دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپکتيکا کې زلزلې ۳۱تنه ټپيان او لسګونه کورونه ونړول

پکتيکا کې زلزلې ۳۱تنه ټپيان او لسګونه کورونه ونړول

تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) ‏‏‏‏‏‏د پکتیکا په ګیان او زیړوک ولسوالیو کې د تېرې شپې په زلزله کې ۳۱ تنه ټپيان شوي او لسګونه کورونه هم نړېدلي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رییس محمد امین حذیفه وايي، چې تېره شپه دماشومانو او ښځو په ګډون په ګیان کې ۱۳ تنه او په زیړوک کې ۱۸ تنه ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته: د طالبانو رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند د دوی د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی، څو د پکتیکا زلزله ځپلو ته د مرستو رسول همغږي کړي.

پرون ناوخته ځايي چارواکو د وروستیو زلزلو له کبله د لسو تنو د ټپي کیدو او لسګونه کورونو د ویجاړیدو خبر ورکړی و.

پکتیکا کې څه موده مخکې د یوې سختې زلزلې له امله تر زرو پورې کسان وژل شوي او څو زره تنه نور ټپيان شول.

د يادې زلزلې وران شوي ځايونه تر اوسه پورې بيرته رغول شوي نه دي او سلګونه زره کسان دغې زلزلې زيانمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب