چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+کمپیوټرپوهنه | ژباړه: رحمت شاه فراز

کمپیوټرپوهنه | ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هیري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز

دوهمه برخه

بې نامي او انټرنټ

بې نامي یا په داسې ډول اړیکه ټینګول چې د یوه شخص اصلي شناخت پکې څرګند نه شي. زیاتره انټرنټي برېښنالیکونه یا خبري خدمتونه د بې نامي د روش په اساس ډیزاین شوي دي. خو دا په دې معنا نه ده چې زموږ پیغام کوم نوم نه لري، بلکې دغه نومونه په اختیاري ډول انتخابېدلی او یا یو جعلي نوم هم کېدلی شي، چې دغه ډول نومونه په اصل کې د دوو موخو له مخې غوره کېږي، یو دا چې یو انلاین شخصیت وپنځوو او دوهم لامل یې دا دی چې د ناغوښتلو اړیکو له مسؤلیت نه ځان وژغورو.

ګټې

که یو نفر له مشخص انټرنټي ادرس نه ګټه اخلي، نو ممکن له وخت سره د نوموړي موقعیت او آن شناخت هم څرګند شي. خو کولی شو چې دغه پیغامونه د داسې بې نومه برېښنايي خدمتونو له لارې واستوو چې اصلي ادرس پکې له منځه وړل شوی وي. دغه راز، کولی شو ویب پرانیستنه هم د پراکسي سرورونو په واسطه په پټ ډول ترسره کړو. د پردیتوب دغه تګلارې  له شک پرته پاموړ اهمیت مومي، مثلاً وګړو ته د دې اجازه ورکوي چې په استبدادي حکومتونو کې (یا داسې نفر چې د لږکیو له ډلې وي) په ازاد او دقیق ډول خپل نظر څرګند کړي، ځکه نور د دې امکان نه وي چې دغه نفر دې تشخیص شي. خو دا ډول تخنیکونه د استعمالوونکي په اړخ کې یو څه پېچلتیا هم لري. بله دا چې عادي ګټه اخیستونکی د خدماتي شبکو له حسابونو څخه په مستقیم ډول ګټه اخلي او ځینې دولتونه، په تېره بیا چین له دې شبکو غوښتنه کوي چې د جرم د ترسره کېدو په صورت کې د ګټه اخیستونکي په هکله معلومات ورکړي.

بل لوري ته، جعلي نومونه (د خپلې لومړنۍ پېژندنې پر ځای  یو بېل نوم کارول) په ځینو دریځونو مثلاً په چېټ خونو او یا انلاین ګېمونو کې خلکو ته د دې اجازه ورکوي چې مختلف شناختونه او رولونه پکې تجربه کړي؛ چې ممکن د دوی موخه به دا وي چې دا معلومه کړي چې د یوه مختلف جنس یا توکم په ډله کې یو چاته په کومه سترګه کتل کېږي.

بې نومي راسره د خپل حریم په دفاع او ساتنه کې هم کومک کولی شي، په تېره بیا په تجارتي معاملو کې را سره ډېره مرسته کوي او په هماغه ډول خپله پېژندنه پټه پرې ساتلی شو، لکه په نغدي معاملاتو کې؛ یعنې په نغدو چې یو څه اخیستل کېږي، نو په عادي حالاتو کې د مشتري پېژندنې یا نورو شخصي معلوماتو ته کومه اړتیا نه پېښېږي.

خو بل خوا، په انلاین نړۍ کې بیا بېلا بېل سیسټمونه د خوندي انکرپشن په استفادې سره د نغدو پیسو داسې معادل هم رامنځته کولی شي چې له یوې خوا تجار ته د قانوني تادیې ډاډ ورکړي او بل لور ته د مشتري په باره کې هم نا اړین معلومات افشا نه شي. په دې سربېره، داسې اپلیکیشنونه هم شته دي چې د بې نومه ویب پرانیستنې وړتیا را کوي او د معلوماتو د جمع کېدو یا تعقیبېدو مخه نیسي.

ستونزې

د بې نومي اساسي ستونزه دا ده چې ګټه اخیستونکی کولی شي چې له ټولنیز پلوه په ناغوښتلو او ان جرمي فعالیتونو لاس پورې کړي، بې له دې چې د محاسبې او مسؤلیت وېره ورسره وي. په فزیکي ډول نشتون او جعلي نوم (یا د جعلي نوم استفاده) په ګډه ځینې خلک تر دې حده زړور کړي چې د سپکاوي او تفرقې په څېر کړنو باندې لاس پورې کړي، چې ممکن په دې ډول دریځونو کې د ګډون لپاره په عادي ټولنیز چوکاټ کې پر دوی بندیز لګېدلی وي. یو شمېر خدمات (مثلاً The WELL) بیا له ټولو ګډونوالو څخه اصلي پېژندنه هم غواړي، مګر لیکنې او پوستونه یې له جعلي نومونو څخه هم استفاده کولی شي.

سپام یا غولوونکي برېښنالیکو له بې نومي او جعلي نومونو دواړو څخه استفاده کوي، چې د بې نومي په مرسته د چارواکو له خوا د دوی تعقیب ستونزمن کېږي او د جعلي نوم په مټ بیا وېبپاڼې ته د یوه قانوني تجارت پوښ ور اغوستل کېږي. بې نومي د ګټه اخیستونکي لپاره د فایلونو ډانلوډول یا شریکول هم اسانه کوي، خو بل اړخ کې د ویډیوګانو، موسیقۍ او نورو موادو پنځوونکو لپاره بیا دا سختوي چې د چاپ او خپرواي د سرغړونو پر ضد اقدام وکړي. پر انټرنټ باندې د غولوونکو او نورو جرمي فعالیتونو د زیاتوالي له کبله داسې غوښتنې هم شوې دي چې د ګټه اخیستونکي د بې نومه پاتې کېدو پر وړتیا بندیز ولګول شي او ځینو هېوادونو مثلاً شمالي کوریا په دې برخه کې مقررات هم وضع کړي دي. خو د بیان ازادۍ پلويان او د حریم مدافعین په دې عقیده دي چې پر ازادۍ او حریم باندې د دغه ډول بندیزونو، امنیت او د قانون نفاذ ته تر ګټې، تاوان ډېر دی.

د وېبپاڼو لپاره د نوملیکنې ډېټابېس چې «WhoIs» نومېږي، هغه معلومات وړاندې کوي چې د یوې ځانګړې پاڼې لپاره د یوه شخص مسؤلیت یقیني کوي او بله دا چې د تخنیکي او مدیریتي ستونزو د حل په برخه کې همکاري ورسره کوي. دمګړۍ، د «هو ایز» معلومات د عامه لاسرسي وړ دي، خو (ICANN) یا د نومونو او اعدادو انټرنټي شرکت په پام کې لري چې د اړیکو معلومات ته یوازې هغه کسان لاسرسی ولري، چې لومړی خپله قانوني اړتیا واضح کړي.

اضافي لوستونه

1- Lessig, Lawrence. Code: Version 2.0. New York: Basic Books, 2006.

2- Rogers, Michael. “Let’s See Some ID, Please: The End of

Anonymity on the Internet?” The Practical Futurist (MSNBC), December 13, 2005. Available online. URL:

http://www.msnbc.msn. com/ID/10441443/. Accessed April 10, 2007.

3- Wallace, Jonathan D. “Nameless in Cyberspace: Anonymity on the Internet.” CATO Institute Briefing Papers, no. 54, December

8, 1999. Available online. URL: http://www.cato.org/pubs/

briefs/bp54.pdf. Accessed April 10, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب