استادشهسوار سنګروال
د انسانانو له نوښت نه ډکه یوه تاریخي پېښه د لیک پيدايښت وه، چې د ډېرو بریاوو پر مخ پرتې ستونزې یې له مینځه یووړې.
دا د انسان د پوهې او شعور وده او پرمختګ وه، چې یو د بل پسې تولنیزو ارزښتونو ته پراختیا بښله او هم یې یو دبل پسې نوې نوښتونه او اختراع ګانې رامینځته کولې.
د دې لپاره چې انسان د خپلی پوهې بریاوې نورو ته ورسوي او یا یې راتلونکي نسل ته په میراث پریږدي، د خپلو مادي او معنوي ارزښتونو د نمانځنی لپاره یې د لیک نښو یو تولنیز قرار داد رامینځته کړ، هم یې تصویري او انځوریزه بڼه ورکړه او هم یي د خپلو نوښتونو او اختراګانو تخته وکاګله. که څه هم د تصویرونو او انځورونو کاږل او کښل له انسان سره یوځای مل وو. ان هغه مهال چې وګړو په سمڅو او غارو کې ژوند کاوه، د ډبرو پر مخ یې ځنې هغه طبعي توکي، چې دوېته یې ګټه رسوله رسمول.
دغه ډول نښی نښانې، نخشې، انځورونه او تصویرونه، د نړۍ د ډیرو هېوادونو په لرغونو توکو کې تر سترګو کیږي، خو تر اوسه لا دغه په بشپړه توګه سپینه شوې نده، چې کوم قوم، کومې سیمې او کوم هېواد د لومړي ځل لپاره د دغې وړتیا او پیاوړتیا وس پیدا کړ، چې د داسې یو ستر کار جوګه شول؟
تر اوسه خو د څېړنو هغه برخه لوڅه شوې، چېرته چې لرغونپوهانو کېندنی او څېړنې کړیدي، دغه ستونزه له هغې ستونزې سره ګډه پوله او تړاو لري، چې اوسنۍ تکنالوژي دغه خبره په یقیني توګه نده سپړلې، چې لومړنی انسان کله او چېرته د نړۍ پر مخ وزېږید؟
سره د دې ټولو ستونزو او کړاوونو، بیا هم ژبپوهان او لرغون پېژندونکي انګېري، چې له مخزیږدي نه «۶۰۰۰» کاله د مخه یو انځوریز او تصویري لیکدود رامینځته شو، خو د هر چا لپاره د لیکلو او لوستلو وړ نه وه. مانا دا چې ډېر ګران ځکه وو، چې د شیانو د انځورونو کاږل د هر چا کار نه وه او هر چا د رسم ایستلو وړتیا او استعداد هم نه درلود اودجغرافېیوي جوړښت له مخې دچاپېریال ټول توکي یوشان نه وو،چې انځوریز شي .
د وخت په تېرېدو او د تجربو په زیاتېدو، یو شمېر مخکښو او نوښتګرو انسانانو د لیک لوست ځانګړني نښې او سمبولونه اسا نه کړل او د یوه تولنیز قرار داد او هوډ له مخې د کښلو سپارښتنه وکړه.
د مخزیږ دي ۳۳۰۰ کالو په شاوخوا کي د تېر په پرتله د لیک لوست نښی نښانې نورې هم اسانه شوې، ان تر دې چې د یوه لیک په بڼه یې یو شمېر تاریخي پېښې، د مذهبي عقایدو او استورو ارزښتونه او نور ټولنیز پرمختګونه……..ولیکل، چې بیا یې دغه لیکونه د هېروګلیف (هیروغلیف hieroglyph) او میخي لیک ډول پنوم یاد کړل.
دغو دواړو لیکډولونو سرچینه له انځوریز او تصویري لیکډول نه تر لاسه کړه. د هېروغلیف لیک نښې د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر او وروسته بیا د بین النهرین په سومر کې ولیدلی شوي.
مصریانو د دغه لیک پر مټ د خپل هېواد مذهبی دودونه، ادبیات، ولسي کیسې د نمانځنې په دېوالونو ولیکل. یونانیانو بیا دغه لیک د هېروغلیف د سپېڅلي لیک پنوم یاد کړ.
دویم لیکډول، د میخي (پیکاني) پنوم یادیږي چې لومړی ځل د دغه لیک نښې په سومر دره کې وموندل شوې، چې وروسته له دغه لیک نه اکدیانو، بابلیانو او د آشوریانو وګړو ګټه واخسته، چې رورو یې خپلو نورو ګاونډېیو هېوادونو ته هم لاره وکړه.
یو شمېر ژبپوهان په دې اند دي چې له مخزیږ دي نه ۲۵۰۰ کاله د مخه (یو شمېر ۱۱۰۰ ق م ښېي) د هېروغلیف الفبا، د لومړي ځل لپاره فنقیانو وکښله، چې ۲۴ حروف یې درلودل.
داسې انګېرنې هم شته چې په خټینو توکو باندې د داسې نښو او سمبولونو توږل شوي انځورونه، چې د شمېرو د نښو ښکارندوي وکوي او په حساب و کتاب کې وکاریږي د زیږد نه شاوخوا ۸۰۰۰ کاله د مخه را څرګند شول، چې بیا نه یوازې د شمېرو، بلکې د مفهمومونو او د پوهېدا لېږد لپاره هم کارېدل.
په توله کې باور دا دی، چې تر ټولو پخوانی لیک ۵۵۰۰ کاله د مخه مېسوپوټامېا mesopotam یا بین النهرین سیمه کې را څرګند شو
—۲—
په افغانستان کې د بېلوبیلو لیکدودونو لیکبڼې
لکه څنګه چې د هېروغلیف لیک، نښې نښانې په لرغوني مصر او د میخي لیکډول څرک په سومر دره کې وموندل شوې، دارنګه ا رامي لیکډول هغه مهال دود شو چې ارامي arameans وګړو، د فنیقیانو له ځوړتیا او کمزورۍ وروسته (د ۵۸۶ م ز په شاوخوا کې)، کله چې د وچې له لارې سوداګریزې چارې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، نو په دجله او فرات کې ارامي لیک، د اشوري لیک پر ځای وکارول شو، چې په ډېرې چټکۍ له مصر نه راواخله تر هند پورې خپور شو. ارامي وګړو له مخزیږ دي نه پنځلس ۱۵ پېړۍ وړاندې لومړی په عربستان، بیا همدغسې د سوريي تر شماله پوری خپله واکمنۍ وغوځوله.
تر اوسه چې کوم لرغونی ډبر لیک پدې اړه تر سترګو شویدی له مخزیږ دي نه ۸ پېړۍ وړاندې د سوري له شمال نه تر ګوتو شو.
ارامي لیک دود یو شمېر اسیایي هېوادونو ته هم لاره ومونده، له هخامنشیانو (۵۵۰ – ۳۳۰ م ز) نه راوخله تر راوروسته پېرونو پورې ان د افغانستان دیوشمېر سیموپه شمول یو شمېر نورو هېوادونو دغه لیکدود خپل کړ.
په افغانستان کې د دغه لیک په تړاو چي کوم څه تر لاسه شویدي د یونانیانو د واک او ځواک مهال په ګوته کوي. په دغه سیمه کې ارامي خط له یوناني او خروشتي دمخه وو او خروشتی لیک هم له ارامي لیک نه راوتی دي، چې له ښي اړخ نه کیڼ ته لیکل کېده.
د هخامنشیانو د ټولواک کوروش په مهال (۵۵۰ – ۵۲۹ م ز) او ورپسې د داریوش (۵۲۲ – ۴۳۶ م ز) د ټولواکمنیۍ د وخت په اثارو کې ارامي لیکدود او هم ارامي ژبه شامله وه، چې ختیځه لهجه یې بلله او د سلطتني کورنۍ لیکدود یې ګاڼه.
په افغانستان کې تر دغه دمه پدې اړه کوم ډبر لیک او اثار ندي تر لاسه شوي. که څه هم ارامي خط لیکنې د یوناني خط پېړۍ دي، چې د مخزیږ دي دریمی او څلورمې پېړۍ پوری اړه لري. ولی په لرغوني هند او ټکسلا کې په ځانګړي ډول په ټکسلا کې د ارامي لیکدود یو پخوانی ډبر لیک د کندنو په ترڅ کی وموندل شو، چې ۵۰۰ م ز کال شاوخوا زمانه پکې اټکلېدلی شي، هغه مهال چې ارامي لیک د فنیقیاتو او بابلیانو په وسیله د هند سهل ته ورسېد….
«دغه لیک د مخزیږ دي ۷ پیړۍ په شاوخوا کې د یوه ناګری deva-naghri» لیکدود (یانې د خدایي یا شاهي لیکدود) د سنګرت ژبې مبدا وګرځېده» [1] کوم ډبر لیک چې د ۵۰۰ مخزیږ دي شاوخوا په ټکسلا کې تر لاسه شو، باید لومړی پدې وپوهېږو چې د ټکسلا د هېواد ټولواکمنۍ د چا تر واک لاندې وه؟
له یادې نېټی نه د مخه او یا یو څه وروسته کومو واکمنو چې په دغې موهمې سیمې واک چلولی دی لنډیز یې داسې دی:
ـ په ۵۱۸ م ز کال د دې سیمې واکمن ګشتاسب وه.
ـ په ۳۲۶ ز کال د دې سیمې پاچا امبهی وه چې سکندر ته تسلیم شو.
ـ په ۳۱۷ ز کال چندراګوپتا د موریا کور مخه بنسټ کېښود.
ـ په ۲۷۴ ز کال اشوک (اشوکا) یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه چې پلازمېنه یې ټکسلا وه او هدیره یې هم دلته ده.
د اراحي لیک کوم ډبر لیک چې دلته وموندل شو، په څنګ کې نور لسګونه لرغوني ډبر لیکونه د ټکسلا په موزیم کې ما (سنګروال) او څېړل چې پخوا یې داسې دی:
۱ – د ملکي (Maya) د خوب ډبر لیک.
۲- دودونو ډبر لیکونه (a-n) 3rd – 2nd the renunciation phyllite
۳- د بودا لومړی وعظ، (first sermon)
۴- د بودا مړینه، (2nd – 3th AD…..) Death of Buddha mahaparnisvana
داسې په لسګونه ډبر لیکونه د ټکسلا په موزیم کې او ټکسلا ته څېرمه خانپو او د دغی سیمی په غرونو او غونډېیو کې مسي (فلزاتو) پورې شتون لري، چې څو بیلګې یې وکښل شوې ……
د جان مارشل (john marshal) په اند را تر لاسه شوي ډبر لیکونه دا په ګوته کوي، چې خروشتي لیک له ارامي وروسته، چې د هخامنشیانو په وسیله (۵۰۰ م ز) دې سیمې ته لېږدېدلی دی او ټکسلا هم له دې وروسته د خروشتي لیکډول دود وپاله.[2] د ساري په توګه د کندهار په زاړه ښار کې یوناني او ارامي یو ډبر لیک په ۱۹۵۸ ز کال تر لاسه شو، چې د ډبر لیک په تندي ۱۳ نیمې کرښې په یوناني او ۷ نیمې کرښی په ارامي لیکډول کښل شوې وې.
که څه هم په ډبر لیک کومه ځانګړې نېټه نه تر سترګو کیږي، خو داسې انګېرنی شتون لري، چې له سکندر نه وروسته د موریا کورنۍ په ځانګړي ډول د اشوکا د ټولواکمنۍ په مهال چې د دوئ واک تر کندهاره پورې رسېده، ښایې د غه او دېته ورته ډبر لیکونه د اشوکا د مهال وي چی د افغانستان د هغه مهال له ډبر لیکونو سره ورته برېښي.
«د لغمان (سنسکرت کې لمپاکا) کرغیو ته نږدې د شله ټک د غره په لمنه کې په ۱۳۴۸کال ډبرلیکونه تر سترګو شول او له ارامی لیکدود نه ډاګیزه کېږي، چې ښایي د اشوکا د واک په مهال کښل شوی وي » پوهاند هینګ په ۱۹۴۹ ز کال د لغمان ارامي ډبر لیکونو په اړه یوه مقاله خپره کړه، چې لرغونپوهانو ته ډېره د پام وړ وګرزېده.
همدا راز د ننګرهار په درونته کې هم «سونګ یون» یو شمېر ډبر لیکونه (۵۲۱ ز کال) لیدلي او د هغو یادونه یې کړېده.
له ارامي لیک سربېره د «براهمي» brahmi پنوم یو بل لیکډول په هند کې شتون درلود. داسې نښې نښانې تر سترګو شویدي چې د افغانستان په ختیزو سیمو کې د اوه (۷) پېړیو په شاوخوا کې د خروشتی، یوناني، پهلوي او د یوه ناګري سره، براهمي لیک هم دود وو.[3]
د یوناني لیکدود نښې نښاني هم په افغانستان کې، یو شمېر ډبر لیکونو په مخ لیدلی شویدي.
د برټش موزیم په انګړ کې دوه درې خونې د ای خانم او نورو لرغونو توکو لپاره ځانګړې شوې وې، چې تر ډېره بریده یې د یوناني کلتور دب دبه په ګوته کوله.
ما پدې باب یوه څېړنیزه مقاله خپره چې په هغې د یوناني لیکدود څو بېلګې هم وړاندې شوې وي. په څو کتیبو کې یوناني ژبې او یوناني لیکدود بېلګی هم کښل شوې وي، چې د ډېرو مینه والو پام یې راګرزولی وو.
له تخار نه پرته د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د یوناني لیکدود ډبر لیکونه تر سترګو شوې دي، چې موږ کابل، کندهار، تخار، سرخ کوتل او باګرام د ساري په توګه یادولی شو.
د خروشتي لیکدود کتیبي هم د افغانستان په ختیزو سیمو کې له مخزیږ دي دریمې پیړۍ نه را واخله تر پنځمې زیږدیزی پېړ ۍ پورې ،چې یو ټاکلی مهال په ګوته کوي تر سترګو شوي دي او د ارامي لیکدود په څېر له ښي نه کيڼ لور ته لیکل کېده. دغه لیکدود تر ډېره بریده د ګندهارا په لویو ښارونو کې دودوو، چې موږ ټکسلا، ختن، ارغنداب، کندهار، ننګرهار (هډه)، بغلان، باجوړ، پېښور، اشنغر او په لسګونې نورې لوی او وړې سیمی یادولی شو.
«ویلسون په خپل کتاب اریانا انتیکوا کې پدې اړه داسې انګېري چې ګڼې پر لپسې کتیبې له ختن نه راواخله تر افغانستان او شمالي هندوستان پورې شتون لري، چې په بېلابېلو لیکدودونو کاږل شویدي…..»[4]
مانا دا چې خروشتی د نه (۹) ژبو لیکدود دی…..چې ان د سنسګرت او پراکریت کتیبي هم پرې نوشته شویدي. له دې برسېره د ډېرو نامتو تولواکو لکه د یوناني، موریایي، باختري او کوشاني واکمنو کتیبی هم تر سترګو شویديی.
د نړۍ په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې ګڼ شمېر ډبر لیکونه چې بېلابېلو لرغونو ژبو پورې تړاو لري شته چې تر اوسه پورې ندي لوستل شوې په افغانستان کی هم ډېر ډبر لیکونه د هېواد په بېلابیلو سیمو او موزېمونو کې ګورو چې لوستل شوي ندي.
د ساري په توګه د خروشتي لیک نمونې د بیلګې په توګه یادولی شو، چې تر اوسه په بشپړه توګه ندي لوستل شوي.
له دې چې تېر شو، یادی کومې ژبې او یا د ډبر لیکونه، چې موږ یې یادونه وکړه، تر ډېره بریده یې له سیمه ییز ارزښت پرته نړیوال شهرت هم درلود.
ولې یو شمېر داسې سیمه ییزې ژبې او لهجې وې چې د لرغونپوهانو پام ورته ندی شوی او یایې نوم ندی اورېدلی، نو ځکه خو یې څېړنه پرې نده کړې. بلکه کومه خبره چې ډېره موهمه ده هغه دا چې یو شمېر بهرنیو هېوادونو د خپل واک د پراختیا لپاره پخپلو ګاونډېیو بریدونه کړیدي نه یوازې هغه هېواد یې لاندې کړیدی، بلکې خپله ژبه او خپل لیکدود یې هم پرې تپلی دی.
همدا لامل دی، چې سیمه ییزې ژبې له لیکدوده و لېدلي .. . او ان ډبر لیکونه ته یې هم لاره نده موندلې.
د مثال په ډول افغانستان یادوو، چې له هخامنشیانو نیولی تر یونانیانو او همدغسی تر موریایانو پوري افغانستان ولکه کړی وو. دوی نه یوازې خپل لیکدود پرې تپلی وو، بلکې خپل مذهب یې هم پرې منلی وو.
په افغانستان کې د اریایي او نا اریایایي ژبو د لیک لوست وده او پرمختګ وه، چې د تاریخی دورې پېدايښت، پرمختیا او پراختیا ته یې لاره پرانسته.
(پوهاند حبیبي، تاریخ خط و نوشته های ۴۱۰۰ ۸ مخ[1]
[2] ( john marshals guide to taxila p.78
[3] ( Cambridge history of india. i.p. 62/449
(ویلسون اریانا انتیکوا لندن چاپ ۱۸۴۱ ز کال[4]
ډېره په زړه پورې لیکنه ده ، سنګروال صاحب د تر ډېرو مونږ ته ژوندی وي .