دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+په دې ورځ د داستاني ادبیاتو نامتو افغان لیکوال پور پرې کړ

په دې ورځ د داستاني ادبیاتو نامتو افغان لیکوال پور پرې کړ

تاند- له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۱ د جولای په لسمه د داستاني اثارو نامتو افغان لیکوال نصیر احمد احمدي د ۴۵ کلونو په عمر د کرونا په ناروغۍ د کابل په یوه شخصي روغتون کې وفات شو.

نصیراحمد احمدي په داستاني اثارو کې د ځانګړي سبک لیکوال و. ده په خورا لنډه موده کې د سړه سیلۍ، مینه، د واورې سړی، بوډا او د لېوانو پلونه، رڼا، زرو، جوجو، نیکه، بغدادي پیر، یوه خبره درته وکم او پټان په ګډون ګڼ شمېر ناولونه، د لنډو کیسو ټولګې، ژباړې، ژوندلیکونه او نور اثار ولیکل.

د غڼې ځاله د نصیر احمد احمدي وروستی ناول و، چې پر کورونا د نوموړي له اخته کېدو څو ورځې مخکې چاپ شو.

د افغانستان د وخت ولسمشر محمد اشرف غني د نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه. له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي و:

«نصير احمد احمدي د پښتو ژبې د بډاينې او په ځانګړي ډول د پښتو ناول ليکنې په برخه کې د قدر وړ هلې ځلې وکړې او ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور ناولونه يې وليکل. نوموړي پخپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينه يې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده.»

نصیر احمد احمدي ته د افغانستان ولسمشرۍ مقام له لوري د غوره لیکوالي لپاره مډال هم ورکړل شوی و.

د افغانستان علومو اکاډیمۍ د ښاغلي احمدي پر وفات ژوره خواشیني څرګنده کړه. د علومو اکاډیمۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي و:

«ارواښاد نصير احمد احمدي د ملي فکر خاوند و او تر څنګ يې د پښتو داستاني ادبياتو د اوسني پېر نامتو ليکوال و، په پښتو ژبه کې يې په تول پوره لنډې کيسې او ناولونه پنځولي وو، هغه د معاصر داستاني ادب يو سر لاری ليکوال وو، چې مړينه يې د افغان وطن لپاره لويه ضايعه ده.»

د خواله رسنیو ګڼ شمېر افغان کاروونکو، لیکوالو او علمي شخصیتونو د ښاغلي احمدي پر مړینه سخته خواشیني څرګنده کړه او د نوموړي مړینه یې د افغانستان داستاني ادبیاتو ته ستره ضایع وبلله.

ښاغلي احمدي د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لوړې زدکړې کړې وې او څه موده یې د ښوونکي په توګه هم دنده درلوده.

نوموړی له ٢٠٠٣ ميلادي کال څخه د ژوند تر پایه په کابل کې د بي بي سي په تعلیمي څانګه کې د تعلیمي فیچر خپرونو د ایډیټر په توګه دنده درلوده.

د نصیر احمد احمدي د چاپ کتابونو نومونه په دې ډول دي:

  1. 1. سړه سيلۍ (لنډې کیسې)، 2. مينه (لنډې کیسې)، 3. د واورې سړی (لنډې کیسې)، 4. اشر ( د لنډو کيسو ګډه ټولګه ).
  2. 1. بوډا او د لېوانو پلونه (ناول)، 2. رڼا (ناول)، 3. بړبوکۍ (ناول)، 4. يوه خبره درته وکړم؟! (ناول)، 5. جوجو (ناول)،‌ 6. اغزن سيم (ناول)، 7. زرو (ناول)، 8. نيکه (تاریخي ناول)، 9. بغدادي پير (ناول)، 10. پټان (ناول)، 11. اخ وطنه! (ناول)، 12. ټال (ناول)، 13رنګه غوږونه (ناول)، 14. د غڼې ځاله (ناول)، 15. د معجزې تيږه (ژباړلی ناول).

د فلسفې په اړه یې «په فلسفه کې تلپاتې پيښې» په نوم یو کتاب هم ژباړلی او د لنډې کیسې یا افسانې د اصولو په اړه یې هم د «راځئ کيسه وليکو» په نوم یو کتاب لیکلی وو، چې د خپلې لیکوالۍ تجربې یې پکې بیان کړې دي.

همدارنګه یې د افغانستان د نومیالیو شخصیتونو ابوریحان البیروني، کاتب هزاره، محمد موسی شفیق او محمد هاشم میوندوال ژوندلیکونه هم لیکلي وو، چې دا ټول کتابونه یې چاپ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب