تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) په ترکېه کې مېشت افغان کډوال، چې له ترکيې څخه ېې د په زوره ویستو لړۍ چټکه شوې، دغه هېواد ورسره په ناوړه چلند تورنوي.
يو شمېر دغو کډوالو، چې په ترکیه کې ېې د استوګنې قانوني موده پای ته رسیدلې او يا په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي، په ترکیه کې د افغانستان سفارت هم ګرموي، چې ستونزو ته ېې د پاملرنې پر ځای له ترکيې هېواد سره په ګډه د دوی پر وړاندې ځورونکي ګامونه همغږي کوي.
يو شمېر دغو کډوالو طلوع نيوز ته ويلي، چې د ترکېې پولیسو او نورو امنيتي ارګانونو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته مخه کړې او دوی یې شکنجه کړي او توهین کړي دي.
په ترکيه کې د افغانستان سفارت او ترکي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کابل هوايي ډګر د مسوولينو د معلوماتو له مخې ، ترکیه هره ورځ شاوخوا ۳ سوه تنه افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي.
د افغانستان د نظام له نسکوریدو سره د نورو هېوادونو تر څنګ زرګونه افغانان په دې هیله ترکېې ته لاړل، چې له هغه ځايه ممکن د نورو هېوادونو ويزې ترلاسه کړي.