پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې

د افغانستان مبهم حالت او څو پوښتنې

لیکوال: د- ق.ن

له کله نه چې په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت ټینگ شوی، له دې نظام سره په ملي او نړیواله کچه مخالفتونه او د حاکمې طبقې د پالیسیو په اړه نیوکې هم اوج ته رسیدلې دي.

 په دې کې شک نشته چې یو څه مخالفتونه او نیوکې سیاسي او سلیقه یي بڼه لري، خو دا خبره هم د پټولو نه ده چې د موجوده نظام په پالیسیو او اجراآتو کې خورا ژور او له اندیښنو ډک ابهامات شته؛ چارواکي ورځ تر بلې د حکومتولۍ له دایرې څخه وځي، هغه بنیادي کارونه چې د افغان ملت سرنوشت ورپورې تړلی، متوقف شوي او مسوولینو ځانونه په فرعي خبرو او  هغو بحثونو پورې محدود کړي چې اصلاً د نظامونو په مکلفیتونو کې ځای نلري، هر څوک د شرعي احکامو نه خپل تفسیر وړاندې کوي،  آن تر دې چې  په چارو کې د شرعي او قانوني اصولو‌سره مخالف اقدامات هم تر سترگو کېږي، چارواکي، د داسې پالیسیویو پر بنسټ عمل کوي، چې د افغان ولس او بې طرفه متخصصینو او سياستوالو په ذهنونو کې يې په لسهاوو پوښتنې او شکونه را پیدا کړي دي.

 برسیره پر دې حاکمې طبقې په افغانستان کې له ویرې نه ډکه داسې فضا را منځ ته کړې چې څوک د حق ویلو جراءت هم نشي کولای، پدې لحاظ د هر چا په سینه کې اور بل دی، ولې څوک خپل ږغ نشي پورته ‌کولای.

دا لیکنه د خلکو په ذهنونو کې شته هغو پوښتنو او اندیښنو ته ځانگړې شوې چې دوی روزمره ترې نه کړیږي، خو د مطرح کولو  جرآت نشي کولای.

دا ‌پداسې حال کې ده چې موجوده چارواکي روزانه نوي مکلفیتونه خلکو  ته راجع او د تطبیق غوښتنه یې کوي، کله کله داسې فرامین هم صادر شي چې انسان ورته هک پک پاتې شي، لکه دا چې د اول صنف نه تر شپږم صنفه پورې نجونې مکتب ته ولاړې شي، بیا د شپږم نه تر دولسمه پورې دې نه ځي، اما پوهنتونو ته د تللو حق لري؟؟

اما د خلکو سوچ د د داسې مبهم حالت په اړه څه دی؟ 

عام خلک دا وایي چې طالب جانه دا هرڅه درسره منم، زه هماغه اسلام منم چې ته پرې پوهیږې، ستا د خوښې مطابق ږيره پريږدم، سرپټوم، موسیقي اوریدل بندوم او ښځو ته وایم چې له کوره بهر قدم وانخلي، اما تا نه یو څو پوښتنې لرم چې هیله من یم دا پوښتنې په سړه سینه واورې او د افغانستان ولسونو ته ځواب ووایې؛ آیا په اسلام کې تنها «رعیت» د اسلامي امورو پر مراعتولو مکلف دی او که د «حکمرانانو» لپاره هم په قرآن او نبوي احادیثو کې فرایض او مکلفیتونه پیش بیني شویدي؟ 

۱- آیا په اسلام کې د ټوپک په زور پر خلکو باندې ځان مسلط کول جواز لري او که نه؟ که چیرې په دین کې اکراه او اجبار ته جواز نه وي ورکړل شوی، او رضایت د هر تړون د مشروعیت اساس گڼل شوی وي، بیا لطفاً دا خپل ټوپکونه پر زمکه کیږدئ او له هغې نه وروسته له خلکو څخه وغواړئ چې خپل زعیم( امیر)انتخاب کړي.

۲- د خلکو په منځ کې دهشت، وحشت او ویره خورول په اسلام کې جواز لري؟ په اسلامي نظام کې د خلکو سره تشدد کول جواز لري؟

۳- آیا په اسلام کې بدون له تحقیق نه پر یو چا باندې «حکم »کول جواز لري؟ بدون له تحقیق نه مجازات جواز لري؟ آیا په اسلام کې صحرایي محکمو ته اجازه ورکړل شوې ده؟

۴- د درواغو په هکله ستاسې نظر څه دی؟ خصوصا چې کله «حاکم» خپل «رعیت» ته درواغ وایي، د درواغو ویلو  او د درواغجن حاکم، حکم په قران کې څه دی؟ آیا په اسلامي نظام کې د درواغجن حاکم لپاره په قدرت کې د پاتې کیدلو جواز شته؟

۵- د رعیت د ځان، مال، عزت،عقل او نسل ساتل د چا وظیفه ده؟ آیا د دې مکلفیت په تر سره کولو کې «حاکم» د «رعیت» په منځ کې د تبعیض کولو حق لري؟ که چیرې حاکم د دغه مکلفیت په تر سره کولو کې پاتې راشي، د قران حکم د داسې حاکم په هکله څه دی؟

۶-  په اسلامي نظام کې د رعیت په منځ کې د عدالت کولو دنده د چا ده؟ آیا حاکم ته د دې جواز شته چې د منصب، نسب، اقتدار، جهادي سوابقو یا مالدارۍ او داسې نورو ملحوظاتو په اساس عدالت وکړي؟ که چیرې حاکم د اسلامي عدالت خلاف تصمیم نیسي، قران حکم د داسې حاکم په اړه څه دی؟

۷- د خلکو هوساینه خصوصا  دملک اقتصادي وده د چامکلفیت دی؟ که چیرې په یو اسلامي هیواد کې خلک وږي وي، د شریعت حکم د حاکم لپاره څه دی؟

۸-که چیرې په یو اسلامي ملک کې یو څوک بدون له دلیل او سبب نه وژل کېږي، حاکم باید د وژل شوي کس د کورنۍ په مقابل کې کوم کارونه تر سره کړي؟

۹- آیا د شریعت مطابق حکمران د رعیت د تعلیم او تربیې په اړه کوم مکلفیت لري او که نه؟ 

۱۰- په صحي چارو کې د حکمران مکلفیت څه دی؟

۱۱- د خلکو په منځ کې د دوښمنیو د پای ته رسولو په برخه کې حکمران کوم مکلفیتونه لري؟

۱۲- له نورو ملکونو سره رابطه باید په کوم شکل تنظیم شي؟

۱۳- په یو ملک کې چې اسلامي نظام قایم وي، د استشهادي گروپونه د ساتلو حکم د شریعت له مخې څه دی؟ د قران له مخې ځان وژنه جواز لري؟

۱۴- په قران کې حکمران ته د بل چا د مال د خوړلو جواز راغلی؟ که چیرې د یو چا مال خوري او ثابت وي، ایا هغه د دې حق لري چې د حکمران په حیث پاتې شي؟

۱۵- د یو حکمران ذاتي صفات د شریعت له مخې کوم، کوم دي؟ که چیرې حاکم د اسلامي صفاتو څیښتن نه وي، رعیت د داسې حاکم د حکم د منلو مکلفیت په غاړه لري او که څنگه؟ د شریعت حکم د داسې حاکم په هکله څه دی؟

۱۶- آیا په شرعي لحاظ حکمران ته د دې حق شته چې د رعیت نه ډیر مال او جایداد ولري؟، 

۱۷- ستاسې له نظره د حکمران او د رعیت په منځ کې باید کوم رقم توافق وجود ولري؟ آیا په اسلامي نظام کې رعیت د دې حق لري چې حکمران په خپله خوښه و ټاکي؟ او یا یو څوک کولای شي په زوره پر خلکو حکمراني وکړي؟ که چیرې یو څوک د ټوپک په زور ځان پر خلکو حاکم کړي، د شریعت حکم د داسې حاکم په هکله څه دی؟

۱۸- د دیني مکلفیتونو او فرایضو په اجرا کې د رعیت او حکمران په منځ کې تفاوت شته؟ که وي مستند یې کړئ.

۱۹- آیا په یو اسلامي نظام کې ټولې څوکۍ باید هغه چا سره وي چې «جهاد» یې کړی؟ که چیرې داسې وي، شرعي او قانوني استناد یې څه دی؟

۲۰-  له بیت المال څخه استفاده باید په کوم ډول وشي؟ آیا حکمران مکلف دی چې رعیت ته د بیت المال د مصرف په اړه وضاحت ورکړي؟ د حساب ورکولو چارې په کوم ترتیب تر سره کېږي؟ په اسلامي نظام کې د احتساب حکم په کوم شکل تطبیقیږي؟ آیا حاکمان هم باید ولسونو ته د خپل مال او جایداد حساب ورکړي او که څنگه؟ آیا حاکمان د دې حق لري چې بیت المال نه په خپل سره او بدون د حساب ورکولو نه استفاده وکړي؟ که چیرې یو حاکم د بیت المال نه ناوړه استفاده کوي، د شریعت حکم د داسې حاکم په هکله څه دی؟ تر اوسه پورې ستاسې د حاکمیت نه تقریباً یو کال پوره کیږي، آیا تاسو د دې تصمیم لرئ چې د افغانستان خلکو ته د خپلو دارایي گانو په هکله دقیق او مستند معلومات شریک کړئ؟

۲۱- په اسلامي نظام کې مفتي باید د کومو صفاتو خاوند وي؟

۲۲-  په اسلامي نظام کې د حکمران او مفتي تزکيه په کوم ترتیب تر سره کېږي؟ آیا داسې تزکيه حتمي ده چې تر سره شي که نه؟ که حتمي نه وي، رعیت څنگه کولای شي چې خپل حکمران و پیژني؟ کومې لیارې اسلام ورته په نظر کې نیولې دي؟

۲۳- د حکومت کولو اصول د اسلام له مخې کوم دي؟ آیا داسی اصول په قران( احادیثو)  کې راغلي او یا دا یو اجتهادي بحث دی؟ که چیرې اجتهادي وی، نو د مجتهدینو رای څه ده؟ کوم اصول یې تر اوسه پیژندلي دي؟

۲۴- په اسلامي نظام کې د رعیت او د حکمران د جرم څیړل( تحقیق) او قضایي رسیده گۍ کې کوم تفاوت وجود لري؟ د حاکمانو محاکمه په کوم ډول باید ترسره شي، علني که سری؟آیا عام خلک د دې حق لري چې د حاکم د جرم د څیړلو او محاکمې له جریانه اگاهي تر لاسه کړي او یا دا چې ټولې چارې باید په سری ډول ترسره شي؟

۲۵- که چیرې رعیت سره دا باور پیدا شي چې حکمرانان ورته درواغ وايي، پر خلکو ظلم او زیاتی کوي، د خلکو مال خوري، د خلکو پر عزت تجاوز کوي….رعیت باید څه وکړي؟ کومې لیارې دین/ شریعت ورته پیش بیني کړې دي؟ که چیرې عام خلک په زړه کې له حکمران نه نا راضه وي، د دې حکم په شریعت کې څه دی؟

۲۶- که چیرې د دنیا ۸۰-۹۰ فیصده مسلمانان د یو اسلامي هیواد د حکمران کړنې ناسمې او د اسلام مخالفې بولي، اما دا حکمران ځان حق په جانب معرفي کوي، دلته رعیت باید کومه خوا ونیسي؟د دلایلو‌سره توضیح کړئ؟

۲۷- چې کله د یو بحث( موضوع) لپاره اختلافي نظریات وجود ولري، اصولا کوم نظر ته ترجیح ورکول کېږي؛ کوم چې پر اصل ولاړ وي او که په فرع؟

۲۸- که چیرې یو حکمران پر دې واقف وي چې خبرې یې درواغ دي، اما بیا هم ورباندې تاکيد کوي، د دې حکم په قران کې څه دی؟

۲۹- د یو چا شکنجه کول د اسلام له نظره جواز لري؟

۳۰- د اسیرانو وژنه په اسلام کې جواز لري؟

۳۱- د غیر نظامیانو وژنه په اسلام کې جواز لري؟

۳۲- په اسلامي نظام کې د هغو جزا گانو ورکول چې د انساني کرامت خلاف وي، جواز لري؟

۳۳- که چیرې حکمران ته معلومات وي چې د دوی عساکر ( مامورین) خلکو ته د اسلامي اصولو خلاف جزاگانې ورکوي، اما ځان غلی نیسي، د داسې حکمران په هکله د دین حکم څه دی؟

۳۴- که چیرې حکمران د خپل تسلط د ساتلو په موخه خلکو کې تربگنۍ ته لمن وهي، د دین حکم د داسې حکمران په هکله څه دی؟

۳۵- پر مړي باندې( ولو که چیرې متوفی کافر هم وي)د ملنډو ‌وهلو حکم په اسلام کې څه دی؟

۳۶- په اسلامي نظام کې د قاضي صفات کوم دي؟ آیا په اسلامي نظام کې د قاضي له حکم نه پرته چاته جزا ورکول جواز لري؟ او که لري یې په کومو شرایطو کې؟

۳۷- آیا په اسلامي نظام کې د نورو ادیانو پیروانو ته پر دولتي څوکيو د کار کولو حق شته؟ که نشته، ولې دلایل یې کوم دي؟

۳۸- د هیواد د اقتصادي پرمختیا لپاره ستاسې ستراتیژي څه ده؟ آیا همدا بې تفاوتي چې اوس په اقتصادي برخه کې حاکمه ده، دوام به وکړي؟ د احصایې له مخې تر نوي سلنه خلک که لوږې سره مخامخ دي، ستاسې پروگرام د همدې حالت دوام او په خارجي کمکونو  اتکا ده او یا دا چې د شیخ صاحب د فورمول په اساس خلک باید الله تعالی ته بغارې ووهي؟ او  یا داچې تاسې د افغانستان د اقتصاد بیا رغول غواړئ؟ که چیرې تاسې د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو پلان ولری، دا کار بیا په کومو امکاناتو ترسره کوی؟ مالي او بشري منابع مو کوم دي؟

۳۹- تر اوسه هیڅ هیواد ستاسې «نظام» په رسمیت نده پیژندلی، تاسې دا خبره د ځان لپاره څه رقم ارزیابي کوی؟  اساسي علت یې ستاسې په نظر څه دی؟ آیا دنیاوالو خپله لیاره ورکه کړې او یا دا چې تاسو کې کوم بینادي مشکل وجود لري؟

۴۰- د یو کال په جریان کې تاسې ټولټال اته فرمانونه صادر کړي چې هغه هم اکثراً خلکو ته د بعضې شرعي احکامو د تطبیق په اړه دي، در حالیکه چې د شریعت احکام ټولو افغانانونو ته واضحه ده، د حکومتولۍ په اړه پدې یو کال کې هیڅ نوع تصمیم نده نیول شوی، پدې اړه ستاسې نظر څه دی؟

۴۱- روزمره په زرهاو خلک چې ډیری یې متخصصین او تحصیل کرده خلک دي، افغانستان پریږدي او د ډیرو مشکلاتو  او کړاونو په قبلولو سره، کوښښ کوي ځانونه بل هیواد ته ورسوي، ستاسې له نظره دا له نوي نظام نه د خلکو د نارضایتۍ واضح مثال ندی؟ که چیرې اکثریت متخصصین افغانستان نه ولاړ شي، تاسې د حکومت چارې به څرنگه سمبالوی؟ آیا دا بهیر به ستاسې له نظره د افغانستان د بربادۍ سبب و نگرځي؟

اوس راځو اصل موضوع ته، که چیرې تاسو د دې ادعا لرئ چې په افغانستان کې اسلامی نظام د ټینگولو لپاره مو جهاد فی سبیل الله کړی او شخصي او ذاتي اهداف و اغراض مو نه درلودل، نو بیا دا خبره په خلاصو غوږو واورئ:

 ۱- د قرآن د حکم مطابق جهاد فی سبیل الله هغه جهاد ته ویل کیږي چې مجاهد پکې شخصي اهداف او ذاتي اغراضو  پسې نه وي، که چیرې د جهاد په جریان کې او یا له هغې نه وروسته دا ثابته شي چې مجاهد خپل شخصي اهدافو او اغراضو لپاره جنگ کاوه، دې ته بیا جهاد نه ویل کیږي، دا چې اوس تاسو پر دولتي څوکیو منگولې ښخې کړې، دا د دې ښکاره ثبوت دی چې دا جنگ جهاد نه بلکې د قدرت لپاره جنگ وو، او تاسو به د الله ج په دربار کې د دې ځواب حتما وایی.

۲- څومره قتلونه چې په افغانستان کې د جهاد تر عنوان لاندې شوي، د دې د ځواب ورکولو لپاره ځانونه آماده کړۍ، الله تعالی د دې پوښتنه حتما کوي.

۳- کوم بشري ناورین، لوږه ، تنده  او در بدري چې نن په افغانستان کې وجود لري، د دې مسوولیت نه ځانونه نشی خلاصولای، د افغانستان تاریخ پر دې باندې خپل قضاوت کوي.

۴- د خلکو وژنه، ځورونه، د دوی مال او عزت ته ضرر رسول او نور ورته اعمال کبیره گناه شمیرل کیږي چې دنیوی او اوخروي مجازات لري،د افغانستان هر وگړی د دې حق لري چې دا پوښتنه له تاسو نه وکړي چې دا بېمورده قتلونه، ربړونه او ناروا تجاوز ولې کیږي، که چیرې دا اعمال د بل چا لخوا تر سره کیږي، پدې صورت کې هم حاکمان د الله تعالی په نزد مسول او ځواب ویونکي دي.

۵- د شرعي نصوصو په رڼا کې مسلمان حکمران مکلف دی چې د خلکو ټولو ستونزو ته په موقع او بدون له تبعیضه رسیده گي وکړي او له خلکو نه مخکې، دې خپل ځان( ظاهر او باطن) په حقیقي معنا د اسلامي اصولو مطابق عیار کړي، که داسې ونشي، نوموړی حکمران له خلکو نه د نظام د متابعت غوښتنه نشي کولای، پدې معنا چې هغه حکمران چې د خلکو د مشکلاتو د حل توان ونلري او یا په پټه یا ښکاره د اسلامي اصولو خلاف عمل کوي، له خلکو نه د متابعت غوښتنه نشي کولای او اسلام ورته دا اجازه نه ورکوي.

۶- له خلکو سره عدالت کول د اسلامي نظام محور گڼل کیږي؛ کله چې د عدالت خبره مطرح کیږي، د اسلامي اصولو پر اساس د امیر او غریب، د حاکم او رعیت په منځ کې فرق نشته، که چیرې حاکم د قانون او شرعي احکامونه نه ځان لوړ بولي، قانون پر خلکو پخپله خوښه تطبیقوي او چې کله دی پخپله سرغړونه وکړي، بیا د خپل مقام نه په استفادې سره د قانون د تطبیق نه تیښته کوي، عدالت تر سوال لاندې راځي او د دې ادعا نشو کولای چې دا نظام اسلامي نظام دی.

۷- دا چې روزانه د افغانستان خلک خصوصاً هغه متخصصین چې د ملت په پیسو روزل شوی، خپل هیواد پریږدي او هجرت ته ترجیح ورکوي، دا د افغانستان او افغانانو لپاره د تباهۍ علامه ده، او واضح معنا یې دا ده، چې خلک له تاسو نه رضایت نلري، که غواړی دا موضوع تجربه کړی، فقط د یو څو ورزو لپاره خپلې ټوپکې پر ځمکه کیږدئ او خلکو ته د آزاد قضاوت زمینه برابره کړئ، بیا به تاسو ته معلومات وشي چې تاسو څومره د خلکو په زړونو کې ځای لری؟

خلاصه دا چې په اسلامي نظام کې، حاکم د رعیت نه ډیر جدي مسوولیتونه  لري او د الله تبارک و تعالی په نزد، دوی باید ډیر عاجزانه ژوند ولري او په حقیقي معنا ځان د خلکو خادمان وگرځوي، د خلکو په منځ کې عدالت وکړي، د بې عدالتیو مخه ونیسي، پر انساني ارزښتونو تجاوز ونکړي، د بشري حقوقو ساتنه وکړي، د خلکو مادي او معنوي ضرورتونه او ارزښتونو  ته جدي پاملرنه وکړي، هیواد د ځان بسیاینې په لور سوق او په بین المللي ډگر کې خپل هیواد له سیالانو سره سیال وگرځوي، له ولس سره درواغ او دوکه ونکړي، ملي گټو ته پر خپلو شخصي گټو ترجیح ورکړي، کار اهل کار ته وسپاري، دولتي څوکۍ او بیت المال د خلکو امانت وگڼي او پکې خیانت ونکړي، په دولتي چارو کې قوم پرستي ونکړي، د خلکو په منځ کې تربگنیو ته لمن و نه وهي، د روحي او فزیکي مصونیت لپاره امکانات برابر کړي، بدون د موجب نه پر خلکو فشار رانه وړي، ظلم او زیاتی ونکړي…. دې ته بیا و یلای شو اسلامي نظام؛ صرف په ږیره پریښودلو، موسیقۍ بندولو او نورو ورته کارونو باندې اسلامي نظام نشي جوړیدای، اسلامي نظام هغه نظام ته ویل کیږي چې د جهان په سطح د عدالت، هوساینې، روحي او فزیکي مصونیت،بشري حقونو، اقتصادي او اجتماعي پرمختگ او…. منل شوی مثال وي، نه دا چې وگړي یې د خیرات په ټغر ناست وي او حاکمان تش په نامه د اسلامي نظام ډندورې وهي.

2 COMMENTS

  1. زموږ مومن ملت د روسانو د تجاوز په وړاندی ، جهادی تجربه لری،هغه مقدس جهاد چې نړیوالو ته یی خیر ورسید ؛اوس هم دوی اسلام سره مشکل نلری ،مشکل د جهالت ،فرعونیت او وحشت سره
    دی ،طالبان او بیا ملا باغی اخوند دی پورتنیو سوالونو ته ځواب ورکړی،تر څو ابهامات رفع شی او دا
    د ملت او امت حق دی۰

  2. د ښاغلی محترم د.ق.ن ( ښه به وای که ئې خپل شریف نوم بشپړ لیکلئ وای ) پوښتنی باید جواب سی.
    زه هم ( مثلاً ) د یوې مدرسې د دریم ها د ټولګۍ د زده کوونکئ پتوګه غواړم د طالب څخه هغه یوه پوښتنه مطرح کړم کوم چی دزما ذهن ئې را اشغال کړیدئ.
    پوښتنه دا ده:
    ” امر بالمعروف او نهی عن المنکر ” یو اسلامی اصل دئ، اِعمال ئې ځانته خپل اصول او قوانین لری ضمناً نوموړی اصل د سیاسی او نژادی او ژبنی چغرافیا حدود په رسمیت نه پیژنی ( امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته هر معتقد مسلمان دینی رسالت او مکلفیت لری چی هر ځای او د هر مسلمان په وړاندی دا صل پر ځای کړی ).
    نو
    طالب چارواکی ولی د عربی اماراتو حاکمانو ته د ډوبۍ په ښار کی د ۲ زرو اوکرائینی فاحشو د شتون، په لاهور کی د فاحشو د شتون، د جدې په ښار کی د غربی او مستهجن موزیکائی کنسرټ د اجراء، په دوحه او قطر کی د امریکائی نظامی اډې د شتون په هکله د نوموړو هیوادونو حاکمانو ته د ” امربالمعروف او نهی عن المنکر ” د اصل په رُڼا کی هیڅ یادونه نه کوی؟
    یقیناً
    چی طالب چارواکی دا کار نه سی کولای
    ځکه
    د خپلو خېټو د قُطر د اندازې د بدلون څخه بېره لری.
    مثلاً
    د شیخ خالد او شیخ حقانی او شیخ ملا حسن او شیخ ملا برادر ( په حقیقت کی شَخ ملا برادر ) او ملا شهاب الدین او نورو مشرانو د خیټو قُطر به د دوو مترو څخه یو متر ته را ټیټ سی.
    های د انګریز بچانو موږ مو پېژنو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب