دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط-ان د اسلام کلا بندر ويجاړې شوې سرحدي پوستې رغوي

ط-ان د اسلام کلا بندر ويجاړې شوې سرحدي پوستې رغوي

تاند(سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) د طالبانو پوځي چارواکو ویلي چې له ایران سره پر ګډه پوله د افغانستان ټولې سرحدي پوستې رغوي.

 د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې په دې لړ کې د طالبانو د الفاروق قول اردو مرستيال ملا عبدالشکور بريالي د اسلام کلا سرحدي سيمې ته سفر کړی دی.

دغه طالب چارواکي ويلي، چې له ایران او ترکمنستان سره د افغانستان ټولې ويجاړې شوې پوستې به ورغوي.

د ده په وینا، په دې برخه کې عملي ګامونه پیل شوي او په نیږدې راتلونکي کې به د یادو پوستو ټولې ويجاړې شوې برخې ورغول شي.

د طالبانو یاد شوی پوځي مقام زیاتوي، چې د دفاع وزارت په لارښوونه یې د افغانستان په نورو سرحدي برخو کې هم ورته هڅې پیل کړي، څو د ټولو سرحدي سيمو ويجاړې شوې برخې ورغوي.

په وروستیو کې د افغانستان د طالبانو او ایراني پوبه ساتو ترمنځ په پولو کې څو ځلې نښتې وشوې.

د ایران تسنیم اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په قول ویلی چې د ايران او افغانستان ترمنځ په ګډه پوله کې د نښتو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، د ده په ادعا د طالبانو د بې غورۍ له امله نښتې شوي دي.

خو راپورونه وايي چې له افغان مسافرو سره د ایراني پوبه ساتو بد چلند یا د افغانستان خاورې ته د ایراني ځواکونو رامخکې کېدا سبب شوې چې طالب پوله ساتي غبرګون وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب