یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه زرنج کې د افغانستان او ایران ګډه پوله بېرته پرانستل شوه

په زرنج کې د افغانستان او ایران ګډه پوله بېرته پرانستل شوه

تاند(سې شنبه، د سرطان ۲۸ مه) د افغانستان او ایران ترمنځ په نیمروز ولایت کې د تګ راتګ رسمي لار، چې دوې اوونۍ پخوا د دوو هیوادونو د پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوه.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رييس حبیب الله الهام وویل، د ورېښم پُل او د میلک سرحدي لار له دوو اوونیو وروسته بیا پرانیستل شوه.

ده وویل، دا لار د افغان او ایراني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته بنده شوې وه او د دوو خواوو د چارواکو ترمنځ له خبرو او مشورو وروسته پرانیستل شوه.

د ښاغلي الهام په وینا، اوس هغه افغانان، چې په قانوني اسنادو غواړي له دې لارې ایران ته لاړ شي، کولی شي بندر ته ورشي.

ورېښم پُل د افغانستان د زرنج ښار او د ایران د میلک ترمنځ یوازینۍ ارتباطي لار ده. د ایراني رسنیو پر اساس، د دغه پُل نیمايي برخه د ایران او نیمايي د افغانستان ده.

د ورېښم پُل پر هلمند سین جوړ شوی دی.

افغانستان او ایران پر دې لارې سربېره په هرات کې د اسلام کلا او په فراه کې د ابونصرفراهي رسمي بندرونه هم لري.

د نیمروز لارې ته ډېره هیله وه چې منځنۍ اسیا به له هند او نورې نړۍ سره د چاه بهار بندر له لارې ونښلوي. خو اوس د دغه بندر پراختیا د هند او طالبانو د حکومت له اړیکو سره تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب