چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد یوه ډالر قېمت ۲۲۱ روپیو ته ورسېد، پاکستان له ۶ زر...

د یوه ډالر قېمت ۲۲۱ روپیو ته ورسېد، پاکستان له ۶ زر میلیون ډالرو ډېر تاوان وکړ

تاند(سې شنبې د سرطان ۲۸) پاکستانۍ رسنۍ وایي چې د دغه هېواد پولي واحد پاکستانۍ روپۍ (کلداره) نن د ریکارډ تر ټولو ټیټې کچې ته ولوېدله.

جیو نیوز تلوېزیون په خپل وېب سایټ لیکلي چې نن په پاکستان کې یو ډالر د بین البانکي تبادلې په حساب په ۲۲۱ روپیو تبادله شو، او په ازاد بازار کې په ۲۲۲ روپیو تبادله کیږي.‌

د مالي چارو پوهان وایي چې د ډالر پر وړاندې د هرې یوې روپۍ په زیاتېدلو سره په دغه هېواد د ولاړو بهرنیو پورونو اندازه ۱۳۷ زره میلیونه کلدارې (۶۵۲ میلیونه ډالر) زیاتېږي.

نن او پرون د یوه ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ قیمت نژدې ۱۰ روپۍ لوېدلی چې ورسره په پاکستان د ولاړ بهرني پور په اندازه کې خواوشا ۶ نیم میلیارد ډالر زیات شوي دي.

د تازه نرخونو په اساس،‌ د پاکستان د هندوستان او افغانستان د پولي واحدونو تر منځ توپیر داسې شو چې له زرو پاکستانیو روپیو څځه ۴۰۲ افغانۍ او ۳۶۴ هندۍ روپۍ جوړیږي.‌

تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان وویل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمې باید راخلاصې شي.

ویل کیږی چې پاکستان د خپل اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره په عاجله توګه له ۳۴ څخه تر ۴۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري، خو د کوم ځانګړي مرستندوی څرک یې نه لګیږي.

پاکستان په دې لړ کې یوه ډالر ته هم ارښت ورکوي، او په دې توګه غواړي چې د افغانستان ذخیره شوي بهرني اسعار راخلاص کړي او د کلدارې د سقوط د مخنیوي په سلسله کې یې په خپلو بانکونو کې ذخیره کړي خو دا لا معلومه نه ده چې آیا طالبان به یې ورسره ومني او متحده ایالات به دغه ډالر په واک کې ورکړي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب