قومي روايتونو له مخې په لويه پښه کې غلځی په قوم سليمانخېل دي .
سليمان خان د خپل زوی ازاد خان روزنې ته ځانکړې پاملرننه درلوده، دوديزې زده کړې يې پرې وکړې د فقې او نظم کتابونه يې هم پرې ولوستل، نو ځکه يې له شعر او ادب سره هم دېره مينه درلوده.
ازاد خان لا تنکی ځوان وه چې ګلستان، بوستان، پنج کتاب، رحمان بابا دېوان، مراسلات، انشاء کريم، خلاصه، قدوري، کنز او نور کتابونه لوستلي ول.
هغه مهال به د کور کلي ځوانانو دوديزې لوبې هم کولې لکه هينډه، خوسی، پهلواني او نورې د بېلګې په توګه يادولی شو، خو ازاد خان د اس ځغلولو له لوبې سره ډېره مينه درلوده، په مېلو او ملي ورځو جشنونو او اخترونو کې د «نيزه وهلو» غونډې او بنډارونه جوړول.
ازاد خان په داسې مهال شهرت ته ورسېد چې په ټول افغانستان کې سيمه ييزې واکمنۍ او خانۍ ټينګې وې. له ميرويس نيکه نه د مخه کړاوونه يو ځل بيا له شاه اشرف هوتک نه وروسته د هغه مهال تېرې غميزې او ستونزې بيا را غبرګې شوې او نادر افشار دېته مټې را بډ وهلې چې په ايران کې د افغانانو واک ته د پای ټکی کېږدي.
يو شمېر تاريخپوهان انګېري چې ازاد خان د نادر افشار قومندان وه او يو شمېر نور بيا په دې اند دي چې دی د سيدال خان ناصر ملګری وه او د همدې اړيکې له مخې شاه حسين هوتک ته د نادر افشار په وړاندې له غزني څخه څو وارې جنګيالي مرستې ته ورلېږلي ول.
که څه هم د تاريخ په دغه پړاو کې دېر ځله زاړه وحدتونه مات شوي دي او نوي ميڼځته راغلي دي. هر واکمن کوښښ کاوه چې خپل ځواک پياوړی کړي. نو د دې شونتيا څوک نشي ردولی لکه د «خورشيد جهان» په قول:
«ازاد خان يو مېړنی جنګيالی وه. نوموړی له کريم خان زند سره دښمن وه خو وروسته يې په جګړو کې له کريم خان زند سره دوستي وکړه.»([1])
شېرمحمد ګنداپور چې پخپله ايران ته تللی وه نو د ازاد خان د واک په ترڅ کې د يو شمېر پښتنو ټبرونو په اړه هم معلومات را ټول کړي دي او کاږي:
«نپوهېږم بنګښ پښتانه څه ډول ايران ته تللي دي»([2])
لکه څنګه چې پښتانه د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې هند ته تللي دي دا رنګه ايران ته هم. ان له لرغوني تاريخ نه را واخله تر ازاد خان افغان پورې تللي دي.
دا چې نوموړي د ايران په يو شمېر سيمو واک چلولی او پاچاهي کړې ده، نو هرومرو د ده په لښکر کې افغان او کردي جنګيالي او په ټوله کې ګڼ شمېر سوني مسلمانان موجود وه، ځکه چې د ايران واکمنو له دې مهاله د مخه او وروسته په سني مسلمانانو ډېر ظلمونه کړي ول.
ازاد خان لومړی په سيمه ييزې کچې د غزني په شاوخوا سيمو کې د يوه غرغره يي ځوان په توګه سر را پورته کړ او بيا يې له سيد الخان سره اړيکې ټينګې شوې.
د يوې نارې له مخې داسې برېښي چې دوی دواړه دومره نږدې ول، چې ښايي په ډېرو جنګونو کې به د دښمن په وړاندې يو ځای جنګېدلي وي. ولې کله چې سيدال خان ناصر په يوې جګړې کې ګوښی ښکېل شوی دی، نو د نارې له مخې داسې ښکاري چې ازاد خان ورسره نه و:
سيدال خان ويل سو لښکرې بزې بزې
ازاد خان مې تورې شپې وخوړ که ورځې
بل ځای بيا داسې وايي:
ازاد خان سليمانخېل بيا منګولې سرې کړې
په مينځ ميدان ور ګډ سو مراد علي غاړې بېخ ته ورته پرې کړې
تر هغې چې سیدال خان ناصر د نادر افشار په وړاندې جنګېده ازاد خان هم د افشاريانو سره جنګېدلی دی. ولې کله چې سيدال د نادر لخوا ړوند شو، په دغه وخت کې ازاد خان غزني ته راغلی وه، چې د شاه حسين هوتک په ملاتړ يو شمېر جنګيالي د کندهار د ژغورلو لپاره تيار کړي، ولې له بده مرغه چې افغانان په ځانګړي ډول غلجي او ابداليان په ناندريو او خپل مينځي ناخوالو کې ښکېل ول، نو ځکه شاه حسين هوتک ماته وخوړه او د يوه برېتانوي تاريخپوه هنري جوج راورټي Henry George Reverty په اند: «که چېرې دغو دواړو ټبرونو (غلجيانو او ابداليانو) سره لاس يو کړی وی پرته له شکه به د دې جګړو پايلې بل ډول وې.»([3])
نادر افشار او ازاد خان افغان
نادر افشار لس (۱۰) مياشتې د کندهار ښار کلابند کړ او شاه حسين هوتک تر هغې تسليم نشو، تر هغې چې د کلا ټول برجونه د نادر افشار د درنې توپ خانې له بابته نه وو غورځېدلي. «کله چې پاچا نهيلی شو نو خور يې بي بي زينبه (يو وخت نادر افشار غوښتې وه خو نکاح يې ورسره ونکړه) ورغله او نادر ته يې د سولې وړانديز وکړ…. هغه بيا شاحسين او کورنۍ يې مازنداران ته ولېږل.
په تاريخ سلطاني کې راغلي دي چې په ۱۷۳۹ ز کال ومړ او مير عبدالکريم بخاري ويلي دي چې ووژل شو.
کله چې نادر افشار واک (۱۷۳۶ ز کال) ته ورسېد، په دې پوه شوی وه چې چې د خپل واک د ژغورلو او غځولو لپاره اړينه ده چې د پښتنو له ځواک نه ګټه واخلي. نو همدا لامل وه چې نوموړی له کندهار نه کابل ته په لاره د غزني په شاوخوا کې ازاد خان ته وړانديز وکړ چې له ده سره سوله وکړي.
نادر افشار چې د غلجيانو واک را نسکور کړی وه. ده نه يوازې ابداليان (په سر کې احمد خان ابدالي) د ځان پلوي کړل بلکې غلجيان يې هم پخپل پوځ کې ونيول چې موږ ازاد خان غلجی او نور محمد خان غلجی د بېلګې په توګه يادولی شو.
ازاد خان د سولې له تړون نه وروسته د کابل په نيولو کې (۱۷۳۷ ز – ۱۱۵۰ سپوږميز) له نادر سره ډېره مرسته وکړه او په ۱۷۴۱ ز کال له نوموړي سره يو ځای ايران ته راغی.
نادر افشار د بغداد د نيولو په مهال د ازاد خان له جنګياليو نه ډېره ګټه واخسته. د کوفې او د شېراز په نيولو کې هم د ده ونډه د پام وړ وه.
ازاد خان افغان بيا د نادر افشار لخوا د اذربايجان سيمې ته واستول شو. هلته نه يوازې پوځي جنرال وه بلکې د نادر افشار د ترور زوی «اسلان خان» مرستيال هم وه.
ازاد خان د ګرجستان د نيولو لپاره هم يوه شتله جګړه وکړه، خو بيا يې د هغه ځای له واکمن سره روغه وکړه او «ارس» د دواړو سيمو ګډه پوله وګنل شوه.
ګندا سنګ هم د دې خبرې پخلی کړی دی چې د نادر افشار قومندان ازاد خان د اذربايجان پارسي ولايت تر خپل واک لاندې را وستی وه.
ګندا سنګ دا خبره هم کوي چې د ازاد خان خيالات ډېر اوچت وه، ده غوښتل چې ايران. افغانستان او هندوستان يو هېواد کړي.
ښايي د نادر افشار د ژوند په وروستيو کې به ازاد خان دومره واک او ځواک په اذربايجان کې خپل کړی وه، چې سکه پخپل نوم ووهي او ان تر دې چې له نادر افشار سره هم په جګړه کې ښکېل شو.
د نادر افشار له مړينې وروسته «ايران يو ځل بيا له ستونزو سره لاس او ګرېوان شو. د خزر شاوخوا سيمې د محمد حسين قاجار،ګرجستان د «هراکيلوس»، اصفهان د ابوالفتح او عليمردان، د ايران سهل د کريم خان زند او اذر بايجان د نامتو افغان ازاد خان په واک کې و.»([4])
وروسته د ايران په پلازمېنې، د واک په سر د عليمردان بختيار او کريم خان زند تر مينځ اختلاف را مينځته شو. ولې بختياري په ناڅاپي توګه ومړ او د واک په سردرې تنه هر يو ازاد خان افغان، محمد حسن قاجار او کريم خان زند د جګړې ډګرته را ووتل.
د دغو سيالانو تر مينځ څو وارې خونړۍ جګړې پېښې شوې. ولې پوښتنه دا ده چې محمد حسن قاجار او کريم خان زند خو د ايران اصلي اوسېدونکي ول، دوی کولی شول چې نور نوي ايراني جنګيالي پخپلو ليکو کې ودروي .خو ازاد خان افغان څرنګه کولی شول چې خپلې ليکې پياوړې کړي؟
حال دا چې د افغانستان واک تر مشهد او نيشاپور پورې د احمد شاه ابدالي په لاس کې وو.
« ازاد خان اوه کاله په پرلپسې وجنګېده او په پای کې له کريم زند سره روغه وکړه او د ژوند تر پايه د هغه په دربار کې د ميلمه په توګه پاتې شو.»([5])
په ايران کې، د واک په سر د ازاد خان هلې ځلې
د نادر افشار له مړينې وروسته ازاد خان افغان د اذربايجان شاوخوا سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي او په دې هڅه کې شو، چې د خپل واک او ځواک د لا پراختيا او پرمختيا لپاره بډې را ووهي:
۱- لومړی يې په ۱۷۴۷ ز کال د جولای په مياشت کې د اذربايجان د لا ټينګښت او پايښت لپاره يوه پياوړي ځواک ته دنده وسپارله چې د پلازمېنې په توګه اذربايجان وساتي.
۲- ازاد خان په ۱۷۵۰ کال نقي خان د اذربايجان د بېګلربېګي په توګه وټاکه او پخپله يې د ځواکونو د پياوړتيا لپاره ازبکان، افشاريان، کردان او په ټوله کې د سيمې بېلابېل قومونه او په ځانګړي ډول هغه وګړي چې له نورو واکمنو په تنګ راغلي ول په ځان را ټول کړل.
٣-ازاد خان هغه افغان جنګيالي وو، چې له نورو مشرانو لکه محمد حسن خان قاجار، کريم خان زند او نورو سيمه ييزو واکمنو سره ول او د هغو لپاره جنګېدل، را وغوښتل او د ځان ملګري کړل.
يو شمېر افغان وګړي چې د ايران مشرانو د تعصب له مخې ووژل، يو شمېر نور له وېرې نه دې ته اړ شول چې ازاد خان ته پناه راوړي.
يو وخت داسې راغی چې بېوځله افغانان د کريم خان زند لخوا چې دی لا د نورو ايراني مشرانو په پرتله زړه خوږی انسان وه، د نوي کال (نوروز) په نمانځنه کې د نهو (۹) زرو په شاوخوا کې چې ښځې او ماشومان هم پکې ول ووژل شو.
«کريم خان ګڼ شمېر افغانان په دې نوم چې دويته د نوروز د جشن په وياړ ډالۍ او انعامونه ورکوي تهران ته را وغوښتل. بيا يې خپلو پوځونو ته د هغوی د وژلو امر وکړ.»([6])
۴- ازاد خان په ۱۷۵۱ ز کال په ارمنستان بريد وکړ، ګورجي واکمن «تېمورس» د خپل زوی «هراکليوس» په مشری يو پوځ ور واستوو. کوم افغانان چې د هراکليوس په پوځ کې وه و نه غوښتل چې له ازاد خان افغان سره وجنګېږي نو ځکه د دواړو غاړو تر مينځ سوله وشوه.
ازاد خان د اوښيارۍ له مخې يو شمېر سيمه ييزه واکمن د ځان پلوي کړل چې موږ د کرمان ميرزا تقي خان، عبدالعلي خان، فتح علي خان ارشلوی افشار، شهباز خان، د اورميې والي موسی خان (چې بيا يې خپله لور قز آغا هم ورته په نکاح کړه) او په لسګونو لوی او واړه سيمه ييزه واکمن يادولی شو.
۵- کله چې ازاد خان د اورميې والي د ځان ملګری کړ نو بيا يې په تبرېز کې يو پياوړی لښکر سمبال کړ او په ګرجستان يې بريد وکړ. هراکليوس نه يوازې تسليم شو بلکې خپله خور يې هم ازاد خان ته په نکاح کړه.
۶- په ۱۷۵۲ ز کال د ازربايجان شاوخوا سيمې هم تر ولکې لاندې را وستې او د يوه پياوړي ځواک څښتن شو. په ۱۷۵۳ ز کال يې وغوښتل چې خپل واک لا پراخ کړي هغه وه چې د کريم خان زند تر واک لاندې سيمې وګواښلې او له اذربايجان نه درې (۳۰۰) ميله لرې ځمکې تر بريد لاندې ونيولې او دا هغه مهال دی چې د کريم خان زند او عليمردان د ځواکونو تر مينځ جګړه روانه وه.
که څه هم په دغه بريد کې ازاد خان بريالی نشو خو له اذربايجان پرته يې ارمنستان هم په واک کې راوست چې خليل خان افغان يې بيا د هغې سيمې والي وټاکه.
۷- ازاد خان په ۱۷۵۳ ز کال له يوه پوځ سره له اذربايجان نه د پارس په لور وخوځېد او د عليمردان بختياري هغه وړانديزيې ومانه چې له ده څخه يې د کريم خان زند په وړاندې پوځي مرسته غوښتې وه.
ازاد خان افغان له اته زره کسيز پوځ سره له کردستان نه کرمانشاه ته په لار خبر شو چې عليمردان ماته وخوړه او کريم خان زند بيا له ازاد خان سره جګړه پيل کړه. ازاد خان پدې جګړه کې ځکه بری وموند چې د زند دوه سردارانو شيخ علي او محمد خان له جګړې نه ځانونه ګوښه کړل.
۸- که څه هم کريم خان اصفهان ته وتښتېد، ولې د ازاد خان جنګيالي بيا هم ور پسې ول، هغه چې د جګړې وس نه درلود نو مخ په شېراز وتښتېد.
ازاد خان چې اصفهان ونيو نو ځان يې پاچا کړ او بيا يې د پاچاهۍ له اعلان وروسته سکه هم پخپل نوم ووهله.
تاکه ازاد خان در جهان باشد سکه صاحب الزمــان باشـــد
د اصفهان وګړي چې د زند له ظلمونو په تنګ راغلي ول، د ازاد خان پوځ او سردارانو ته يې هرکلی ووايه او دی د ځانګړو مراسمو له مخې د اصفهان په تخت کېناست.
ازاد خان افغان خو په ۱۷۵۳ ز کال د پارسيانو په پلاز اصفهان کې د پاچاهۍ تاج په سر کړ، خو بيا هم ايران مېشتو سيمه ييزو واکمنو د نوموړي په وړاندې يوه ټلواله جوړه کړه.
کريم زند په ۱۷۵۴ ز کال په دې پوه شو چې شېراز ته کوم ګواښ پېښېدونکی دی. نو وېپتېله چې کرمان لاندې کړي. ولې چا ورته خبر راووړ چې ازاد خان کاشان ته په لاره دی نو ده خپل لوری بدل کړ چې اصفهان ونيسي.
د ازاد خان پوځي ګارډ چې شمېر يې د درې (۳۰۰) سوه تنه په شاوخوا کې وه د دې وس نه درلود چې د کريم خان زند په وړاندې ودرېږي نو هغه ته يې پناه يووړه.
هغه وه چې په ۱۷۵۵ ز کال د ډسمبر په ۱۷ نېټه اصفهان پرته له ډزو ډوزه د زند په ولکه کې پرېووت.
ازاد خان له يوې خوا د محمد حسن قاجار له ګواښ سره په تهران کې مخ وه او له بلې خوا يې اصفهان له لاسه ورکړ. ولې لکه څنګه چې کريم خان په اسانۍ سره اصفهان ونيو دا رنګه يې يو کال وروسته (۱۷۵۴ ز کال) په اسانۍ سره له لاسه ورکړ او محمد حسن خان قاجار لاندې کړ.
ازاد خان نه يوازې اصفهان بېرته لاندې کړ بلکې د هېواد شمالي سيمې يې هم لاندې کړې. خو دا هر څه لنډمهاله وو، ځکه چې ازاد خان افغان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېړان شو. د ساري په توګه کله چې د ده د دفاع وزير فتح علي خان افشار د ده دښمن محمد حسن خان قاجار ته ور واووښت، نو دی يې ډېر بې واکه کړ.
ازاد خان افغان، کريم خان زند او محمد حسن خان قاجار يو بل سره څو څو ځله په جګړو کې ښکېل شول خو وروستی بری د هېچا په برخه نشو، ان د ازاد خان په برخه هم نشو. ولې د ژوند په وروستيو کې د کريم خان زند سره سوله وکړه او دا لا څه چې دوی دواړه همځولي هم ول .
خو د «جان پيري» د ليکنې له مخې ازاد خان د کريم خان زند له مړينې دوه کاله وروسته په ۱۷۸۱ د ۷۶ کالو په عمر ومړ.
ازاد خان په پنځو ژبو روانې خبرې کولی شوی لکه پښتو، پارسي، کردي، ازبکي… دی نه يوازې يو جنګيالی واکمن وه بلکې يو اوښيار،سوله خوښوونکی او د انصاف څښتن هم وه، ده د خپلې واکمنۍ په مهال يو شمېر ټولنيز فرمانونه هم د خلکو له غوښتنې سره سم خپاره کړل چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.
د ده له مړينې وروسته کورنۍ يې په لغمان کې مېشته شوه. ولې نده څرګنده چې چېرته؟
[1] – ګنداپور شېرمحمدخان خورشيد جهان ۲۱۷ مخ.
[2] – همدغه اثر ۳۱۲ مخ.
[3] – Reverty George Travel to Afghanistan.P.610
[4] – غبار مير غلام محمد افغانستان در مسير تاريخ ۳۵۳ مخ.
[5] – Sir Percy Sukas Persia vo 12.P. 277 – 279
[6] – د همدان نوم ورکي ليکوال اثر مجمع التواريخ ۳۲۲ – ۳۲۳ مخونه.
ازادخان افغان
په غزني ولایت کې د غزني ښار ته څیرمه یو کلی دی. چې ټول ځانونه د ازادخان غلجی – افغان اولاده ګڼي. اولاده يي ځانونه اندړ بولي او دا چې د سلیمانخیل پوری تړاو يي هم هغوئ ردوي. دا خبره هم کوي چې دا چې د ده دپلار نوم سلیمان و. نو ځینو په تیروتنې سره په سلیمانخیل پوري تړلی دی. بله خبره دا چې په دې د سلیمانځو په نوم څو کلي په ده یک ولسوالي کې شته ټول ډیر نژدې سره پراته دي او هغوئ هم اندړ دي، او په خپله اندړو ( شلګر) کې هم یو کلی سلیمانځی شته چې کیدای شي همدې کلیو نه یوه ته به منسوب و. خو مورخینو دا په تیروتنې سره سلیمانخیل کړی وي. دا چې به لغمان کې د دوئ د کورنۍ کوم څوک هالته وي. د ازادخان اولاده يي په اړه څه نه وايي: کاڼی صاحب هم دی دغزني ښار ته نژدې د ازادخان په کلي کې د اولادې شتون مني. دوۍ ډیری له خپلو نومونو سره ( ازاد زوی) کاږي، دغزني د بوهني مرستیال نثاراحمد ازاد زوی، د غزني دسکتوری ریاست ریس جبراییل ازاد زوی، نصیر ازادزوی، نجیم ازاد زوی او… ما د دغه کلي له ډیرو اوسیدونکو سره خبرې اترې شوي له نژدي يي پیژنم دوئ ځانونه اندړ ګڼي.