یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت د ښځينه کارکوونکو دندې د هغوی د کورنۍ غړو ته...

مالیې وزارت د ښځينه کارکوونکو دندې د هغوی د کورنۍ غړو ته ورکوي

تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) ‏‏‏‏‏د طالبانو د مالیې وزارت له خپلو ښځينه کارکوونکو غوښتي، چې پر خپل ځای د خپلو کورنيو نارينه غړي په ياد شوي وزارت کې د دندو د ترسره کولو لپاره معرفي کړي.

د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې د ماليې وزارت د ښځينه کارکوونکو په حواله ویلي، چې د طالبانو دغې پریکړې هک پک کړي دي او نه پوهیږي څنګه چلند ورسره ورسره وکړي.

ښځينه کارکوونکو د طالبانو دغه پریکړه له ټولنې او حکومتي جوړښت څخه د ښځو د حذف وروستي اقدامات ګڼلي او ويلي، چې طالبان د داسې پريکړو په ترسره کولو څرګندوي، چې د ښځو د حقونو د تامينولو په اړه يې ټولې ژمنې دروغجنې وې او دوی هماغه پخواني افراطیان دي.

طالبانو د دغې پریکړې په اړه ېې څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره نه يوازې د سلګونه زره نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو دروازې تړل شوي؛ بلکې په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو دندې هم ممکن منع شوي يا سخت قیودات پرې وضع شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب