دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې

د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې

لیکوال: د- ق.ن

(دویمه او وروستۍ برخه)

مخکې مې « د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې» تر سرلیک لاندې، په یو نوي انداز باندې (د سوالونو په طرح کولو‌سره) بعضې داسې کلیدي موضوعات او مطالبو ته اشاره کړې وه، چې په حقیقت کې د افغان ولس، آینده او بقا ورپورې تړلې، خو په عین حال کې، مطرح شوې پوښتنې حاکمې طبقې لپاره د سوچ کولو او پر خپلو پالیسیو او کردار  باندې د تجدید فکر زمینه هم برابروي، ځکه دوی چې اوس نوي د قدرت پر گدۍ شا لگولې ده، خپل هر عمل ورته سم او د خدای حکم معلومیږي، در حالیکه چې عیني و ضعیت کاملا بل څه بیانوي؛ په واضح ډول لیدل کېږي چې په موجوده نظام کې د شریعت د احکامو ځای د خلکو شخصي او فردي نظریاتو نیولی دی.

پر دې برسیره، مطرح شوي سوالونه دا په گوته کوي چې د اسلامي نظام جوړول څه داسې ساده خبره هم نده چې موږ فکر کوو، د حقیقي او پر دیني اصولو ولاړ اسلامي نظام جوړول، خورا ډیر ظرفیت، پوهه او ځیرکتیا غواړي نسبت و عصري نظامو نه؛ د اسلامي نظام چارواکي د پوهې او علمي ظرفیت نه علاوه، باید ډیر سپیځلي، ایمانداره، امین، با دیانته، عادل، پرهیزگاره، پر خپل نفس او شخصي خواهشاتو حاکم سړي وي او د هر نوع شخصي غرایزو او علایقو نه ځان وساتي، په تمام معنا خپل ټول قوت او انرژي د خلکو خدمت ته وقف کړي، او د دې ټولو په بدل کې، د هیڅ نوع امتیاز او شخصي گټو ته فکر او تمایل ونلري، کوم څه چې په موجوده زمان کې اصلا امکان نلري.

اوس د دې لپاره چې مخکنی بحث تکمیل شي، بعضی نور سوالونه مطرح کوم؛

۱-ستاسې امیرالمومنین نه غواړي چې د ده مخ څوک وگوري، د داسې پریکړې شرعي استناد بیان کړئ؛ در حالیکه چې حضرت محمدمصطفی (ص) او صحابه ی کرامو، همیشه د خلکو په منځ کې وو، امامت به یې کاوه، د دین د احکامو تبلیغ به یې کاوه، په تجارتي او نورو اجتماعي امورو کې یې برخه اخېستله، په جگړو کې د خپلو یارانو سره اوږه په اوږه برخه اخېستله او خلکو سره بیدون له پردې ملاقاتونه کول، آن تر دې چې امیرالمومنین حضرت عمر(رض) به د شپې له خوا یوازې ځان په کوڅو او بازارونو کې گرځیدل، تر څو د خلکو د ژوندانه حال احوال نه ځان خبر کړي.

۲- د ښه او نیک مسلمان یو صفت دا دی چې د هغې رسمي یا غیر رسمي دندې د تر سره کولو مسوولیت پر خپله غاړه وانخلي چې د ترسره کولو توان( ظرفیت) يې په ځان کې نه ویني ،ولو که امیر یا حاکم ورته د داسې وظیفې د تر سره کولو پیشنهاد یا امر هم کړی وي.

موږ د اسلام په تاریخ کې ډیر مثالونه لرو چې نیک او با دیانته مسلمانانو د رسمي وظیفې د تر سره کولو نه ډډه کړې او په حقیقت کې د اخروي مسوولیت نه یې ځان ژغورلی دی.

اما ستاسې په حکومت کې اکثر سرپرست وزیران د مسجد ملایان دي چې په اړوندو چارو کې مسلکي او تخصصي پوهه نلري، او په همدې علت د اداراتو چارې تقریبا په ټپه ولاړې دي، د داسې خلکو تعینول د وزارتونو پر څوکيو، د اسلام د مبین دین له اړخه څنگه ارزیابي کوی؟

آیا تاسو د دې  پلان لرئ چې د وزیرانو په بستونو کې مسلکي او متخصص کسان وگومارئ؟ که ځواب مو مثبت وي، دا کار کله ترسره کوی؟

۳- د هغه اسلامي نظام موډل، چې تاسو غواړی په افغانستان کې تاسیس شي، خلکو ته معرفي کړئ، تاسو کوم ډول اسلامي نظام غواړی چې په افغانستان کې حاکم شي؛ هغه اسلامي نظام چې 1500 کاله مخکې قایم په عربستان او ځینو نورو هیوادنو کې حاکم وو؟ او که غواړی چې د موجوده وخت د تحولاتو مطابق اسلامي نظام جوړ کړی؟ که تاسو غواړی د موجوده شرایطو په نظر کې نیولو سره نظام اسلامي جوړ کړی، بیا د دغو تغییراتو نوعیت به څه وي؟ او د کوم مذهب په اساس دا تغییرات را منځ ته کوی؟

آیا تاسو  د داسې اسلامي نظام غوښتونکي یاست چې د  آزادو، مستقلو، مستقیمو او سري انتخاباتو په نتیجه کې را منځ ته شوی وي؟

آیا خلکو ته د دې حق ورکوی چې خپل امیر او نور انتخابي مقامونه د همداسې انتخاباتو په نتیجه کې وټاکي؟ که چیرې داسې انتخابي نظام نه منی، شرعي دلیل او اضرار یې بیان کړئ؟

۴- آیا ستاسو په نظام کې د دولت درې گونې قوا( قضاییه، اجراییه او مقننه) موجودې وي؟ درې گونې قوا به د کوم قانون په اساس فعالیت وکړي؛ آیا د دغو قواوو د وظایفو د د حدودو د معلومولو لپاره اساسي قانون ته اړتیا وینی؟

۵-  ستاسې د اسلامي نظام د مسلحو قواو  په اړه خلک اندیښنه لري او دا وایي چې موجوده مسلح اشخاص له یوه اړخه د جنگ د ملي او بین المللي قواعدو نه بې خبره دي، قاطع اکثریت یې سواد نلري، او له بله اړخه حزبي هویت لري او صرف طالبانو ته ژمن دي، ایا تاسو د ملي مسلحو قواوو د جوړولو پلان لری ؟ که چیرې ځواب مو مثبت وي، دا کار کله شروع کوی، د مسلحوو قواوو د تجهیز او روزنې لپاره کوم پلانونه لری؟ بودیجه به یې له کومه شي؟

۶- امانت داري د اسلامي نظام اساسي رکن دی؛ د ملت مادي او معنوي پانگې باید په کلکه وساتل شي، آیا ستاسې په نظام کې داسې نظارتی میکانیزمونه شته چې د شويو قراردادو او تړونونو د روڼتیا نظارت وکوي او خپل معلومات له خلکو سره شریک کړي؟ که داسې میکانیزم موجود وي مثلا د معادنو د استخراج او د گمرکي عوایدو د ټولولو په اړه د دوی موندنې څه دي؟ ولې دا موندنې تر اوسه پورې خلکو سره ندي شریکې شوې؟ در حالیکه د افغانستان خلک خصوصا د معادنو د قراردادنو او استخراج په اړه ژورې اندیښنې او‌ د گمرکي عواید د ټولولو او مصرف د روڼتیا په اړه شک او تردید لري.

۷- دا چې مو د شخصیتونو د بیرته راتگ کمیسیون جوړ کړی، دا ډیر ښه کار دی، اما تر سره شوي اقدامات د خلکو په منځ کې ژور شکونه را پیدا کړي؛ تر اوسه چې څومره خلک د کمیسیون له طریقه افغانستان ته راغلي جرمي سوابق لري او په فساد ککړ خلک دي، له بله پلوه همدې خلکو په خارج کې سرمایه‌گزاري کړې او بچي یې په خارج کې اوسیږي او دوی پخپله هم څو تابعته خلک دي؛ آیا تاسو سره د دې تضمین شته چې دوی هغه سرمایه چې د فساد له طریقه یې راټوله کړې، بهر ته انتقال نشي؟ آیا په شرعي لحاظ د عامه دارائیو د بخښنې صلاحیت د امیر سره وي؟ ولی کمیسیون له دغو شخصیتونو څخه غوښتنه نه کوي چې خپل اولادونه هم‌ بېرته افغانستان ته انتقال کړي؟بله خبره دا چې د معلوماتو پر اساس د امارات د لوړ پوړو چارواکو بچیان هم اکثرا په خارجي هیوادنو کې ښه او هوسا ژوند لري، اوس خو په افغانستان کې اسلامي نظام قایم شوی، دوی ولې خپل اولادونه افغانستان ته نه انتقالوي؟ خلکو ته څه ځواب لری؟

۸- له یوې خوا نه تاسو د استقلالیت ادعا کوی او وایی چې په افغانستان کې د یو اسلامي نظام د تاسیس او د ملک د چارو په چلولو کې د دنیا هیڅ فشار ته به غاړه کېنږدي، له بلې خوا تاسو روزمره د همدې خارجي هیوادو په هوایي جهازونو او د دوی په پیسو، سفرونه کوی او په عاجزانه انداز دوی نه غواړی چې تاسو په رسمیت و پیژني او افغانستان سره مالي مرستې وکړي؟ ملت دا پالیسي څنگه ارزیابي کړي؟ آیا دا وضعیت د لاندې شعر په معنا نده؟

هم خدا خواهی و هم دنیای دون/ این خیال است و محال است و جنون

۹- ستاسو د عدلي او قضایي نظام موډل به څه رقم وي؛ د کوم هیواد عدلي او قضایي نظام غواړی د افغانستان لپاره کاپي کړی،عربستان، ایران، مصر؟؟ آیا تاسو دومره بشري منابع لرئ چې په نړیوالو معیارونو برابر عدلي او قضایي نظام جوړ کړی؟ که چیرې دومره بشري منابع موجوده نه وي، عدالت په افغانستان څه رقم غواړی تطبیق کړی؟

۱۰-‌په افغانستان ۱۴۰۰ عنوانه قوانین او تقنیني اسناد نافذ دي، ستاسې ادعا داده چې دا قوانین باید ټول مرور او غیر شرعي احکام ترې نه حذف شي، د دې کار د ترسره کولو لپاره مو څو کاله په نظر کې نیولي؟ چون د قوانینو د څیړنې او ارزونې لپاره متخصص خلک او کافي بودیجې ته اړتیا لیدل کېږي چې تاسو سره نشته، که چیرې دا کار ژر تر ژره ترسره نشي، د قانون خلا په کوم ترتیب غواړی رفع کړی؟

۱۱- ستاسې له نظره فساد فی الارض کله تحقق پیدا کوي؟  آیا د خپل نظر بیانول، خصوصا په داسې انداز چې د چارواکو اقدامات، تصامیم او اجراآت تر پوښتنې لاندې راوستي وي، د نظام په مقابل کې بغاوت شمیرل کېږي او که څنگه؟ آیا ستاسې په نظام کې خلک د خپل نظر په څرگندولو کې آزاد پریښودل کېږي او که څنگه؟ د بیان آزادي تر کومه بریده تاسو ته د منلو ده، در حالیکه چې امر به معروف و نهی از منکر د هر مسلمان وجیبه ده.

داسې ډیرې نورې پوښتنې هم شته چې د خلکو فکر او ذهن یې مصروف کړی، پدې معنا چې د افغانستان خلک که په د ننه افغانستان کې دي او که په نورو هیوادونو کې له خپل مبهم او مجهول سرنوشت نه کړیږي او مهه خبره دا ده چې د همدې وضعیت له کبله روزانه په میلونونه افغانۍ د افغانستان اقتصاد ته ضرر پیښیږي، خلک وطن پریږدي او په لسهاوو نور مشکلات را پیدا کېږي.

بنا ښه به دا وي چې خپل ځان او د کړنو مسیر اصلاح کړو که نه وخت به تیر وي او:

 زمستان می گزرد- رو سیاهی به زغال می ماند.

د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب