چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد ملا برادر دفتر: ملا برادر په « ځانګړو ترتيباتو» د رسول...

د ملا برادر دفتر: ملا برادر په « ځانګړو ترتيباتو» د رسول الله د مبارک زیارت دیدار وکړ

تاند( سې شنبه ، د سرطان ۲۸ ) ‏‏‏‏‏د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند مطبوعاتي دفتر وايي، چې نوموړي د حج فریضې مناسکو تر ادا‌ء کولو وروسته مدینې منورې ښار ته د رسول‌الله ص د قبر د زیارت کولو په موخه تللی.

سرچينه زياتوي:«محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د نبوي مسجد په ریاض‌الجنة کې دوه رکعته لمونځ اداء کړ، دعا یې وکړه او ورپسې یې د رسول‌الله ص د مبارک مزار دیدار وکړ. د یادولو وړ ده، چې ریاض‌الجنة ته د تللو پر مهال ورته ځانګړي ترتیبات نیول شوي ؤو.»

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هېواد ته د افغان حاجیانو د ستنیدو لړۍ پیل او پای ته ورسېده.

څه باندې یوه اوونۍ مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د طالبانو پر مشرانو د ضمني نیوکو په توګه وويل، چې شرايط، خپل وجايب او اطاعت ته پاملرنه نه کوي او په داسې حساسو حالاتو کې هم د حج مراسمو او نورو چارو بوخت دي.

4 COMMENTS

  1. هغه تقدس يې پاتې نه شو.
    د دوی راتګ ولس ته له پيله له مصيبت پرته بل ښه زيری نه لرلو.
    د پنجاب غوندې يو خبيث حکومت يې تر شا وو او خليلزاد يې جرګه مار وو، نو دوی داسې انګېرله چې دنيا ټوله د دوی ده.
    ولسمشر غني ورته د خدای بيدا نه ښکارېده، نو اوس يې ښه باد ووتل.
    دا د دوی او هم د ولس لپاره ښه درس شو چې د دوی بيرته واک ته راتګ د پنجاب د حاکميت په مانا د. افغانستان اوس عملاً د پاکستان يوه نااعلان شوې او نارسمي مفتوحه سيمه ده چې هغه د الحاق او د پينځمې صوبې حيثيت هم د طالب په حاکميت کې له مينځه ولاړ.
    اوس زموږ اصلي واکدار احمد منصور دی چې د دوی په شتون کې ټولې د راکړې ورکړې او تړونونو اختيار له هغه سره دی نه له دوی سره.

  2. تالبي ملایان چی سږکال په درجنو درجنو حج ته د بیت المال په پیسو تللي چی دفقر ځپلو افغانانولپاره زیاته برخه يي دغربي نړۍ له خوا رالیږل شوی وه. ملا برادر خو لا په ځانګړو ترتيباتو دحج مرسم تر سره کړل.
    تالبي ملایان باید پدی هم وپوهیږی چی پدی پیسوکی دغرب د فاحشه خانو دټیکسونو پیسی هم شامل دی چی دوۍ ورباندی په ډیر افتخارحجونه وکړل. د تالبي ملایانو حجونه خو باید هرو مرو قبول شوی وي. ډیر ډیر دی ورته مبارک وي.

  3. خدای د وکړی چې ملاصاحب له خپلو پخوانیو ګناهونو نه توبه وېستلي وي او په یو رښتیاني صادق مسلمان تبدیل شوی وي. له خپلو مسلمانانو افغانانو ورونو سره یې اسلامي اخوت او له افغانستان سره یې حب الوطن من الایمان ټینګ شوی وي . خلک به ورته د حج د قبلېدو او موفقیت دعا وکړي.
    اما که ملا برادر لاهم د منافقینو په پنجابي قبله او ملا آی اس آی ایمان لري ، لاهم خپل افغانان ورته غیرمسلمان ښکاري او د هغوی قتل واجب ، د ولس امانت لاهم ملایانو ته ورکوي . په هغه حال کې به له پخوا لا منافق او ذلیل راستون شي .
    والسلام علی من ا تبع الهدی

  4. که د حمارت او سعودی مناسبات په مطلوب وضعیت کی وای نو ممکن ملا برادر ته د خاصو ترتیباتو له مخی دا اجازه هم ورکړه سوې وای چی د دوهم کس پتوګه ئې د کعبې پر بام د قدم وهلو فرصت موندلئ وای البته اولین کس کوم چی د کعبې بام ته د ختلو ویاړ! ور په برخه سو د یهودی مربی شاګرد ( بن سلمان)ۇ.
    په هره توګه،
    د هغو امیرانو او خلیفه ګانو نوم د تاریخ په تورو پاڼو کی ثبت دئ کوم چی د جاه او جلال او جبروت او تکبر له مخی ئې د ” خاصو ترتیباتو ” په سایه کی په ریا ککړ زیارتونه تر سره کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب